په وینډوز ۷ چلیدونکي د نوکیا تلفون نوي ماډلونه بازار ته وړاندي شول

نن ټکی آسیا: (رویټرز) د تیري چهار شنبې په ورځ نوکیا خپل د تلفون د نویو ماډلونو څخه پرده پورته کړه.

په دې نوي ماډلونو نوکیا غواړي چي د تلیفون په مارکیټ کي خپل بایللی ارزښت یو ځل بیا تر لاسه کړي.

دا نوي ماډلونه چي لومیا ۸۰۰ او لومیا ۷۱۰ نومیږي، د نوکیا لومړي تلفونونه دي چي د مایکروسوفټ په ټیکنالوجي به سمبال وي، او پروګرام به يي وینډوز7 وي.

نوکیا په نړی کي د تلفون جوړولو تر ټولو لوی شرکت دی، خو په دې اخیرو کې په بازار کي ارزښت د آپل او ګوګل شرکت له وجي خورا کم سوی دی.

د نوکیا مدیر ستیفن ایلوب د نوی ماډلونو د مخکتني په غونډه کي وویل چي نوکیا شرکت به په دې نویو ماډلونو ډیر پرمختګ وکړي، او وعده يې وکړه چي د راتلونکي میاشتي څخه به دواړه ماډلونه په اوروپايي مارکیټ کي وړاندي شي.

هغه د رویترز سره په مرکه کي وویل چي نوکیا د تیرو ۱۳ میاشتو راهیسي ډیر کوشش وکړ، او ډیر بدلونونه يې را منځته کړه، او زیاته يې کړه چي اوس نوکیا په نوي زیار، نوي سوچ او نوي جزبې کار کوي، او دا نوي ماډلونه به دا خبره ثابته کړي.

د نوکیا د نوي ماډلونو د قیمت په اړه ویل کیږي چي لومیا ۸۰۰ به په ۵۸۴ ډالره پلورل کیږي، او لومیا ۷۱۰ به په ۲۷۰ ډالره پلورل کیږي.

{youtube}5wxk1xImR68{/youtube}

{youtube}IDKHWBHAZKk{/youtube}

{youtube}3i63J9_z2y4{/youtube}



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.