دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۴۸برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
لیف تولستوی ( Lev Tolstoy ) د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:
د نبي کریم صلی الله علیه وسلم لپاره دا کفایت کوي چې د یوه ذلیله، وینه تویونکی، بد، ناوړه قوم او خلکوڅخه یې یوه ښکلې ټولنه جوړه کړه، دوی ته یې ترقي او پرمختګ ورکړ، دا صحرایي وحشي قوم د محمد صلی الله پر شریعت باندې سم شو، دوی پر داسې قانون باندې منسجم شول چې له عقل او حکمت څخه ډک ؤ.

زه دې پایلو ته رسیدلی یم چې ټول بشریت اسماني حق دین ته اړتیا لري، ترڅو باطل له منځه ولاړ شي. زه پر دې کتاب باندې داسې عقیده لرم؛ لکه یو مسلمان چې یې لري.

د فلکیاتو مشهور عالم جیمز جینس، دقرآن کریم د لاندې آیت په اړه داسې وايي:
یو مسلمان عالم د سورت فاطر (۲۸) آیت، (إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ غَفُورٌ) تلاوت کړ او ښاغلي جیمز جینس واوریده، نو ویې ویل: که چیرې دا آیت په قرآن کریم کې شتون ولري؛ نو زه شاهدي ورکوم چې دا کتاب د الله له لورې وحې او نازل شوی دی.

ډاکتر شبرک اسټرین د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:
ټول بشریت باید د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په شتون باندې وویاړي، چې په لږه موده کې یې تشریعي قوانین بشپړ کړل، په حقیقت کې موږ اروپایان په دې باندي ډېر خوښ یو، چې داسې کس هم د انسانانو له جملې څخه دی.

ارنست رینان د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:
په قرآن کریم کې هیڅ تبدیل او تحریف امکان نلري، کله چې یو څوک قرآن کریم واوري، ورته حیران به شي او مینه به یې ورسره پیداشي، خپله قرآن کریم روح ته فطري روزنه ورکوي، انسان له ښکته حالت څخه اعلی مقام ته رسوي، زه دا درته ویلای شم چې هغه کتاب چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم راوړی دی؛ تر هغه بل ستر او مقدس کتاب نشته او زه دا هم ویلای شم چې هغه د علومو سرچینه ده.

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x