نړۍ

امریکايي لیکوال: ټرمپ باید د افغانستان جګړه ختمه کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۵، ۱۳۹۵ل): د سټیف چاپمان په نامه امریکايي لیکوال او پروفیسر په خپل تازه لیکني کې چې د ټرمپ د وروستیو خبرو څخه داسي مالومیږي لکه هغه چې د افغانستان جګړه ختمول غواړي، او همداسي باید وکړي.

نوموړي د ټرمپ له خولې لیکلي چې هغه وویل: « مونږ باید یو ځل بیا د جګړو ګټل پیل کړو» او بیا یې ویلي: «مونږ حتما باید جګړه وګټو او یا له سره جګړې ته داخل نه سو».

د لیکوال په وینا که چیري ټرمپ خپله خبره جدي اخلي، نو باید له افغانستان څخه ووزي، ځکه چې په دغه هیواد کې مونږ د فتحې لپاره هیڅ لرلید نه لرو او نه هم دا راته جوته ده چې د برلاسی لپاره نور باید څومره وخت هلته تېر کړو.

«که رشتیا ووایو، مونږ له مخکې لا جګړه بایللې ده».

لیکوال د افغانستان جګړه د امریکا تر ټولو اوږده جګړه بللې او ویلي چې په دومره وخت کې مونږ بریا تر لاسه نه کړه، نو به کله دا بریا تر لاسه کوو.

نوموړی وایی چې جورج بوش او اوباما دواړو په افغانستان کې د بریا لپاره جګړه نه ده کړې، بلکې د جګړې لپاره یې جګړه وکړه، جورج بوش په داسي مهال پر عراق برید وکړ چې لا یې افغانستان په سمه توګه ګټلی نه وو، او اوباما په خپل لومړیو کلونو کې د امریکايي ځواکونو شمېر تر سل زره زیات کړ خو پرته له دې چې جګړه وګټي، بیرته یې ځواکونه وایستل او یوازي يې ۸۴۰۰ عسکر پرېښودل.

جنرال نیکولسن په دې وروستیو کې د یو څو نورو زرو امریکايي ځواکونو غوښتنه وکړه، خو د لیکوال په نظر یو څه نور زره عسکرو باندي جګړه ګټل به یو خیال پلو وي، که امریکا غواړي جګړه وګټي، نو ښه ډیر عسکر دي ولیږي او یا دي یو هم هلته نه پاته کوي.

د افغانستان او عراق د جګړې ټول ټال مصارف چې په هغه کې د ټپيانو د تداوي او همداسي د وژل شویو د کورنیو ساتني مصارف شاوخو ۴ ټریلیونه ډالرو ته رسیږي، چې په اړه یې ټرمپ د تیري پنجشنبې په ورځ کانګریس ته په وینا کې وویل: «مونږ په دغه اندازه لګښت امریکا دوه ځله جوړه ولای شوای».

د نیویارک او کولمبیا د پوهنتون پروفیسر راجن مینون په «نیشنل انټرسټ» ورځپاڼه کې لیکلي چې زمونږ د ځواکونو شتون او زمونږ مالي ملاتړ باید د کابل حکومت ته پر دښمن ستره برلاسي ورکړې وای، خو له بده مرغه چې حکومت په خپل ځان کې سره وېشل شوی او د هیڅ فعالیت نه دی.

د طالبانو ځواکونه چې په زرګونه امریکايي بمونه باندي وورېدل، نه یوازي دا چي ژوندي پاتې شوه، بلکي یو ځل بیا د پرمختګ په حال کې دي او ځمکې لاندي کوي، ددوی د قوت سرچینې که څه هم ډیرې محدودي دي، خو پوځي قوت او مورال یې ډېر لوړ دی، چې نه یې هم په کابل کې زمونږ ملګري لري او نه یې مونږ لرو.

اکثره امریکایان اوس د جګړې سره هیڅ تړاو نه لري او نه هم ورته پاملرنه کوی، که د پنځوسو امریکایانو څخه پوښتنه وکړې کیدای شي یو یې هم د افغانستان ولسمشر ونه پيژني او نه هم پر نقشه باندي د افغانستان موقعیت.

امریکا یوازي د طالبانو د حکومت ړنګولو او القاعده له منځه وړلو لپاره پر افغانستان برید کړی وو، کله چې دا هدف په لومړیو کلونو کې پوره شو، نور د افغانستان جګړې سره د امریکایانو دلچسپي ختمه شوه.

ټرمپ باید د افغانستان څخه خپل عسکر وباسي، هغه ښه فرصت لري، کولای شي چې د جګړې ټوله ناکامي پر اوباما او بوش واچوي او خپل ځواکونه له دغه هیواده وباسي، او یا هغه کولای سي چې د اوباما غوندي د افغانستان جګړه نوره اوږده او پېچلي کړي او تر ځان وروسته راتلونکي ولسمشر ته ټولې ګډوډۍ پریږدي، لکه څرنګه چې دده سره وشوه.

سرچینه: شیکاګو ټربیون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالکریم

پہ امریکا کی 21کسان مڑسو دا دہ ٹرٹرمف
اودہ بش اودہ اباما زامنو ٹولواول پک غنی او غبرگ عبداللہ اوکہ اتمرگوڈ اودا نورغلامانوٹولوچغی وہلی نن سی پہ مصرکی 350سوہ مسلمانان شہدان سوو خوہچاچہ ونویل دازمژمسلمانان دہ پکہ گنجی ولی تہ خو ھم اولس مشریی ولی سہ نوایی

عبدالکریم

نن خوپہ کمارخا نہ کہ اورلگدلی دہ پہ سرپکہ نن بیاڈیر خواشنی دہ پرون سہ پہ مصرکی پہ مسجدکی ٹقرین 400سوہ کسان شہدان ووہغہ خوہچ خبرہ ندہ ولی پہ کمارخا نہ کہ خوشرابیان مڑہدہ داخودوی ٹرمیف اودہ نمرود اولادہ دہ دا زموژ حکمرانان ھم ٹول دروغجن او منافیق دہ پہ مسلمان یہ خوانبدوی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x