افغانستان

سرچینه: پاکستان غواړي د افغانستان سره اړیکې سمي کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۵، ۱۳۹۵ل): د پاکستان د دنیا نیوز خبري چېنل ویلي چې د پاکستان حکومت او پوځ یوې هوکړې ته سره رسیدلې تر څو د افغانستان سره اړیکې سمې کړي.

د سرچینې په وینا پوځي او مدني چارواکو په وروستیو ناستو کې پرېکړه کړې چې د افغانستان سره سیاسي اړیکې له سره روغي کړي.

په ناسته کې ټینګار شوی چې د دواړو هیوادونو تر منځ خرابي اړیکې کیدای شي په اوږده موده کې خطرناکې پایلي ولري او همداسي په سیمه کې امنیت ته لا زیات تاوان ورسوي.

باید وویل شي چې دواړه هیوادونه یو پر بل تور پوري کوي چې په خپل هیواد کې یو د بل پر خلاف وسلوال ساتي.

د سرچینې په وینا کیدای شي پولې ډېر ژر خلاصي شي، او د افغانستان سره به اړیکې په کراره کراره عادي حالت ته را وګرځول شي، خو په دې لړ کې به د افغانستان چلند ته هم پام کیږي، او د پاکستان مخالف وسلوالو په نیول او تسلیمولو کې د افغانستان همکاري به ته پاملرنه کیږي.

باید وویل شي چې پاکستان د افغانستان پر حکومت او استخباراتو تور پوري کوي چې د پاکستان ضد وسلوالو ملاتړ کوي او په پاکستان کې يې بریدونو ته هڅوي خو د افغانستان حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې دوی د هیڅ وسلوالي ډلې ملاتړ نه کوي. او تور پوري کوي چې پاکستان د افغان دولت ضد وسلوالو طالبانو ملاتړ کوي.

د یادوني وړ ده چې د تیرې میاشتې له ۱۶ نیټې څخه دپاکستان پوځي مشر قمر باجوا په امر د افغانستان سره پولې تړل شوي دي چې له امله یې په سلګونو هغه افغانان چې خپل هیواد ته پر لاره وه، په لاره کې بند پاته شوې دي.

تېره ورځ د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال پر خپل فیسبوک پاڼه ولیکل، که پاکستان په دوه ورځو کې د تورخم او سپین بولدک لاره خلاصه نه کړي، دوی به د ځانګړو الوتکو په واسطه افغانان بیرته خپل هیواد ته انتقال کړي او که داسي وشول دا به د پاکستان لپاره ښه نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x