غزل/ عبدالله ريحان

عبدالله ريحان
ته چې لاړې زما سترګو نه خوبونه لاړل
لکه له ماتې آئينې چې تصويرونه لاړل

تاچې زما د زخمي زړه کور څخه کډه وکړه
زما غزل څخه خواږه خواږه لفظونه لاړل

خدایه کافر نشم کافره دنیا ونړوه
دلته له ډیرو ایماندارو ایمانونه لاړل

ګوره وختونو عجیبه دي زمانې بدلوي
چاپسې زړونه لاړل او له چا زړونه لاړل

بس ده ناترسې ازادۍ نوره راځه وطن ته
مونږ نه په ژوند ټولې مزې، خواږه وختونه لاړل

لکه سپین ستوري چې د شنه اسمان له غیږې لاړ شي
داسې مې څنګ ښایسته تنکي ګلونه لاړل

کلي ته راشه وطن ړنګ دی پسرلۍ نلري
دهیلو بڼ نه مو ریحان غاټول ګلونه لاړل

عبدالله ریحان

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.