د نر او د ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۲۶)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
۴: سوال: ولي دوې ښځې په شاهدۍ کي له يوه نارينه سره برابرې دي؟
دا پر ښځه باندي ظلم نشته دا د اسلام اصول دي په ځينو ځايونو کي يواځي ښځه هم ګواهي ورکولای شي، لومړی داچي ښځه په قصاص او حدودو کي هيڅ شاهدي نشي ورکولای، دوهم داچي دوې ښځې په مبايعاتو او مداينتاتو کي يعني په سودا او قرض کي له يوه نر سره برابري دي، په لعان کي بيا نر او ښځه په شاهدۍ کي سره برابر دي، په رضاعت او ولادت کي بيا يواځي د ښځې شاهدي کفايت کوي؛ غیر مسلمانان او ملحدین یې یواځي یوې شاهدۍ ته ګوري او نورو ته هیڅ نظر نه کوي.

په اوسني ساینس او روانشناسۍ کي دا روښانه ده چي ښځه ډېر ژر په احساساتو راځي، دماغ یې ډېر ژر بدلون او انقلاب مومي، که فرضاُ ښځه یو کار وویني او هغه فاعل ورته زارۍ ورکړي، ژړا ورته وکړي، سخته ګوت څنډنه ورته وکړي دغه ښځه له خپله دریځه اوړي نو ځکه الله رب العزت د یوې ښځې پر ځای دوې شاهدانې مقررې کړیدي، که چیري یوه ښځه واوړي نو بله خو به پاتي شي، او الله رب العزت خو زموږ مالک، زموږ په احساساتو او جوړښت خبر دی نو ځکه پرېکړه هم زموږ انساني جوړښتونو ، بنسټونو او فطرت مطابق ده. لله الحمد

۵:سوال: ولي طلاق د نر په واک کي دئ؟
داچي د ښځې ټوله نفقه د نر پر ذمه ده، او بل داچي ښځه نسبت و نر ته ډېره د احساساتو ښکار ده، کله ښځه په داسي جذباتو کي را شي چي په نه څه سره ناخوښه شي، نو که چيري طلاق د ښځې په واک کي شي نو کيدای شي په يوه ورځ کي څو طلاقونه و نر ته ورکړي، و بل لور ته نر بيا حوصله لري که چيري ډېره مجبوري او شرعي عذر نه وي ښځه نه طلاقوي، او بل لور ته که چيري د ښځې خپل خاوند خوښ نه وي شرعي عذر ولري، وهل کيږي او ظلم ورسره کيږي ښځه کولای شي ځان ورڅخه خلاص کړي چي په شريعت کي ورته خلع وايي.

داچي په غرب کي طلاق ورکول يوه عادي خبره ده نو له همدې کبله ئې زيانونه و بشري ټولنې ته زښته ډېردي چي په لنډ ډول سره به ورباندي رڼا واچول شي- دا يوه نړيواله موضوع ده چي درملنه ئې صرف په اسلام کي شته او بس او په ټوله نړۍ کي طلاقونه تر ۹۰٪ اضافه د ښځو په واک کي دي په ځانګړي ډول سره په لويديځ او غير اسلامي ټولنو کي، نو ځکه په اسلام کي طلاق د نر په واک کي دئ او اسلام د ښځې د فطري جوړښت سره سمه پرېکړه کړېده.

۶: سوال: ولي نسب د پلار و خواته دئ؟
داچي اصلي تصرف د شتمنۍ ټوله واکمن او مصرف د نر په واک کي دئ له همدې کبله داچي نسب تل ثابت پاتي شي نو ځکه نسب و پلار ته منسوبيږي نه مور ته، بل داچي په اسلام کي يو نر کولای شي چي څلور ښځې په نکاح کړي که چيري نسب و ښځې ته شي نو د يوه نر اولاده به څلور نسبه ولري، چي دا خپله يوه معماده بله مهمه خبره دا ده چي اصلاً د نر کروموسوم چي د ښځې هګۍ القاح کوي نو دا ټول د نر د کروموسوم توان دئ له همدې کبله نسب د نر و لور ته ځي نه د ښځې و لور ته.

نور بیا…

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

ځبیر صاحب ، سلامونه می ومنه ! دا ۲۶ ګڼه شوه چه تاسی همدا غلط عنوان د خپلی لیکنی د پاره ټاکلی، په لوی لاس مسلمانان د حماقت سره مخ کوی ( د ښځی حقوق به اسلام او کفر کی ) که ولیکی سمه ده ، ساینس د حقوقو سره څه کار دی ، بیا ساینس د مسلمانو او غیر مسلمانانو یعنی تولو انسانانو تر منځ ګډه خبره ده ، په ساینس کی اسلامی ساینسی علماوو هم برخه لرله ، دا چه اوس یی نه لری دا ځکه چه هماغه د اروبا او امریکا لیوانو او شرمخانو زمونږ سیاسی قدرت… نور لوستل »