نړۍ

کوټه: مستونګ کې د شعیه زیارت کوونکو پر بس چاودنې ۲۸ تنه وژلي

کوټه: مستونګ کوژک سیمه کې له ایرانه راتلونکی د شعیه زیارتکوونکو پر بس بمي چاودنې ۲۸ تنه وژلي. د لیویز پولیسو په ګډون په لسګونو ټپیان شوي دي. ويل کيږي چې چاودنې له امله په بس کې اور ولیګيد او په مکمله توګه لو لپه شو. چارواکي وايي چې ټپيان او مړي پوځي او ځينې ملکي روغتونونو ته وړل شوي دي. د ډاکترانو له قوله د ټپيانو حالت د انديښنې وړ دی. د کوټې ایالتي حکومت داخله سکرتر اسد ګیلاني وايي چې په چاودنه کې تر سلوکيلو ګرامه چاوديدونکي توکي کارول شوي دي. د یادونې وړ ده چې په کوټه ایران ته د تګ راتګ پر مهال پر شعیه زیارت کوونکو دا رنګه پيښې ډېرې کيږي چې څه موده وړاندې هم په په کوټه کې د ورته بمي بریدونو په نتيجه کې لسګونه شعیه ګان وژل شوي وو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x