ټکنالوژي

د کال ۲۰۱۳ تر ټولو کمزوري پاسورډونه

نن ټکی آسیا: د سپلاش ډاټا په نامه ویب پاڼي په یوه جالبه راپور کي راغلي چي د کال 2013 په جریان کي چي تر ټولو زیات کمزوری پاسورډ د انټرنیټ د کارونکو له لوري وکارول شو، هغه (123456) وو، او په دې سره دغه نوي پاسورډ د لومړي ځل لپاره پخواني پاسورډ (Password) ته ماتي ورکړه ، او ځیني مخته شو.

په هغه لسټ کي چي د سپلاش ډاټا له لوري خپور شوی، ویل شوي ، چي (iloveyou) (qwerty) یو دوه درې څلور، او یو یو یو یو.. هم په دغه لیسټ کی راځي.

 

د سپلاش ډاټا دغه راپور د هغو پاسورډونو پر اساس جوړ شوی، چي د تیر کال په جریان کي د هیکرانو له خوا غلا شوي، او بیا په انټرنیټ کي اعلان شوي دي.

د یادي ویب پاڼي چلونکي ویلي: که څه هم اوس مهال د نړۍ اکثره ویب پاڼي خپلو ګډونوالو ته اجازه نه ورکوي، چي اسانه پاسورډونه ولري، خو بیا هم دغه سي اسانه پاسورډونو استخدام ورځ په ورځ زیاتیږي.

لاندي دهغو پنځویشتو 25 پاسورډونو په ترتیب لیسټ دی، چي په تیر کال کي تر ټولو اسانه او زیات کاریدونکي بلل شوي دي:

123456
password
12345678
qwerty
abc123
123456789
111111
1234567
iloveyou
adobe123
123123
Admin
1234567890
Letmein
Photoshop
1234
Monkey
Shadov
Sunshine
12345
Password 1
Princess
Azerty
Trustno1
000000

که تاسو هم یو ددغو څخه کاروی، همدا اوس یې په بدلولو غور وکړئ، کنه لیري نه ده چي تاسو هم د هغو کسانو په شمار کي راسئ، چي اسانه پاسورډونه کاروي، او خدای مه کړه شخصي معلومات او اکاونټونه مو د بل په لاس ور نه شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x