father and child son role playing isolated

له نوي زېږېدلي ماشوم سره څنګه لوبې وکړو ؟

ژباړه : عطا محمد میاخېل

نوي زېږېدلي ماشومان ډېر ژر ستړي کېږي او اړتیا لري، لږ تر لږه هغه مهال، چې ویښ دي، یو د کورنۍ له غړو څخه تل ورسره وي .

له یوه نوي زېږېدلي ماشوم سره څنګه لوبې وکړو ؟

دا دی، چې دا موضوع را منځته کېږي، چې له نوي زېږېدلي ماشوم سره څنګه لوبې وکړو ؟ اړینه نه ده چې ټول هغه وخت چې ماشوم ویښ دی له هغه سره لوبې وکړئ، کله وخت کولای شئ، چې هغه ته دا اجازه ورکړئ، چې په سکوت او آرامتیا کې د پېښو او چاپېریال په اړه تحلیل وکړي او احساس یې کړي .

له نوي زېږېدلي ماشوم سره د پرانیستلو له پاره تر ټولو غوره لاره داده، چې هغه په غېږ کې ونیسئ او هڅه وکړئ، چې له هغه سره په یوه نه یوه بڼه اړیکه ټینګه کړئ . کولای شئ ساده غږونه وباسئ او هغه ته موسکي شئ او وینئ چې د هغو په وړاندې غبرګون ښکاره کوي . د دې لیکنې په دوام کې داسې ټکي بیانېږي، چې کولای شي، له تاسو سره مرسته وکړي، ترڅو له خپل ګران ماشوم سره ښه وختونه ولرئ .

ولې اړتیا ده، پوه شو چې له یوه نوي زېږېدلي ماشوم سره څنګه لوبې وکړو ؟

۱ ـــ خپل نوی زېږېدلی ماشوم وپېژنئ :

له خپل ماشوم سره لوبې کول، د هغه د غوره پېژندلو او دغه راز له هغه سره د ښه او ارزښتمن وخت د تېرولو له پاره، تر ټولو غوره لاره ده، ښایي آسانه نه وي، خو په بشپړه توګه خوندوره به وي . تاسو د دې کار د پیل له پاره، د خپل وخت څو ساعتونو او خپل ګران نوي زېږېدلي ماشوم ته اړتیا لرئ .

۲ ـــ ستاسو او ستاسو د ماشوم ترمنځ د اړیکې ټینګښت :

لوبې کول د دې سبب ګرځي، چې ستاسو او ستاسو د ماشوم ترمنځ اړیکه پیاوړې او ټینګه شي . تاسو دواړه به یو بل سره ښه وپېژنئ او په ښه توګه وکولای شئ، چې په یو بل باندې باور وکړئ . سر بېره پر دې نوی زېږېدلی ماشوم د مینې کولو احساس درک کوي او دا د دې سبب ګرځي، چې د خوندیتوب احساس ولري، چې د خوندیتوب دا احساس د هغه د روزنې له پاره ډېر ښه او غوره دی .

۳ ـــ د نوي زېږېدلي ماشوم له پاره یو ښه ورزش او تمرین :

دا لوبې مرسته کوي، تر څو ستاسو د ماشوم مغز په چټک ډول وده وکړي، هغوی کولای شي، له هغو تجربو څخه ګټه واخلي، کومې چې د لوبو پرمهال یې ترلاسه کړې دي، نوي شیان زده کړي او د خپل چاپېریال په اړه خپلو نظریو ته نوې بڼه ور وبښي .

۴ ـــ د خپل ماشوم لفظي مهارتونه وروزئ :  

ستاسو د ماشوم د لفظي مهارتونو ستره برخه، له هغوی سره ستاسو د اړیکې د ټینګښت له څرنګوالي سره تړاو لري، له هغوی سره چې هرڅومره ډېرې خبرې وکړئ، په هماغه کچه هغوی په چټکه توګه پوهېدل پیلوي او له ځانه غږونه تولیدوي . په دې اساس که چېرې له خپل ماشوم سره د لوبې کولو له پاره فرصت نه لرئ، لږ تر لږه د هغه کار په اړه ورسره وغږئ، چې د ترسره کولو په حال کې یې یاستئ .

۵ ـــ د خپل نوي زېږېدلي ماشوم شخصیت وپېژنئ :  

له خپل ماشوم سره لوبې کول، له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو د هغه د شخصیت ابعاد په ښه توګه وپېژنئ . د بېلګې په توګه : که چېرې ستاسو ماشوم له خوځنده لوبو سره مینه ولري، نو په ډېر احتمال سره د خوځنده او جوش و خروش لرونکی شخصیت لري او که چېرې له آرامو لوبو سره مینه ولري، نو د آرام شخصیت لرونکی دی .

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.