مسلمانان ولې مغلوب دي؟

اظهار الحق عزیز

يوه مسلمان عالم ته يو کافر ورنږدې شو او په غوږ کې يې په ورو ورته وويل: ايا ستاسو په قرآن کې چې څه دي هغه ټول صحيح دي؟ عالم ورته وويل هو، بالکل صحيح دي. کافر ترې پوښتنه وکړه: نو ولې الله عز و جل کافران په تاسو باندې غالب کړيدي او تسلط يې درباندې راوستی؟! او ستاسو قرآن وايې:

﴿ … وَلَن يَجعَلَ اللَّهُ لِلكافِرينَ عَلَى المُؤمِنينَ سَبيلًا﴾ [النساء: ١٤١] او هيڅکله الله عزوجل کافرانو ته په مؤمنانو باندې (د تسلط او غلبې) لاره نه جوړوي.

عالم ورته وويل دا ځکه چې مونږ مسلمانان يو، خو مؤمنان نه يو. کافر ورته وویل: نو د مسلمانانو او مؤمنانو په منځ کې فرق څه دی؟ مسلمان عالم وويل: نن ورځ اکثره مسلمانان د اسلام په شعائرو او احکاماتو ظاهرا عمل کوي لکه لمونځ، زکات، حج، روژه.. خو په الله عز وجل او د قيامت په ورځ يې ايمان زړه ته نه دی ښکته شوی، د حلالو او حرامو پروا نه ساتي، هره کبيره ګناه ورته عادي ښکاري، لکه قتل د بل مال خوړل، دروغ، غيبت، بهتان، له کافر سره دوستي کول، له مسلمان سره دښمني کول.. او داسې نور ګناهونه چې اسلام ترې منعه کړې، لکه منافقان چې په ظاهره ځانونو ته مسلمانان وايې خو ايمان يې زړونو ته نه وي ورننوتی.

الله عز وجل فرمايې: ﴿قالَتِ الأَعرابُ آمَنّا قُل لَم تُؤمِنوا وَلكِن قولوا أَسلَمنا وَلَمّا يَدخُلِ الإيمانُ في قُلوبِكُم..﴾ [الحجرات: ١٤] یعني اعراب (بانډچيان) وايې چې: مونږ ايمان راوړی (مونږ کامل مؤمنان يو)، (ته ورته ووايه:) بلکې تاسو ووايئ چې مونږ اسلام راوړی دی (اسلام مو قبول کړی، خو کامل ايمان مو ندی راوړی)، حال دا چې ايمان تر اوسه پورې ستاسو زړونو ته نه دی ننوتی.
معنی دا ده چې مسلمانان د مؤمنانو درجې ته نه دي رسيدلي، همدا علت دی چې مسلمانان د هر لحاظه ضعيفه او وروسته پاتې دي، که اقتصادي لحاظ دی، که اجتماعي او يا عسکري.. او همداسې نور.

که مسلمانان په رښتيا کامل مؤمنان وای نو کومک به يې ورسره کړی وای، الله تعالی فرمايې: ﴿ .. وَكانَ حَقًّا عَلَينا نَصرُ المُؤمِنينَ﴾ [الروم: ٤٧]

او په مونږ باندې (په دوامداره توګه) د مؤمنانو نصرت حق (ثابت او لازم) دی. که په رښتيا مؤمنان وای نو په هر امت او قوم به غالب او سرلوړي وای، په دې دليل چې الله جل جلا له فرمايې: ﴿وَلا تَهِنوا وَلا تَحزَنوا وَأَنتُمُ الأَعلَونَ إِن كُنتُم مُؤمِنينَ﴾ [آل عمران: ١٣٩] او مه سستيږئ او مه خفه کيږئ، حال دا چې تاسو غالب ياست، که چيرې مؤمنان ياست.

که مسلمانان په رښتيا کامل مؤمنان وای هيڅوک به يې ورباندې نه وای مسلط او غالب کړي، په دې دليل چې الله عز وجل فرمايې: ﴿ .. وَلَن يَجعَلَ اللَّهُ لِلكافِرينَ عَلَى المُؤمِنينَ سَبيلًا﴾ [النساء: ١٤١] او هيڅکله الله عزوجل کافرانو ته په مؤمنانو باندې (دتسلط او غلبې) لاره نه جوړوي.

که مسلمانان په رښتيا کامل مؤمنان وای نو الله رب العزت او دهغه نصرت به ورسره په هر وخت او په ټولو حالاتو کې وای، الله سبحانه وتعالی فرمايې: ﴿ .. وَأَنَّ اللَّهَ مَعَ المُؤمِنينَ﴾ [الأنفال: ١٩] او يقينا الله (دالله نصرت) د مؤمنانو سره دی.

خو متأسفانه د مؤمنانو مرتبې ته او چت نه شول، او د مسلمانۍ په مرحله کې پاتې شول، چې ځيني عملونه د مسلمانانو کوي، خو زړونو ته يې ايمان نه وي ورښکته شوی، او يا يې ايمانونه ضعيفه وي، لکه الله عز وجل فرمايې: ﴿ .. وَما كانَ أَكثَرُهُم مُؤمِنينَ﴾ [الشعراء: ٨] او (حال دا چې) د خلکو اکثريت ايمان راوړونکي نه دي.

د دې ټولو آياتونو څخه معلومه شوه چې الله عز وجل د نصرت، غالبيت، کاميابۍ او سرلوړۍ موضوع مؤمنتوب سره تړلې ده نه ده مسلمانتوب سره، نو آيا مونږ په ريښتيا کامل مؤمنان يو چې څرنګه مړ الله عز وجل غواړي؟ چې د نصرت او سرلوړۍ او حاکميت مستحق شو؟

نو مؤمنان څوک دي؟ او صفتونه يې څه دي؟ د دې ځواب بل وخت ان شاء الله.

2 تبصرې

  1. الحاج استاذ بیانزی

    عزیز صاحب ، الله ج دی احرونه درکړی ، ستاسی لیکنه د کاڼی کرښه او دنښی منځ مو ویشتلی ، په رښتیا هم اسلامی نړی نن صبا د کفر د توهین او د ساعت تیریو نړی جوړه شوی کفر د ټول عمر غچ اخستنه ورسره تر سره کړه د هغو بندیانو په شان یی چه په اوږدو ځورونو یی وژنی ته ورته دی کفر د مسلمانانو له زورونو مزه اخلی خپلو خلکو ته یی ښیی چه مسلمانان یعنی دهشتګر ، فاسد ، ورانوونکی ، غله ، دروغجن او حریص انسانان دی مهارول نه محوه کول یی په کار دی. هڅی لری چه د اسلامی دعوت مخه ډب کړی .
    علت یی همدغه ستاسی خبره چه مونږ تش ظاهری مسلمانان یوه ذره ایمان که ولرو الله ج زمونږ مرسته کوی زمونږ د بیا پیاوړتیا د باره د ایمان یا اطمنان زیږول اړین دی که نه دا ژوند او هغه دایمی زوند دواړه به مو خدای ناخواسته په اور او سبکوالی کی وی . ستاسی د بلی لیکنی به هم انتظار باسو ،او مونږ هم وهڅیدلو چه ستاسی د لیکنی په تفقیب او تایید به ورته موضع ډیر ژر انشاالله په عین موضع ورته لیکنه د مسلمانانو ورونو سره شریکه کړو مننه

  2. عبدالقدیر مهمند

    برادر محترم اظهار الحق عزیز الحمدلله مسلمانان موُمنان واقعی ما همیشه پیروز استند، و می باشند اما متاسفانه یکتعداد مسلمان نما ها یعنی منافقین که به جهاد فی سبیل الله عقیده ندارند مغلوب استند مانند لیدران جهاد فروش اراذل که در زیر رکاب اشغالگران صلیبی ها سگ دوی میکنند مانند اکثریت لیدران هفتگانه پشاور و هشتگانه پارس های رافضی یعنی دین فروش ها ایمان فروش ها وطن فروش ها که در بدل چند دالر کثیف و چند استخوان خود فروشی نموده اند و هم اگر جناب شما به چند آیه اولتر النساء خوب دقت نمائید که الله سبحانه و تعالی برای موُمنین میفرمائید (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا آمِنُوا بِاللَّـهِ وَرَسُولِهِ وَالْكِتَابِ الَّذِي نَزَّلَ عَلَىٰ رَسُولِهِ وَالْكِتَابِ الَّذِي أَنزَلَ مِن قَبْلُ ۚ وَمَن يَكْفُرْ بِاللَّـهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا بَعِيدًا﴿١٣٦﴾ إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا ثُمَّ كَفَرُوا ثُمَّ آمَنُوا ثُمَّ كَفَرُوا ثُمَّ ازْدَادُوا كُفْرًا لَّمْ يَكُنِ اللَّـهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلَا لِيَهْدِيَهُمْ سَبِيلًا ﴿١٣٧﴾ بَشِّرِ الْمُنَافِقِينَ بِأَنَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿١٣٨﴾ الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۚ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّـهِ جَمِيعًا ﴿١٣٩﴾وَقَدْ نَزَّلَ عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ أَنْ إِذَا سَمِعْتُمْ آيَاتِ اللَّـهِ يُكْفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلَا تَقْعُدُوا مَعَهُمْ حَتَّىٰ يَخُوضُوا فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ ۚإِنَّكُمْ إِذًا مِّثْلُهُمْ ۗ إِنَّ اللَّـهَ جَامِعُ الْمُنَافِقِينَ وَالْكَافِرِينَ فِي جَهَنَّمَ جَمِيعًا ﴿١٤٠﴾ اى كسانى كه ايمان آورده‌ايد، به خدا و پيامبرش و اين كتاب كه بر پيامبرش نازل كرده و آن كتاب كه پيش از آن نازل كرده، به حقيقت ايمان بياوريد. و هر كه به خدا و فرشتگانش و كتابهايش و پيامبرانش و به روز قيامت كافر شود سخت در گمراهى افتاده است. هر آينه خداوند آنان را كه ايمان آوردند سپس كافر شدند و باز ايمان آوردند، سپس كافر شدند و به كفر خويش افزودند نخواهد آمرزيد و به راه راست هدايت نخواهد كرد. منافقان را بشارت ده كه عذابى دردناکی بر ايشان آماده شده است. كسانى كه به جاى مؤمنان كافران را به دوستى برمى‌گزينند، آيا عزت و توانايى را نزد آنان مى‌جويند، در حالى كه عزت به تمامى از آن خداست؟ خداوند در کتاب (قرآن، این حکم را) بر شما نازل کرده است که چون شنیدید به آیات خدا کفر ورزیده می‌شود و آیات خدا به بازیچه گرفته می‌شود، با چنین کسانی منشینید تا آن گاه که به سخن دیگری بپردازند (و دست از کفر و شوخی نابهنجار خود بردارند). بیگمان در این صورت (که با ایشان همنشین می‌شوید و به استهزاء آنان گوش فرا می‌دهید) شما هم مثل آنان خواهید بود (و در استهزاء به قرآن شریک ایشان خواهید گشت). شک نیست که خداوند منافقان و کافران را همگی در دوزخ گرد می‌آورد؛ (پس از مخالطه و مجالسه‌ی ایشان بپرهیزید تا همراه آنان به آتش دوزخ گرفتار نیائید).
    و مومنین واقعی همین طالبان آزادی خواهان مقاومت ملی مجاهدین سربکف ما استند که مانند حزبی ها تسلیم نشده اند و الله سبحانه تعالی میفرمائید در سورة الحجرات میفرمائید (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّـهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّـهِ ۚأُولَـٰئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ﴿١٥﴾ مؤمنان (واقعی) تنها کسانیند که به خدا و پیغمبرش ایمان آورده‌اند، سپس هرگز شکّ و تردیدی به خود راه نداده‌اند، و با مال و جان خویش در راه خدا به تلاش ایستاده‌اند و به جهاد برخاسته‌اند. آنان (بلی آنان، در ایمان خود) درست و راستگویند.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.