ادبي لیکني

د « اَلتحفَة القادريه» د ليکلو زمانه او املا

زاهد کريمزی
« اَلتحفَة القادريه» د قادريه طريقې کتاب دی چې له ننه کابو درې پېړۍ (۲۷۰کاله) مخکې د احمدشاه بابا په وخت کې ابن منير د خپل مرشد عبدالقادر گيلاني/ جيلاني په مدحه کې ليکلی دی. د دغه وخت موږ نور آثار هم لرو، لکه « دا حمدشاه بابا ديوان» (۱۷۲۲-۱۷۲۲ز) يا لږ را وروسته «پټه خزانه» (۱۱۴۱-۱۱۴۲س) لرو.

د کتاب خپل متن «۷۱۷» مخه دی، چې «۶۹۹» مخه يې شاعري او «۱۸» يې پرې په خپله ليکوال (ابن منير) په دري ژبه مقدمه ليکلې ده.

لومړی حمد او ثنا ده، دويم باب نعت دی، درېيم باب د خلفای راشدينو په اړه دی چې هر خليفه په اړه جلا جلا فصل راغلی او په اخر کې يې د اهل بيتو، څلور امامان، غوث جيلاني، د ولايت په اړه، ليکوال (ابن منير) د پلار په اړه، دکتاب ليکلو لامل او د احمدشاه بابا ستاينې اړه فصلونه راغلي دي. بيا ورپسې «۱۲مخه» د کتاب په اړه مقدمه ليکلي او له څلورم بابه کتاب پيليږي.

د اَلتحفَة القادريه د ليکلو زمانه:
تحفة القادريه د احمدشاه بابا د واکمنۍ په مهال ليکل شوی.

د کتاب له «۹۳مخ» څخه تر «۱۰۵مخه» د احمدشاه بابا په ستاينه کې د«۱۴۱» بيتونو مثنوي د «انتقال بمدح مالک رقاب خلق الله احمدشاه» نامه لاندې ویلې چې دغه مثنوي کې ليکي:

چه د د کتاب پښتو و ته ارضو شوه
بادشاهی شايد روزی د پښتو شوه

بادشاهی د چارجوغه احمدشاه شوله
د ده مخ د کفر شا په تيښته شوله (۹۳مخ)

له دې بيتونو د کتاب دليکلو موده (چې د احمدشاه بابا د واکمنۍ زمانه ده) څرگنديږي.

د شاعرۍ فور م يې:
د شاعرۍ فورم يې دوه‌يزه (مثنوي) دی« دوه‌يز يا مثنوي د شاعرۍ هغه فورم دی چې هر بيت دواړه نيم بيتۍ يې هم قافيه وي، د بيتو شمېر يې ثابت نه دی، خلاص شعري فورم دی چې شاعر کولی شې خپله موخه پکې تر وروستي بريده اعلان کړي» ټول اوه زره څلورسوه اتۀ اويا (۷۴۷۸) بيتونه دي چې يوه شپېتۀ (۶۱) عربي، نهه پنځوس (۵۹) دري او اوه زره درې سوه اتۀ پنځوس (۷۳۵۸) يې پښتو دي.

کتاب لس بابونه لري چې هر باب یې په سندونو او مناقبو ويشل شوی دی.

د « اَلتحفَة القادريه» املا:

1ـ د پښتو ځانگړي توري يې داسې ليکلي دي:

« ټ، څ، ښ، ږ، ډ، نړ، ړ» او د «ځ» پرځای «څ» ليکلې ده، لکه ځان، ځوان، راځي، ورځ په «څ» څان، څوان ، راڅی او ورڅ ليکي چې دا د «ځ» پرځای «څ» ليکل مخکې هم ليکل شوې ده لکه: د رحمان بابا په ديوان کې يا د احمدشاه بابا په ديوان کې هم ليکل شوې ده. خو په «پټه خزانه» کې دا دواړه توري جلا جلا گرافيم (ځ او څ په اوسنۍ بڼه) ليکل شوي دي.

2- د «ڼ» پرځای د «نړ» مرکب توری کاروي چې دغه مرکبه کارونه د احمدشاه بابا په ديوان کې هم شته ؛ خو په همدې بڼه «ڼ» له احمدشاه بابا کابو يوه نيمه پېړۍ مخکې بایزيد روښان کارولی دی.

3- ناخپلواک مورفيمونه يا اړيکويکي له کليمو سره نښلوي.

لکه: په: «په زړۀ، په دۀ، په ځای، په زيارت، په هر، په لار» چې «پزړه، پده، پڅای، پزيارت، پهر، پلار» ليکي او داسې نور….
له: «له تانه، له دې، له تاسې» يې داسې «لتانه، لد، لتاسې» ليکلي دي.

4- «کې» يې «کښ» ليکل دی.

5- «چې» د «چه» په بڼه ليکي.

6- کمزوري نومځري «مې، يې،دې» داسې «مي، ی، د» ليکي.

7- په ټولو پښتو کليمو کې يې «گ» پرځای يې «ک» ليکلی. پۀ ځينو مشترکو او دري کليمو کې «گ» پۀ همدې بڼه «گ» ليکلی. لکه:
د دوی واړو گردنونه

کړه شرف پقدمونه (۴۷۶مخ)

8- «وخت» په «ق» وقت ليکي.

9- «شو، شه، شي، شوه» يې ټول په همدې بڼه ليکلي دي.

10- د «و، وه او وو» مرستيالکړونه په «وه او وو» بڼه ليکي، يعني د مفرد لپاره «وه» ليکي او د جمع لپاره «وو» ليکي.

11- د «ليکلي» يا «کښلې» پرځای «ښکلی»، «ځمکه» «مزکه»، «سپور» «سور» «لږ» ّځينې ځايونو کې «لژ» ليکي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x