په اسلام‌آباد کې د ایکو کنفرانس او افغان-پاک اړیکې

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز
مقدمه

په اسلام‌آباد کې د اقتصادي همکارۍ سازمان (ايکو) غونډه داسې مهال جوړه شوه، چې له تېرو دوو اوونيو راهيسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ دروازې د پاکستان د حکومت له‌خوا په بشپړ ډول تړل شوې دي.

سره له دې چې افغانستان د “ايکو” سازمان غړی دی؛ خو له کابله کوم لوړپوړي افغان چارواکي په دې غونډه کې کډون ونه کړ او یوازې په پاکستان کې افغان سفیر عمر زاخېلوال دې غونډې ته ورغی. په دې غونډه کې افغان سفیر د افغانستان – پاکستان ترمنځ د لارو پر تړلو نيوکه وکړه. د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د دې اوونۍ د تحلیل په لومړۍ برخه کې په ټوله کې د ايکو سازمان او په ځانګړي ډول د دغه سازمان د وروستۍ غونډې او ترڅنګ يې د دوه‌اړخيزو اړيکو د راتلونکي په تړاو شننه لولئ.

د تحلیل په دویمه برخه کې په سعودی عربستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان په کوربه‌‌توب د تماس نړیوال ګروپ د شلم کنفرانس په اړه لولئ. دا غونډه د ۵۰ هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شوه او د افغانستان د امنیت او ثبات په اړه پکې بحثونه وشول.

په دغه کنفرانس کې، په نژدې راتلونکي کې د اسلامي نړۍ د علماوو د غونډې اعلان هم وشو، چې ټاکل شوې د سعودی عربستان په کوربه‌توب جوړه شي. دا چې د تماس نړيوالې ډلې په وروستي کنفرانس کې څه تېر شول او د اسلامي نړۍ د علماوو غونډه به په افغانستان کې پر سوله او جګړه څومره اغېزناکه وي؟ د تحلیل په دویمه برخه کې يې په اړه شننه لولئ.

تېره اوونۍ (د ۱۳۹۵ د حوت ۱۰مه) په اسلام‌آباد کې د اقتصادي همکارۍ سازمان ۱۳مه غونډه وشوه، چې د پاکستان د لومړي وزیر په ګډون د ۸ هېوادونو د حکومتونو او یا هم دولتونو مشرانو پکې ونډه واخیسته. افغان ولسمشر اشرف غني او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په دغه غونډه کې ګډون ونه کړ او د افغانستان استازیتوب پکې په پاکستان کې افغان سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي عمر زاخېلوال وکړ.

دا کنفرانس داسې مهال جوړېږي، چې افغان-پاک اړیکې د پاکستان سند ایالت کې د لعل شهباز قلندر زیارت کې د چاودنې له کبله خرابې شوې. له همدې امله، له تېرو دوو اوونیو راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي پولې په بشپړ ډول تړلې دي.

دا چې د ایکو سازمان مخینه څه ده، دا وروستی کنفرانس به د سیمې په تړلتیا کې څه رول ولوبوي او دا مهال د افغانستان او پاکستان اړیکې څرنګه دي؟ په دې تحلیل کې څېړل شوي دي.

د ایکو سازمان مخینه
د ايکو سازمان پوره نوم د اقتصادي همکارۍ سازمان يا (ECO) Economic Cooperation Organization دی. دغه سازمان په ۱۹۸۵ کال کې د ترکیې، ایران او پاکستان له‌خوا د غړو هېوادونو ترمنځ په مجموعي توګه د اقتصادي، تخنیکي او کلتوري همکارۍ په موخه جوړ شو.

په مشخصه توګه د دغه سازمان موخې د غړو هېوادونو پایدار اقتصادي پرمختګ، په تدریجي توګه د سوداګرۍ په لاره کې د خنډونو لرې کول، د غړو هېوادونو ترمنځ د ترانسپورت او مخابراتو د زېربناو پرمختیا، اقتصادي لېبرالېزم او خصوصي کول، په سمه توګه د ایکو سیمې له صنعتي او زراعتي وړتیاو څخه ګټه اخیستل، د مخدره توکو د کنټرول او چاپېریال ساتنې په برخه کې سیمه‌ییزه همکاري او د غړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي او کلتوري اړیکو پیاوړي کول دي.

کله چې د شوروي اتحاد له ماتېدو سره په منځنۍ آسیا کې نوي هېوادونه رامنځته شول، نو د دغه سازمان غړي له ۳ څخه ۱۰ ته لوړ شول. په دغو هېوادونو کې آذربایجان، قزاقستان، قرغيزستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او افغانستان وو.

افغانستان په دغه سازمان کې بشپړ غړیتوب په ۱۹۹۲ کال کې واخیست؛ خو له ۱۹۹۲ کال څخه تر ۲۰۰۱م پورې یې پکې په سم ډول او فعاله برخه ونه لرله. له ۲۰۰۱م وروسته یې پکې فعال حضور درلودلی او دغه سازمان هم په افغانستان کې په یو شمېر پروژو کې ونډه اخیستې ده.

ایکو کنفرانس؛ او د سیمې تړلتیا؟

د ایکو وروستی کنفرانس له پنځه کلن ځنډ وروسته داسې مهال په اسلام‌آباد کې جوړ شو، چې پاکستان په سیمه کې تر څه حده منزوي شوی بلل کېده؛ ځکه د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې د سارک له اتو غړو هېوادونو څخه پنځو هېوادونو يې په اسلام‌آباد کې د سارک په اتلسمه غونډه کې له ګډون کولو څخه انکار وکړ او له کبله يې هغه غونډه هم وځنډول شوه. همدا لامل و، چې کله د ایکو کنفرانس په اسلام‌آباد کې جوړېده، نو پاکستان د آذربایجان ولسمشر الهام علي‌اف، د ایران ولسمشر حسن روحاني، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د قرغيزستان لومړي وزیر سورنبای جینبیکوف او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ته په هوايي ډګر کې د ۲۱ ډزو سلامي ورکړه.

په دغه کنفرانس کې هم د تېرو کنفرانسونو په څېر د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا نوې ژمنې وشوې او همدا راز د اقتصادي همکاریو سازمان د ۲۰۲۵ کال لرلید یې هم ومانه. دغې غونډې ته چین هم، د چین-پاکستان اقتصادي حوزې او د یوه کمربند او یوې کرښې پلان له کبله د ځانګړي مېلمه په توګه دعوت شوی و، چې له یوې خوا د ایکو غړو هېوادونو له دغې لویې پروژې په تېره بیا سيپيک څخه ملاتړ وکړ او له بلې خوا چین هم، دغه سازمان د نړۍ د اقتصادي پرمختیا لپاره مهم وباله.

که څه هم د ایکو پر سازمان ۳۲ کلونه اوړي؛ خو له جوړېدو راهیسې یې تراوسه ډېرې کمې لاسته‌راوړنې لرلې دي. د بېلګې په توګه د ایکو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا د دغه سازمان بنسټیزه موخه ده، په داسې حال کې چې اوس هم د غړو هېوادونو ترمنځ سوداګري کمه ده. که د سوداګرۍ ارقامو ته وګورو، نو له ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې د غړو هېوادونو ترمنځ خپل‌منځي سوداګري ۳.۶ سلنه زیاته شوې ده. په ۲۰۰۲ کال کې د غړو هېوادونو ترمنځ خپل‌منځي سوداګري د مجموعي سوداګرۍ ۵.۳ سلنه وه او په ۲۰۱۲ کال کې بیا ۸.۹ سلنه شوه. په داسې حال کې چې په پيل کې اټکل دا و، چې تر ۲۰۱۵ کال پورې به خپل‌منځي سوداګري د مجموعي سوداګرۍ ۲۰ سلنې پورې ورسېږي.

په بل اړخ کې، د افغانستان-پاکستان ترمنځ سیاسي او د جغرافیې پر سر اختلافات، د ایران-ترکیې رقابت، پر ایران د اتومي پروګرام له کبله بندیزونه (چې په ۲۰۱۵ کال کې لرې کړل شول)، په دې سیمه کې د ترانسپورت او ترانزيټي زېربناو کموالی او کمزورتیا او دغه راز دلته د نورو هېوادونو ډېره لېوالتیا او ښکېلتیا بیا هغه عوامل دي، چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ یې همکاري او سوداګري راکمه کړې ده.

د ایکو په څنډه کې افغان-پاک اړیکې
په اسلام‌آباد کې د ایکو سازمان په غونډه کې د افغانستان له‌خوا په ټیټه کچه حضور، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دوه‌اړخیزو اړیکو کې پر بې‌باورۍ او د اړیکو پر زيات خرابوالي دلالت کوي. په روانه میاشت کې، د پاکستان د سند ایالت د لعل شهباز قلندر په زیارت کې خونړۍ چاودنه وشوه. د رسنیو د رپوټونو له مخې اسلامي دولت ډلې او د تحریک طالبان پاکستان وسله‌والو ګوندونو د دغې چاودنې مسؤولیت ومانه. پاکستان د دغې چاودنې په غبرګون کې پنځه کارونه وکړل:

لومړی یې له افغانستان سره خپله پوله وتړله، چې اوس هم (له تېرو دوو اوونیو راهیسې) په بشپړ ډول بنده ده؛

دویم یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او پاکستاني پوځ افغان ديپلوماتان احضار کړل؛

درېیم یې افغان لوري ته د ۷۶ تنو یو داسې نوملړ ورکړ، چې د دوی په ګمان د افغانستان په خاوره کې دي؛

څلورم يې د افغانستان پر خاوره راکېټي بريدونه بيا پيل کړل او د افغان رسنیو له قوله پاکستاني هلي‌کوپترې هم د پولې دې غاړې ته راواوښتلې؛

پنځم يې په پاکستان کې د رد الفساد تر نامه لاندې نوي عملیات پيل کړل.

دغه نوي حالت، چې د سرحدي پولې له تړلو نیولې د افغانستان پر خاوره تر راکټي بریدونو او په پنجاب ایالت کې د پښتنو په نښه کولو او ځورولو پورې ټول هغه څه دي، چې د افغانستان او پاکستان د ولسي خلکو ترمنځ یې د تورخم له جګړې وروسته کرکه نوره هم زیاته کړې ده.

د ایکو دغه کنفرانس یو داسې فرصت ګڼل کېده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې به بیا ورغوي؛ خو دغه کنفرانس هم ونه شو کړای، چې د افغان لوري له‌خوا د یوه لوړپوړي پلاوي د ګډون له کبله د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو ته د کتنې یو بل فرصت په لاس ورکړي او نه هم پاکستان په یوه داسې اقتصادي کنفرانس کې، چې موخه یې د سیمې اقتصادي او سوداګریزه تړلتیا ده، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو پرانیستلو اعلان وکړ. بده لا دا چې د پاکستان د پوځ ویاند افغان حکومت ته سپارښتنه وکړه، چې اسلام‌آباد ته دې له خپلو افغاني عينکو وګوري نه له پاکستان-ضد عينکو (اشاره یې د هېواد خراب اقتصادي او امنیتي وضعیت ته وه). د دې ترڅنګ یې د پولې پرانیستلو په تړاو وویل، چې د سرحداتو له پرانیستلو وړاندې باید افغانستان یو شمېر کارونه ترسره کړي.

په دوه‌اړخیزو اړیکو کې دغه حالت د پاملرنې وړ دی، چې دا بیا د تورونو لګولو له لارې نه شي رغېدلای. بلکې د باور جوړونې ګامونو په تېره بيا د سرحدي پولو پرانیستلو په څېر ګامونو ته اړتيا لري، ترڅو اړیکې د بیا عادي کېدو په لور ولاړې شي.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

2 تبصرې

  1. بس خیران دیته یو چی دافغانستا ن دخاوری پنځوس فیصده واکداران ولی ځانونه چپ نیولی، ددی کار ټول زور خو ولس ته زی او طا لب ما ما ګان خو دولس په زړه کی ځای لری نو ولی یو اعلانیه نه خپره وی.

  2. په بې روحه دنیاګۍ کې خو ژوند ګران دى
    چې ملا عبد السلام اخند پنھان دی

    د کندوز د غزا میر وو او فاتح وو
    بې څاروانه نن زمونږ ھغه کاروان دی

    د ولس د درد دوا د ولس زړہ وو
    پرې غمجن ځکه نن ټول افغانستان دی

    ھر میدان کې یې دښمن ته تن نیولی
    نوم یې ځکه لړزولی درست جھان دی

    د سپېرو خاورو مېلمه شو ګل د مینې
    ھر غازي په زړہ خوړلی یې ھجران دی

    خو تسل شو لږ په دې (حیدري جانه)
    ھر عسکر یې په قدم باندې روان دی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.