شعـــــرونه

غزل/ عبدالهادي عمري

حاجی عبدالهادی عمری

نه زه وایم نه ته وایه نه دی وايي چي يي دي
جګړه دلته اوس خپل او که پردی وايي چی يی دي

دا چا چي اوبه خړې کړی دا څوک چي ماهیان نیسي
دا ورانه معامله دغه سړی وايي چي يې دی

له بل او له پردي یا له کافره څه ګیله ده
دا جنګ خو دلته زموږ هر ګاونډی وايي چي يی دی

تور سری سوی سرتوري له کورونو وځي ژاړي
غیرت پسي اخیستی دا زلمی وايي چي يي دی

دا زه چي (عمري) دده له درده نا خبر یم
زما په پښه کی هم مات وی اغزی وايی چی يی دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x