افغانستان

د ولسي جرګې پلاوي ته د امریکا ویزې نه دي ورکړل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۵، ۱۳۹۵ل): په کابل کې د امریکا سفارت د ولسي جرګې مشر او یو شمېر نورو وکیلانو ته د ویزو له ورکړې ډډه کړې.

د عبدالروف ابراهیمي په مشرۍ د ولسي جرګې یو پلاوي غوښتل چې په فبروري میاشت کې امریکا ته لاړ شي او د ملګرو ملتونو د «بین الپارلماني اتحادیې» په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي.

یاد پلاوي په کابل کې د امریکا سفارت ته د ویزو د ترلاسه کولو لپاره مراجعه کړې وه خو امریکايي سفارت یې خواست مسترد کړی او ویزې یې نه دي ورکړي.

ټاکل شوې وه چې د افغان چارواکو دغه لوړپوړی هیئت په یاده غونډه کې د سمندرونو د مصئونیت، موسمي تغیراتو، طبعیت او د قانون د حاکمیت په اړه بحثونه وکړي.

که څه هم له دې پیښې څخه نږدې درې اونۍ تیریږي، خو تر اوسه یې ولسي جرګې په اړه څرګندونې نه دي کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي امریکا ته له سفره منع کیږي، نوموړی په ۲۰۱۵ کال هم امریکا ته د تګ اقدام کړی و، خو په نیمايي لار کې ورته د امریکا له سفارته په تلفون ویل شوی و چې که امریکا ته داخل شي له ستونزو سره به مخامخ شي. ښاغلي ابراهیمي د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر څخه بیرته کابل ته راګرځیدلی و.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې د ۲۰۱۴ په نومبر کې په غوڅ اکثریت له امریکا سره امنیتي تړون هم تایید کړی و.

د یادونې وړ ده چې د امریکا حکومت تر دې وړاندې د افغانستان مرستیال ولسمشر جنرال دوستم ته هم د ویزې له ورکولو ډډه کړې وه. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په اساس د تېر کال په اپریل میاشت کې جنرال دوستم غوښتل چې واشنګټن ته لاړ شي او هلته له امریکايي چارواکو سره د طالبانو په خلاف عملیاتو باندې خبرې وکړي، خو امریکايي چارواکو خپل هیواد ته د ورننوتو اجازه ورنکړه. د ورځپاڼې په وینا افغان حکومت د دې شرم د پټولو په خاطر اعلان وکړ چې د هیواد په شمال کې امنیتي حالات د ډاډ وړ نه دي نو ځکه جنرال دوستم د امریکا سفر لغوه کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا کوچنی ستونزه نه ده چه په کوچنی نظر ورته وکتل شی زه یی په اړه لاندی ارزونه د مسلمانو افغانانو سره شریکوم لمړی : دا چه دوستم ته یی ویزه نه ده ورکړی دوستم امریکایانو ته له مخکی معلوم وو چه یو بی سواده قاتل او د کمونستی ملیشو کمونست مشر وو حتی په کمونستی هم نه پوهیدولو یو عیاش خبیث انسان وو روسانو له همدی وحشیانو استفاده کوله چه عین استفاده تری دی اشغالګرو هم وکړه او دهغه استفادی په بیه کی یی د لمړی معاون مقام ته ورسولو . دا چه اوس ویزه نه ورکوی امریکا نه… نور لوستل »

سمسور

اي شرميدلو ,اي غلامانو ,اي دملت قاتلانو تاسونه کفار هم کرکه لري. تاسو په اولس کي هم حيثيت نلرۍ.

طاهرخان اسلام اباد

څو ورځي وړاندي د پاکستان د سنا (دمشرانو جرګه) مرستيال مولانا عبدالغفور حيدري ته د امريکا سفارت ويزه نه ورکړي چي د يوه بل سناتور سره امريکا کي د يوي غونډي لپاره روان وو. د سنا ريس رضا رباني د احتجاج په توګه دا سفر لغوا کړ او اعلان يي وکړ چي د پاکستان سنا مجلس به د امريکا د پارلمان د غړو هرکلي ونکړي تر څو چي امريکا دا ډول پريکړو د نه کولو رسمي اعلان وکړي. ځه فقط دومره وايم دا د کابل اداري لپاره ښه چانس دي چي د امريکا دا اقدام وغندي او د افغانستان د… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

دباکستان او افغانستان د انګریزانو یو شان غلامان دی ، دومره توپیر چه پاکستانی حکومت پرونی او افغانی حکومت نننی غلامان دی، د پاکستان د غلامی ساتنی د پاره د انګریزانو د فزیکی شتون اړه نه لیدل کیږی هغوی اوس پاځه غلامان دی یعنی مسلمانان په مسلمانانو وژنی او د کابل اداره د مسلمانانو د وژلو د پاره اوس هم د بادارانو فزیکی نظامی حضور ته اړه لری . دا چه ولی یی په سناتورانو . وکیلانو ، والیانو ، ریسانو او جنرالانو وخت ناوخت د ویزو بندیز لګوی غلامانو او نړیوالو ته د غلامانو د غلامۍ اثبات کوی چه… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x