مدينه ؛ زموږ د پیغمبر صلی الله عليه وسلم ښکلی او سپېڅلی ښار

عبدالمالک همت

مدينه منوره ــ لوى څښتن دې شرف او فضيلت تر دې لا زيات كړي ــ هغه ځاى دى چي زموږ د ستر پېغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم حرم، مېنه يا ښار باله سي. د دې ښار او سېدونكو رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه مهاجرو ملګرو ته په پراخه ټنډه پناه او مرسته وركړه او په ټولو غزاوو كي يې په يووالي سره برخه ورسره واخيسته.

په دې ښار كي زموږ د سپېڅلي كتاب قرآن كريم يوشمېر سوري نازلي سوي دي. په دې ښار كي قرآن جمع سوى، ليكل سوى، حفظ سوى او له دې ځايه بېلو بېلو سيموته لېږل سوى دى.

په دې ښار كي د اسلامي واكمنۍ بنسټ ايښوول سوى، دلته د اسلامي دعوت نړۍوال توب څرګند سوى، له دې ځايه مكه مكرمه د
شرك او بت پالني څخه ژغورل سوې او پاكه سوې او د اسلام رڼا ورته راګرځېدلې ده، له دې ځايه اسلام هري خوا ته خپور سوى او شان او شوكت يې لوړ سوى دى.

په دې متبركه سيمه كي د جهاد حكم نازل سو. د روژې، زكات، حج، نكاح، طلاق، د مريانو، اسيرانو او د دين د دښمنانو په هكله الٰهي لارښووني وسوې او د حدودو او تعزيراتو په هكله احكام نازل سول چي په دې ډول له دې ځايه د اسلام دين خپل اوج او عروج ته ورسېدى.

له دې مباركي اورشو څخه نبي كريم صلی الله عليه وسلم د وخت پاچهانو ته، اسلام ته د بلني ليكونه لېږلي دي، دغه ځاى د اسلام لومړۍ پلازمېنه ( دارالخلافه ) وه او له دې ځايه مسلمانان د جهاد په ولولو او د شهادت په شوق د كفري نړۍ توري تياري د اسلام د مقدس دين په ښكلا او ځلا رڼا كړي دي.

په دې ښار كي زموږ ستر لا رښود رسول الله صلی الله عليه وسلم وروسته تر دې چي د خداى لخوا د رسالت ورسپارل سوې دنده يې په ښه شان سر ته ورسول او خپلو امتيانو ته يې د خداى سپېڅلى کتاب او خپل سنت پرېښود، وفات او دفن سوى دى.

د دې ښار په زړه کي زموږ د پيغمبر قبر، نبوى مسجد او حرم پراته دي او دلته د اسلام د لومړيو درو خلفاوو، ډېرو صحابه وو رضي الله عنهم، امام مالک رحمة الله عليه او نورو تابعينو او تبع تابعينو پاک جسدونه خوندي دي.

دا ښار د مسلمانانو د سترګو رڼا او د اسلام د دښمنانو د سترګو اغزى دى. دا ښار د رسول الله صلی الله عليه وسلم له برکته د ځانګړي شهرت، امتياز او برکت ټاټوبى دى. دې ښار ته دجال او طاعون نه سي داخلېدلاى. دا ښار په ځان کي بد نه پرېږدي، خو د ښو ټاټوبى دى. په دې ښار کي چي څوک مړ سي رسول الله صلی الله عليه وسلم يې شفيع او شاهد دى. د دې ښار په غله او رزق کي لوى څښتن د نبي کريم د دعاوو له امله برکت ايښيدى. د دې ځاى اوسېدونکي د ډېرو اخلاقي فضايلو درلودونکي او مېلمه پال وګړي دي او تر ټولو غوره خبره لا داده چي دا ښار د اسلامي علومو، فنونو او فرهنګ زانګو او پالنځى دى. د مدينې منورې تاريخ هماغه د اسلام تاريخ باله سي. د دې دواړو اړيکي داسي يو له بله غښتي او ټينګي سوي دي چي کله کله نه سره بېليږي. له دې امله د دواړو تاريخونه يو شى او يو تاريخ بولي.

په مدينه کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مقدس قبر له زيارت، د سپېڅلي نبوي مسجد له لمونځونو او طاعتونو او د نورو متبرکو اماکونو له ليدنو کتنو څخه موخه او مقصد سيل او سياحت نه دى، بلکي له دې څخه لوى هدف دادى چي موږ په ژوندانه کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم اسوۀ حسنه د خپلي لاري ډېوه کړو. هغه چي څه کړي، څه يې فرمايلي او څه چي يې خوښ کړي او يا يې نه دي خوښ کړي د هغو سره سم خپل ژوند ته لوري ورکړو. يعنى په بشپړه توګه د هغه متابعت او پيروي وکړو. دغه راز د صحابۀ کرامو له زيارتونو څخه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د متابعت سرښندني، ورور ګلوۍ، برابرۍ، صبر، تحمل او تقوا ولولې په ځانو کي وروزو او خپلو اذهانو ته د هغو سره سم بدلون او سمون ورکړو.

نو الهي دا دومره ستر او سپېڅلى ښار د مکې مکرمې، بيت المقدس او نورو اسلامي متبرکو اماکنو او زموږ د ګران هيواد په شمول په بشپړه توګه د اغيارو له ولکې راوژغورې. آمين يا رب العالمين.

د مدينې منورې جغرافيايي موقعيت:
مدينه منوره دغه د اسلام سپېڅلې زانګو تر اسلام دمخه”يثرب“ نومېده. دغه نوم يې په قرآن کريم کي هم راغلی دی، خو بيا يې رسول الله صلی الله عليه وسلم نوم په ”مدينه“ واړاوه. دِه سپېڅلی ښار په خاص حجاز کي، د سعودي عربستان په لودېځ کي، د مکې مکرمکې په شمال په درې سوه ميلۍ کي او د جدې په شمال ختيځ کي واقع دی. د هغې په لوېديځ کي سل ميله (١٦٠) کيلو متره ليري سور سمندرګى پروت دى چي د دې سيمي د بېړيو تمځى ( بندرګاه) ينبوع باله سي. ويل کيږي چي دغه ښار په تهامه کي تقريباً د مکې او شام په منځ کي پروت دى. د سمندر له سطحي څخه ( ٦١٩ ) متره لوړ واقع دى. جغرافيايي طول يې د ګرينويچ له نصف النهار څخه د ختيځ پر لور ٣٩ درجې ٥٥ دقيقې او جغرافيايي عرض يې د استوا د کرښي له شمال څخه ٢٤ درجې ١٥ دقيقې دى. له مکې څخه د ٤٢٠ کيلو مترو په واټن ليري دى.

د دې ځاى يادونه د يوناني مصري ځمکپوه بطليموس په جغرافيه کي ( چي د دوهمي زېږديزي پېړۍ په دوهمه ربع کي زېږېدلى او په ١٦١ ع. کال مړ سوى دى) د Lathrippee په الفاظو سوې او په ځينو کتيبو کي هم اشاره ورته سوې ده. مدينه منوره په يوه حاصل ورکونکې ناوه کي واقع ده چي شاوخوا يې جګ غرونه پر راچاپېره سوي دي. په دې ناوه کي د څهانو او چينو ډېرښت هغه د خرماوو او نورو بڼونو او کښتونو په يوه ښکلې اورشو اړولې ده. هوا يې په دوبي ډېره توده او په ژمي ډېره سړه وي. د تودوښي درجه يې عموماً ٤٥ سانټي ګرېډ وي او په سړو کي يې د شپې لخوا درجه تر ٦ سانټي ګرېډو راټيټيږي. څنګه چي د عربو د ټاپو وزمي هوا د لندبل د لږوالي له امله وچه وي له دې امله يې تودوښه زياته احساسيږي. د علامه فريد وجدي د څېړني سره سم په ١٦٠٠ قبل المسيح کي عمالقه وو مدينه منوره ودانه کړې ده. خو علامه سيد سليمان ندوي وايي چي دغه ښار د ١٦٠٠ قبل الميلاد او ٢٢٠٠ ق.م. په منځ زمانه کي رامنځته سوى دى.

په ٦٢٢ ع. کي تر نبوي هجرت وروسته په مدينه کي لومړى د مهاجرو شمېر پنځه سوه تنه او د انصارو دا له شپږو سوو څخه تر اوو سوو تنو پوري وو. چي نارينه، ښځي کوچنيان، زاړه او واړه او مريان ټول پکښي شامل وه. دغه راز دغه مهال د يهودو د بني قينقاع او بني قريظه قبيلو مجموعي شمېر پنځو زرو تنو ته رسېدى. بني قينقاعو اووه سوه او قريظه وو شپږ سوه جګړن درلوده.

علامه فريد وجدي په خپل وخت کي د مدينې منورې نفوس شپېته زړه تنه ليکي او وايي چي په دې وو کي زياتره د نورو هيوادونو څخه راغلي هندي، ترکي، شامي، او مصري او نور وګړي دي. د ( نقد و بررسي از دو کتاب تمدن اسلام وعرب ) په (٦٥ ) مخ کي هم د مدينې نفوس شپېته زره تنه ښيي، خو وايي چي ټول مسلمانان او د ( حنفي مذهب ) پېروان دي او د( شيعه مذهب ) د ساداتو څو کورنۍ هم هلته ژوند کوي چي دغه خبري دقيقي نه ښکاري.

د ١٣٩٨ س. ( سپوږميز ) ١٩٧٨ ع. کال د سر شمېرني له مخي د دغه ځاى نفوس دوه لکه تنه وو. خو د اطلس القرآن په ( ٣٢٦ ) مخ کي يې د مدينې منورې نفوس تر درې لکه زيات ښودلى دى. چي په هغو کي ډېر هندي ( د پاک او هند)، بخاري ( ترکستاني ) او شامي مهاجرين هم شامل دي. اوس د دې ځای د اوسېدونکو شمېره 1,300,000 تنو ته رسيږي.

د دې ښار شاوخوا څو ناوې پرتې دي چي عقيق ناوه ( وادي العقيق ) او رانونا ناوه يې د يادوني وړ دي. په دې ښکلې اورشو کي ډېر بڼونه او مامتې سته چي د مدينې د اوسېدونکو د سيل او مېلو ځايونه باله سي.

د مدينې ځمکه د خاوري له پلوه پر دوو ډولو وېشل کيږي: لومړى هغه ځمکي چي زياتره له سپينو، بې مالګو رېګو څخه تشکيل سوي دي. دغه ځمکي خرما او انګور ډېر کوي او زياتره د مدينې په ختيځ کي پرتې دي. دوهم هغه ځمکي دي چي خاوره يې توره ده. په دغو ځمکو کي غنم، اوربشي، نارنج، انار، هلو، انګور، کېلې، هندوانې او لېمبو ډېر کيږي. پر دې سربېره له دغو ځمکو څخه ګل ګلاب، ياسمين، نعنا، توربانجڼ، کډو، لوبيا او نور ډول ډول سابه هم په لاس راځي.

د دې ښار په سهيل کي هم خرماوي، انګور او انار ډېر موندل کيږي، انځر هم لري. که څوک له ښار څخه د قبا پر لوري پلى ووزي نو د انګورو ډېر شنه بڼونه به وويني دغه راز د دغه ښار په سهيل کي د قبا، عوالي او عقيق په تورو خاورو کي د غنمو او اربشو کښتونه، د انارو وني او ډول ډول مېوې، سبزي او ترکارۍ پيدا کيږي.

په مدينه منوره کي تر څليرويشتو زياتي د اوبو چينې سته چي ډېره مهمه يې عين الزرقاء نوميږي چي د امير معاويه رضي الله عنه په حکم ايستل سوې ده. د يادولو وړ ده چي د مدينې اوبه سپکي، سړې او خوږې دي.

( تاريخ المدينة المنوره ٢٣ مخ، تيسير القاري ٣/١٢٩مخ، تارخ القويم ٦/٣٤٢مخ، حرمين شريفين ١١٥مخ، د ډاكټر حسين قره چانلو حرمين شريفين ١٥٧مخ، بريټانيكا انسايكلوپيډيا او نور).

د مدينې منورې آب و هوا:
تر اسلام د مخه د عربو په ټاپو وزمه كي مدينه منوره د هوا د خرابۍ له امله ډېره مشهوره وه. كله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د وباوو او ناروغيو دغه ښار ته ورغۍ نو د هغه هوا پر اصحابو كرامو ونه لګېده او زياتره په ډول ډول ناروغيو اخته سول. لكه چي بي بي عايشه رضي الله عنها وايي : ” كله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم صلی الله عليه وسلم مدينې منورې ته ولاړى حضرت ابوبكر او بلال په تبه اخته سول. حضرت ابوبكر په دغه تبجن حالت كي ويل :
كُلُّ امْرىءٍ مُصَبَّح في اهله
والموتُ ادنى من شراك نعله

ژباړه : هر سړي ته په خپل كاله كي ويل كيږي چي سهار مو په خير. په داسي حال كي چي مرګ د چوټي تر بند نژدې دى او څرګنده نه ده چي ماښام به څه پېښېږي او مرګ به يې تر ستوني ونيسي كه به څه فرصت وركړي؟
او كله چي به د بلال تبه وشكېده په لوړ آواز به يې ويل :

الا ليت شِعري هل ابيتَنَّ ليلة
وهل اَرِدَنْ يوماً مِياهَ مَجَنَّةٍ

بِوادٍ و حَوْلي اِذْخِرّوجليل
وهل يَبْدُوَنْ لي شامَةٌ وطَفِيلُ

ژباړه : كشكي زه په دې پوه سم چي : آيا داسي به وي چي د مكې په ناوه كي په داسي حال كي چي شاوخوا مي د مكې په ځمکه كي د اذخر او جليل خدايي را شنه سوي بوټي ليدل كيږي شپه تېره كړم ؟ ( مطلب يې مكې ته د بېرته رسېدو هيله وه ). او آيا داسي به وسي چي يوه ورځ مكې ته نژدې د مجنې د نامتو بازار اوبو ته ورسېږم؟ او آيا داسي به وسي چي د مكې شامه او طفيل چينې ووينم ؟ ( د يادوني وړ ده چي ابن هشام او ځينو نورو شامه او طفيل دوه غرونه ګڼلي دي، خو څېړنو څرګنده كړې ده چي دا دوې چينې دي. وګورئ روض الانف،٣/ ١٦مخ ).

نو رسول الله صلی الله عليه وسلم كفارو ته ښراوي وكړې او ويې فرمايل :« شيبه بن ربيعه، عُتبه بن ربيعه او اميه بن خلف دى د خداى په لعنت اخته سي چي موږ يې له خپله وطنه د وباوو د وطن را تلو ته اړ ايستلو». او بيا يې وويل:« اى لويه څښتنه ! زموږ مينه د مدينې سره د مكې غوندي او يا تر هغې لا زياته كړې. اى لويه څښتنه ! زموږ په تول ترازو او وزنونو كي بركت واچوې او د مدينې هوا موږ ته ښه وګرځوې او تبي يې جحفې ته ولېږدوې ». حضرت بي بي عايشه فرمايي: ” څنګه چي دا د لوى څښتن په ځمکه كي تر ټولو زيات د وباوو او ناروغيو ښار وو.

د دغه ښار د بطحان په نامه په يوه سيند كي هر وخت بدبويي اوبه بهېدلې“.

د روض الانف په٣/ ١٥مخ كي ليكي :” په دې خبر كي او په مكه پسي د ابوبكر او بلال او عامر بن فهيره په تاتمول او لېوالتيا كي په انسانانو كي د حب الوطن او هيواد پالني جبلي او طبعي غريزه څرګنده سوې ده. وايي چي كله اصيل غفاري له مكې څخه مدينې منورې ته ورسېد. بي بي عايشې رضي الله عنها له هغه څخه له مكې څخه د راتلو په هكله پوښتنه وكړه . كله چي هغه په دې باب خبري وكړي او د هغې د ځينو ونو او بوټو صفتونه يې وكړه نو د رسول الله صلی الله عليه وسلم په سترګو كي اوښكي وغړېدې او ويې ويل : اى اصيله زړونه مو مه راولاړوه“. او دا چي رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي دي چي ”د مدينې تبي جحفې ته ولېږدوې“. په دې هكله ځيني وايي چي جحفه هغه مهال د يهودو استوګنځى وو . خو د روض الانف په ٣/ ١٦مخ كي وايي چي : رسول الله صلی الله عليه وسلم نه غوښتل چي تبه د مسلمانانو له ګردي اورشوڅخه وركه سي. دا ځكه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم په يوه حديث كي تبي ته ښكنځل منع كړي دي او يادونه يې كړې چي تبه پاكه او له اوره څخه د مسلمان ژغورونكې ناروغي ده. نو يې پر اصحابو باندي د لورېيني له كبله هغو ته له هغې څخه د شفا دعا وكړه خو دايې ونه غوښتل چي تبه ګردسره وركه سي او مسلمانان په هغې د اخته كېدو له ثوابه بېخي بې برخي سي.

لنډه داچي د هجرت په لومړيو كي د مدينې هوا پر مهاجرينو داسي بده ولګېده چي تقريباً ټول ناروغه سول. يوازي يو څو تنه روغ وه چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې په لمانځه كي شركت كاوه، خو لوى څښتن تر دغه واړه ازميښت وروسته مدينه منوره د رسول الله صلی الله عليه وسلم په بركت د ډېرې ښې آب و هوا لرونكى ځاى جوړ كى.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم د دعاوو له بركته د نړۍ ټول نعمتونه او بركتونه په دې ښكلي ښار كي مونده سول، او مهلكو ناروغيو او مرضونو كډه ځني وكړه.

وروسته د هري زمانې مورخينو او ځمكپوهانو د مدينې طيبې د ښې آب او هوا تعريفونه كړي دي. لكه چي ياقوت حموي په معجم البلدان كي، ابن فقيه همداني په كتاب البلدان كي، علامه محمد لبيب البتنوني په رحلة الحجازيه كي، علامه محمد رابغ ندوي په جزيرة العرب كتاب كي، ډاكټر حسين قره چانلو په حرمين شريفين نومي كتاب كي او ډېرو نورو د مدينې منورې د ډېري ښې او پاكي آب و هوا، تعطر او ښو خرماوو او مېوو او خوړو تعريفونه كړي دي.

موږ به له دغسي تعريفونو څخه د بېلګې په توګه د تهران د پوهنتون د استاد ډاكټر حسين قره چانلو له كتاب څخه لاندي كرښي راواخلو:

مدينه يو پاكيزه ښار دى. چي ځيني د دې پاكۍ او صفايۍ له امله هغه ته د دنيا جنت وايي. د هغه ځاى خاوري او باد يو ډول ښه بوى وركوي. د دغي لطيفي خاوري او هوا او ښكلي او معطر بوى شهرت چي د هغه ځاى فضايې له ځمکي تر آسمانه ډكه كړې ده د حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم د حرم د وجود له امله دى. وايي كله چي يو خوشبويه شى له يوه ځايه بل ځاى ته وړي د هوا د جريان او خاوري د جنسيت له امله او د ځايونو د اختلاف په سبب بد بويه او خرابيږي. خو د دې په خلاف يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ښار كي عطر او بوي تر پايه پاته كيږي. وايي چي په مدينه منوره كي د عطرونو او خوشبويو شيانو ښه بوى د نورو ځايونو په پرتله څو برابره كيږي. دغه راز وايي چي هارون الرشيد سره له دې چي د انطاكيې له خلكو څخه يې ښه نه راتله، نو ويې پتېيل چي هلته واوسي. د دغه ځاى يوه سپين ږيري لارښوونه ورته وكړه او ورته ويې ويل : اى اميرالمومنينه ! دا ستا او ستا غوندي كسانو ځاى نه دى، ځكه دلته ښه بوي فاسديږي. او وسله كه يې څه هم له هنده راوړې وي زنګ وهي. بيا يې د يمن د هوا د طبيعت او باران په هكله، چي كله كله تر دوو مياشتو پوري پرله پسې اوري او يوه ورځ لا هم نه دريږي خبري وكړې، بيا يې د مدينې په هكله وويل : ډېره ښه او ښكلې ځمکه ده. كه يوڅه مالګه او څه كم بويه او ارزانه مايع هلته كښېږدې وبه يې وينې چي داسي خوشبويه سوي به وي چي د ناوي خونه به سيالي ورسره ونه كړاى سي. ان چي هغه خرما چي په عراق كي بد بويه سوې وي كه په مدينه كي كښېښوول سي خوشبويه كيږي. ( حرمين شريفين، ١٣٣مخ ).
ابي عبد الله عطار څه ښه خوږ شعر ويلى دى:
بِطيب رسول الله طاب نسيمُها
فما لِلمسك والكافور والصندل الرَّطبُ

ژباړه : د لوى څښتن د استازي د خوشبويۍ له امله د مدينې منورې هوا خوشبويه سوې ده. بيا نو دې ته د مشكو، كافورو او لندو چندڼو (صندلو) خوشبويي هيڅ هم نه ده، بيت:

دران زمين كه نسيمى وزد ز طرۀ دوست
چه جاى دم زدن نافه هاى تاتاريست

پای



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.