نبوي حدیثو کې د کرهڼي فضیلت

حامد افغان

ځمکه ابادول، ځمکه کې ودانۍ جوړول، کرهڼه او زراعت ته وده ورکول؛ مومن ته سپارل شوې الهي وظیفه او مهمه دنده ده، قرانکریم وایي: هُوَ أَنشَأَكُمْ مِّنَ الأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا. یعني الله ستاسو اصل ځمکي نه پیدا کړی، همدې ځمکه کې یې د هغې د ابادولو لپاره میشت کړي یئ. د ځمکي ابادي، ځمکه کې ودانۍ او کرهڼه باندې اسلامي شریعت له مختلفو اړخونو پوره ټينګار کړی دی، دلته د کرهڼي او په ځانګړې توګه د نيالګيو کینولو په اړه څو نبوي حدیثونه رااخلم.

(1) رسول الله ﷺ فرمايي: هر مسلمان چې نیالګی کیږدي یا فصل وکري، نو هغه نه چې انسان یا څاروی خوراک وکړي دا خامخا د ده لپاره صدقه ده. عن أنس رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ما من مسلم يغرس غرسا أو يزرع زرعا فيأكل منه إنسان أو بهيمة إلا كان له به صدقة. رواه البخاري ومسلم

علماء کرام وایي: کروندګر یا نیالګی کیښودونکی که د خپلې کروندې او ونو میوې او حاصلات خرڅ هم کړي بیا هم د هغه د صدقي هومره ثواب کیږي!

(2) رسول الله ﷺ فرمايي: څوک چې ونه کیږدي، بیا د هغې د ساتني (په زحمتونو) صبر وکړي او هغه د میوه نیولو تر وخته وپالي؛ د الله عز وجل په نزد به له هغې نه هر ډول ګټه او میوه ترلاسه کولو کې د ده لپاره خیرات او صدقه وي. قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: من نصب شجرة فصبر على حفظها والقيام عليها حتى تثمر كان له في كل شيء يصاب من ثمرها صدقة عند الله عز وجل. رواه احمد

(3) رسول الله ﷺ فرمايي: هر مسلمان چې نیالګی وکري، هغه نه چې څه وخوړل شي هغه خامخا د ده لپاره صدقه ده، هغه نه چې څه غلا شي هغه هم د ده لپاره صدقه ده، هغه نه چې ځناور خوراک وکړي د ده لپاره صدقه ده، هغه نه چې مرغان څه وخوري د ده لپاره صدقه ده او هر څوک چې هغه نه کوم شی وراخلي هغه د ده لپاره صدقه ده. عَنْ جَابِرٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَغْرِسُ غَرْسًا ، إِلَّا كَانَ مَا أُكِلَ مِنْهُ لَهُ صَدَقَةً ، وَمَا سُرِقَ مِنْهُ لَهُ صَدَقَةٌ ، وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ مِنْهُ فَهُوَ لَهُ صَدَقَةٌ ، وَمَا أَكَلَتِ الطَّيْرُ فَهُوَ لَهُ صَدَقَةٌ ، وَلَا يَرْزَؤُهُ أَحَدٌ ، إِلَّا كَانَ لَهُ صَدَقَةٌ. رواه مسلم

یو بل روایت کې راغلي (إلا كان له صدقة إلى يوم القيامة) يعني دا شیان د نيالګي کرونکي لپاره تر قیامته صدقه ده. امام النووي لیکي چې لکه څرنګه هغه نه د چا غلا هم صدقه ده داراز که هغه نه ځناور یا مارغه کومه میوه خرابه او ضایع کړي هغه هم د ده لپاره صدقه ده! شرح مسلم للنووي

(4) رسول الله ﷺ فرمايي: له مرګ وروسته په قبر کې به بنده ته د اوو شیانو ثوابونه رسیږي:
1) څوک چا ته علم وښيي
2) د اوبو نهر جوړ کړي
3) کوهی وکندي
4) د خورما ونه وکري*
5) جومات جوړ کړي
6) قران میراث کې پریږدي
7) داسې زوی چې د مغفرت دعا ورته کوي.

عن أنس رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم وسلم قال : سبع يجري للعبد أجرهن وهو في قبره وبعد موته : من علم علما أو كرى نهرا ، أو حفر بئرا ، أو غرس نخلا ، أو بنى مسجدا أو ورث مصحفا ، أو ترك ولدا يستغفر له اخرجه البيهقي والبزار وابونعيم

* هره میوه لرونکې ونه د خورما وني په څېر جاري صدقه او له مرګ وروسته په ښمر کیدونکی ثواب لري.

(5) رسول الله ﷺ فرمايي: څوک چې یوه ودانۍ جوړه کړي داسې چې جوړولو کې یې په چا ظلم او تېری نه وي کړی، یا کوم نیالګی کیږدي، داسې چې د نيالګي کینولو کې یې په چا ظلم او تېری نه وي کړی؛ تر څو چې د مهربانه الله مخلوقات له هغه نه ګټه اخلي دا به د ده لپاره جاري ثواب وي. عن معاذ بن أنس قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : من بنى بنيانا في غير ظلم ولا اعتداء ، أو غرس غرسا في غير ظلم ولا اعتداء كان له أجرا جاريا ما انتفع به من خلق الرحمن تبارك وتعالى. رواه احمد والطبراني

صحابه کرام او نيالګي کرل

د خزيمه زوی عماره وایي: عمر بن الخطاب رضي الله عنه زما پلار ته وویل: ځمکه کې دې ولې وني نه کرې؟ پلار مې ورته وویل: زه بوډا یم، سبا به مړ یم، نو وني څه کوم، خو عمر ورته وویل: له دې سره یې بیا هم خامخا وکره. عماره وایي: عمر بن الخطاب مې ولید چې پخپل لاس یې زما له پلار سره وني کرلې. رواه الطبراني في الجامع الكبير

دمشق ښار کې د اوسیدا په مهال مشهور صحابي ابو درداء رضي اللّٰه عنه نيالګي کرل، یو سړی پرې راغی، ورته ویې ویل: ته د رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم صحابي او ملګری یې، ته هم نيالګي کرې؟! هغه ورته وویل: ته بیړه مه کوه، ما پخپله له رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلم نه اوریدلي دي، هغه فرمایل: څوک چې نیالګی وکري، هغه نه چې بنیادم او د اللّٰه نور مخلوقات څه وخوري، دا د ده لپاره خامخا صدقه ده. “من غرس غرسا لم يأكل منه آدمي ولا خلق من خلق الله إلا كان له به صدقة”.

بل روایت کې راغلي هغه سړي ابو درداء رضي اللّٰه عنه ته وویل: ته دومره بوډا یې او نيالګي کرې، دا خو دومره کلونو کې میوه نیسي؟! هغه ورته وویل: زما یې ثواب ترلاسه کولو سره کار ده، میوې دې نور خلک وخوري. رواه أحمد



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.