دیني، سیرت او تاریخ

“ایا عمر بن خطاب(رضِي الله عنهُ) وفات شوی؟ “

ژباړه: حافظ سفیان خالد

تل به مي له هغه خوب څخه لذت او راحت اخيسته، چي د خپلو دریو ماشومانو( خالد، اسماء، عائشې ) په منځ کي به ويده شوم.
ډېر ځلي به مي د ؛وېري احساس کاوه، چي کله به د خوب اطاق کي یوازي وم.
کټ مو که څه هم وړوکۍ و، خو دوۍ به په کي راضي او خوشحاله وه او زه به تر دوۍ ډېر خوښ وم.
اړینه وه چي له خوبه مخکي به مي دوۍ په کومه کیسه او حکایت راضي کول.
اسماء ۸ کلنه وه، دې تل غوښتنه کول، چي د یوسف(عَلیهِ السَّلام) کیسه ورته وکړم،
عائشه بیا د موسی(عَلیهِ السَّلام) او فرعون او یا د بل نېک یا شریر انسان د کيسې لېواله وه،
امَّا خالد به بېله کوم اعتراض څخه هره کيسه خوښول؛ که د یوسف(عَلیهِ السَّلام) وه او که د موسی(عَلیهِ السَّلام)… .

د معمول سره سم مي یو شپه ترې وپوښتل: د چا کيسه وکړم د یوسف(عَليهِ السَّلام) او که د موسی(عَليهِ السَّلام)؟
أسماء او عائشې هري یوې د خپلي خوښي او طبعي نعرې اوچتي کړې، مګر نن نورو چیغو د اسماء او عائشې خبري پرې کړي:
عمر بن خطاب..!
عمر بن خطاب..! (رضِي الله عنهُ)

تعجب مي وکړ؛ ما تر اوسه دوۍ ته د عمر بن خطاب(رضِي الله عنهُ) کيسه نه وه کړې، کيسه څه، چي نوم مي هم د دوۍ په وړاندي نه و اخیستی، نو عُمر فاروق(رضِي الله عنهُ) دوۍ څنګه وپېژانده او د ده د کيسې غوښتنه څنګه کوي!؟
ور سره خوښه مي کړه؛ د عُمر بن خطاب(رضِي الله عنهُ) یوه کیسه مي خلاصه او لنډه ورته وکړه،
ومي ویل: “عُمر بن خطاب(رضِي الله عنهُ) د خپل رعیت د حال معلومولو په غرض د شپې ووت، د یو ماشوم ژړا یې واورېده، چي مور یې پر اور اوبه ایښي دي او ماشوم پرې خطا باسي، چي ګواکي خوراکي شی دی، یو ګړی وروسته به پخېږي او خپله لوږه به پرې ماته کړي.
کيسه مي ورته کول، چي څنګه عُمر بن خطاب وژړل او تېز راغلی، د وړو بوج یې پر اوږو کړ، ور یې وړ او په خپل لاس یې ماشوم او مور ته خوراک پوخ کړ، تر هغو ورسره وو، چي ماړه او ویده یې کړل.”

ماشومان هم ښه خوشحاله وېده شول… .
په دوهمه شپه مي وویل: څوک به د تېري شپې کيسه وکړي؟
ټولو ګوتي پورته کړې، زه ..زه ..زه..!!
چي کله مي کيسه ترې واورېده، تعجب کي شوم؛ فکر مي کاوه، چي هماغسي د تېري شپې په څېر یې د کوم ثبتي ماشین څخه اورم..!

په بله شپه مي یوه بله کيسه د عُمر بن خطاب (رضِي الله عنهُ) ورته وکړه..
(” د قبطي د هغه زوی کيسه، چي د عَمرو بن العاص(رضِي الله عنهُ) د زوی د لوري وهل شوی وو او څنګه بیا عُمر بن خطاب قمچينه(چیلاخه) د هماغه قبطي په لاس ورکړه او د عَمرو ابن العاص(رضِي الله عنهُ) د زوی په وهلو او قصاص اخیستلو یې امر کړ…”)

په بله شپه چي مي کله د کيسې پوښتنه ترې وکړه، نو لکه څنګه چي مي بیان کړې وه، هماغسي یې یاده وه.
په همدې ډول میاشتي تېرېدې… .

یو شپه مي د عُمر بن خطاب(رضِي الله عنهُ) د عدل او انصاف کيسه ورته وکړه.
د ده د تقوی، د ده قوت او شجاعت، د ده سخاوت او عظمت.
په همدې ترتیب به مي بله شپه ترې د کيسې پوښتنه کول… .

یو شپه یې راڅخه یو عجیب سوال وکړ:
پلاره.. پلاره!
ایا عُمر بن خطاب(رضِي الله عنهُ) مړ شوی!؟
هڅه مي وکړه تر څو ورته ووایم “هو” وفات شوی دی! خو ومي نه شوه کولای، ځکه ما درک کړې وه، چي دوۍ د عُمر بن خطاب شخصیت څومره جلب کړي دي.
که چیري خبر شي، نو هرو مرو به سخته صدمه او غم ورته ورسېږي.
له ځوابه مي ځان ناګاره واچوی.

بله شپه یې بیا وپوښتل: پلاره! ایا عُمر (رضِي الله عنهُ) وفات شوی دی!؟
بیا مي زړه له غمه ډک شو؛ ځواب مي ور نکړ.
له دې وروسته به مي د همدې پوښتني څخه د خلاصون په موخه هڅه کول تر څو له دوۍ څخه یوازي او تنها ویده شم.

سهار خالد بهر ته راسره ووت، پر لاره هغه فقیري او سوالګري ښځي ته ورسېدو، چي ماشوم یې ورڅخه خوراک غوښتی او دې لاس هر لاروي ته نیوی.
څو روپۍ مي ورته ونیولې.
خالد په حیرانۍ ورته کتل او پرې ږغ یې کړ؛
“مه خفه کېږه، عُمر بن خطاب راځي هغه به تا ته او هم ستا ماشوم ته خوراک ورکړي..!”

له څو ګامه تللو وروسته مو یو ضعیف مزدور کار ولید، چي بادار پرې په وحشي طریقه ګزارونه کول.

*مننه له حوصلې مو*💝

خالد ما ته په هیله منده لهجه وکتل:
پلاره! عُمر بن خطاب ولي نه راځي!؟”
ډېر ژر دوباره کور ته وګرځېدو، کور ته په رسېدو مو همسایه بوډۍ په دروازه کي منتظره وه،
ویل: “خاوند مي سخت مریض دی، نقدو پیسو ته اړ یو.”
یو ځلي بیا خالد ماشوم مي راته مخ راوګرځوه، ویل پلاره!! عُمر بن خطاب(رضِي الله عنهُ) ولي د دوۍ سره مرسته نه کوي؟
عُمر بن خطاب چيري دی، کله راځي!؟
بغیر له ځوابولو کور ته داخل شوم.
د خالد پوښتنو سخت خفه کړی وم، تلوېزیون مي روښانه کړ؛ خبریال د یهودو د ظلم او وحشت صحنې خپلو خبرو کي تمثیلولې،
خالد دتلوېزیون پردې ته په حیرانتیا او خواشینۍ په داسي حال کي کتل، چي په مسجد اقصٰی کي د مسلمان لمونځ کوونکو هغه انځورونه نشرېدل، چي یهودو سخت وهل، ډبول او ګازونه یې پرې شیندل او د مسلمانانو د ښځو چیغي او نعرې اورېدل کېدې.
خالد چیغه کړه: پلاره! پلاره..!
دا ولي، ایا عُمر بن خطاب مړ شوی دی!؟
زما تر سترګو چي کله اوښکي وڅڅېدې، نور نو خالد ته څه شک نه وو پاتې.
د مور پر لور يې منډه کړه، ژړل یې او همدا یې ویل: مور..مور!
عمر بن خطاب مړ شو..!
عمر بن خطاب مړ شو..!
عمربن خطاب مړ شو..!
مور یې په چوپه خوله، اوښکي یې په سترګو کي راغلې او خالد زوی یې په غېږ کي ټینګ کړ.
ما مي ورو- ورو قدمونه ور واخیستل او غېږ کي مي په داسي حال کي ونیوی، چي باړخو یې زما رپاندو شونډو ته برابر و، ښکل مي کړ.
سلګو کي یې ویل: پلاره! عُمر بن خطاب (رضِي الله عنهُ) مړ شو.
تبسم مي وکړ، ومي ویل: زویه مه خفه کېږه، دوه میاشتي وروسته به دي مور زوی وزېږوي؛
هوکې، عُمر به وزېږوي.
تبسم یې وکړ ویل: عُمر بن خطاب!؟
ومي ویل: هو عُمر به وزېږوي.
په لوړ اواز یې وخندل او غېږ ته مي بیا ولوېد، ما ټینګ کړ او ده همدا تکرارول
عُمر بن خطاب!
عُمر بن خطاب!
خپل اوښکي مي راتم کړې… .
ــــــــ ـــــــــ ــــــــ ـــــــــ ـــــــــ ــــــــ ـــــــــ ـــــــــ
هوکې، دوستانو..!
عُمر بن خطاب(رضِي الله عنهُ) نشته، خو اسلام لا ژوندی دی، بل عمر به وزېږوي.
هوکې، عُمر بن خطاب(رضِي الله عنهُ) نشته، خو قراٰن لا ژوندی دی؛ هغه قران، چي عمر به عمل پرې کاوه.
هوکې، عُمر بن خطاب(رضِي الله عنهُ) نشته، خو شجاعت او مېړانه یې لا ژوندۍ ده، هغه چي اسلامي امت یې په میراث لري.
هوکې، عُمر بن خطاب(رضِي الله عنهُ) نشته، خو له امت مسلمه څخه به ژر عُمر راوځي… .

*: اولادونه مو تربیه کړئ؛ ژر ده، چې عمر به ترې جوړ شي..!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x