ادبي لیکني

حساب «د سترګو لېدلې صحنه»

اسدالله غيرت
د لېسې مدير د شنو لښتو سره يو ځای ټولګي ته ننوت ، د ټولګي دروازه يې په زوره ټيل وهله ، زده کوونکو ته يې بعير له ستړې مشې خپلې خبرې پيل کړې ، لوړ اوز يې د ښوونځي په دهليز کې اوريدل کيده ، زده کوونکو ته يې تقريبآ لس مېلټه د ستغو سپورو په ويلو او د درس د نه زده کولو په خبرو تېر کړ ، د خپلو خبرو په پای کې يې پر يوه زده کوونکې غږ کړ.

د فلانکۍ زويه مضمون مو څه شی دی ؟

زده کوونکې ځواب ورکړ ، حساب

مدير بيا پرې غږ کړ ، ته راشه په تحته د حساب کليمه وليکه .

زده کوونکی تحتې ته راغی ، په ريږديدلو لاسونو يې د حساب کليمه په دې ډول وليکله 🙁 حساب )

مدير په کړکي کې ايښودل شويو لښتو ته لاس کړ ، د زده کوونکې په وهلو يې پيل وکړ ، تر دې چې د زده کوونکې بغارو ټول ښوونځی خبر کړ .

زه په منډه ټولګي ته ورغلم،

مدير ته مې وويل : څه خبره ده ، مدير په قهرجن غږ وويل ، دا د فلانکۍ زوی حساب نه شي ليکلی ، مدير تباشير راوخيست ، پر تحته يې وليکل ، ( حسوب)

وروسته يې ماته مخ راواړ‍وه ، راته يې وويل ( استاده ! په دې زده کوونکو زه نه يم ملامت ، درس نه زده کوي او چې بيا يې وواهم ، مور او پلار يې ګيلې هم راته کوي ، ته او خدای حساب داسې ليکل کيږي (حساب) او که داسې (حسوب)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x