افغانستان

د هرات تښتول شوي ۶۳ ماین پاکان خوشي شول- اپدیټ

نن ټکی آسیا: هغه ماین پاکان چي نن یې په اړه چارواکو رسنیو ته خبرونه ورکړی وه چي د وسلوالو له خوا برمته شوې، اوس وايي چي هغه یې د وسلوالو څخه را خلاص کړي، او ددوی سره د سیمي اوسیدونکو هم مرسته کړې.

 

د هرات ولایت د امنیت چارواکو رسنیو ته ویلي چي د HALO TRUST DE-DEMINING ORGANIZATION 63 کارکونکي د طالبانو لخوا د هرات ولایت د پښتون زرغون په نامه ولسوالۍ کي نن سهار برمته شوې وه، او افغان ملي پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې نن بیرته را خوشي کړل شول.

او زیاته کړې چي اوس هم د وسلوالو په خلاف په سیمه کي عملیات جریان لري.

باید وویل شي چي د طالبانو له خوا نن د شپي ناوخته په یوه خبر کي وویل شول چي دوی دغه ماین پاکان خپله خوشي کړي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په دې اړه وویل: نن سهار 9 بجې ددي ولسوالۍ اړوند دمال اباد په سیمه کې مجاهدینو دښمن ته کمین نیولی ؤ چې څلورکماز موټره چې پکې دماین پاکي دمؤسسي شاوخوا 50 تنه کارکونکي سپاره ؤ دمجاهدینوله لوري اسیران شول

دماین پاکۍ مؤسسي کارکونکو واردمخه مجاهدینوته هیڅ ډول خبرتیانه وه ورکړي

وروسته چې خبره معلومه شوه چې نوموړي کسان دماین پاکي مؤسسي مربوط دي نوبیرته یې ټول خوشي کړل 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x