نړۍ

په شمالي وزیرستان کي د پاکستاني فوځ بمبار په لسګونو ملکي او وسلوال وژلي دي

نن ټکی آسیا: تیره شپه ناوخته د پاکستان فوځ د شمالي وزیرستان په هغو سیمو کي درنه بمباري کړې چیري چي ګمان کیده د طالبانو پټن ځایونه به وي.

د پاکستان د فوځ سرچیني وایي چي دوی د میرعلي په سیمه کي په دغه بمبار کي ۲۴ وسلوال وژلي، او ۱۵ یې نور ټپيان کړي دي، خو طالبان وايي چي په پيښه کي ۲۷ کسه وژل شوي، چي په کښي زیات شمېر ملکي وګړي هم شامل دي.

د فوځ سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چي دا برید له مخکي نه وو پلان شوی، او وروسته تر هغه تر سره شو، کله چي د هغو وسلوالو ځای په نښه شو، کوم چي په پاکستان کي د فوځي مرکزونو په خلاف چاودني او عملیات تر سره کوي.

که څه هم فوځ وايي چي دوی یوازي د وسلوالو مخالفینو پټن ځایونه په نښه کړل، خو د سیمي اوسیدونکي وايي چي د شپي وروسته تر هغه د خوبه را پاڅېدل چي په کورنو یې الوتکې ګرځېدې، او بمبار شروع وو، چي له کبله یې اړ ایستل شول، په شپه شپه کي خپل د کورنو نه ووزي، او خلاص میدانونو ته ووزي.
په میر علي کي د ایسوري کلي یوه کلیوال رسنیو ته ویلي چي دوی د شپي ویده وه، کله چي باندي بمبار شروع سو، دوی نه پوهیدل چي څه پيښ شول، ناڅاپه بمبار ټول کلیوال وار خطا کړل، څوک په بمبار کي ولګېدل، او څوک چي ژوندي پاته وه، هغوی د خپلو ماشومانو او ښځو په شمول له کورنونه ووتل، او د بمبار له ساحې څخه د خوندي ځای په تلاش سول.

د ډان نیوز د راپور سره سم د شمالي وزیرستان په همزوني، محمد خیل، داتا خیل تحصیل، شیرا تلا سیمه، حمزه کلی، او موسکي سیمو کي بمبارۍ وسولې.

د سیمي څخه عیني شاهدانو ویلي چي دوی په سیمه کي د فوځ له خوا د کرفي (بندیز) لګېدو له کبله ونه شوای کړای چي ټپيان روغتون ته ورسوي، چي له کبله یې د مړو شمېر کیدای سي زیات سي.

باید وویل شي چي ددې تر مخه هم د میر علي بازار د فوځ له خوا بمبار شوی وو، چي له کبله یې زیات شمېر ملکي وګړي مړه او ټپيان شوي وه، او هم په کشي دکانونه او مارکیټونه سوځېدلی وه، او زیات شمېر کورونه تخریب شوی وه.

 

د پاکستان فوځ ادعا کړې وه، چي د تیري شپې په بمبار کي عدنان رشید او د هغه کورنۍ وژلې، خو د طالبانو ویاند شاهد الله شاهد رسنیو سره په تماس کي ویلي چي عدنان رشید ژوندی او په جنوبي وزیرستان کي هستوګن دی.

عدنان رشید پر پرویز مشرف باندي په برید تورن وو، او د ډیره اسماعیل خان د بندي خانې د ماتولو اصل پلان جوړونکی هم نوموړی بلل کیږي، په کوم کي چي طالبان وتوانیدل خپل په سلګونو ملګري بندیان خوشي کړي.

عدنان رشید په لاهور کي پیدا شوی، په 1997 کي هغه د پاکستان په فضايي فوځ کي د یو تخنیک کار په حیث باندي دنده پیل کړه، او بیا په کال 2003 کي په هغه باندي د پرویز مشرف د وژلو د پلان جوړولو تور ولګېد، او په مرګ محکوم سو.

نوموړی د کال 2012 د اپریل میاشتي په 15 د بنو بندي خانې څخه هغه وخت وتښتول شو، کله چي طالبانو دغه بندي خانه ماته کړه، او دعدنان رشید په ګډون یې په سوونو نور ملګري خلاص کړل.

نومړی په خپل هغه لیک هم ډیر مشهور شو، په کوم کي چي د پاکستان د سوات ملاله مخاطبه کړې وه، او په هغه کي ملالي ته د طالبانو په خلاف د فعالیتونو څخه د لاس اخیستلو سپارښتنه کړې وه.

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x