افغانستان

قهرمان دا ځل چین د طالبانو په ملاتړ تورن کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۵، ۱۳۹۵ل): د هلمند ولایت د جګړې اوپراتیفي مشر عبدالجبار قهرمان په تازه څرګندونو کې پر چین تور لګولی چې د هلمند په جګړه کې د طالبانو سره د چاودېدونکو توکو مرسته کوي.

نوموړي ویلي چې دغه ولایت ته له چین هیواد څخه وسلوالو طالبانو ته چاودېدونکې توکي رسیږي.

بل خوا د هلمند ولایت والي بیا پر عربي هیوادونو تور پوري کړی او ویلي چې په هلمند کې د هغوی مالي مرستې طالبان پر پښو درولې دي او د دولت پر خلاف یې تقویه کړي دي.

باید وویل شي چې نور چارواکې بیا پاکستان او ایران د طالبانو په ملاتړ تورنوي خو څه موده مخکې د الجزیره په یوه تحقیقاتي راپور کې د برتانیې یوه استخباراتي چارواکي چې په هلمند کې دنده تر سره کړې وه، وویل چې د هلمند جنګیالي د افغانستان او د سیمي خلک دي چې غواړي د بهرني اشغال په وړاندي وجنګیږي.

د برتانوي ځواکونو د استخباراتو یوه پخواني افسر (ډګروال فرانک لیډویج) د طالبانو د ولسي ملاتړ عمق ته په اشاره وویل:

«تر هر څه مخکې باید په دې وپوهیږو چې کوم خلک مونږ «طالبان» بولو، ضرور نه ده چې خامخا به طالبان وي. ناټو پخپله وايي چې د طالبانو ۷۵٪ تلفات په هغو سیمو کې رامینځته شوي چې د دوی له میشت ځایونو څخه یې شل دقیقې د پیاده مزل فاصله درلوده».

د نوموړي په باور دا د دې ښکارندويي کوي چې د طالبانو جګړه د اشغال پر وړاندې یو ولسي پاڅون دی او زیاتوي:

«نو بناء دا یو ولسي پاڅون خوځښت دی، یو داسې پاڅون چې په هلمند او افغان ټولنه کې ژورې ریښي لري».

برتانوي ډګروال فرانک لیډویج اعتراف وکړ چې دوی دغه حقیقت نه و درک کړی او ګومان یې کاوه چې طالبان له بهره راغلي جنګیالي دي.

«مونږ د دې حقیقت په درک کولو کې پاتې راغلي وو. مونږ داسې انګیرله چې طالبان له بهر څخه راغلي دي، خو داسې نه وه. طالبان د هلمندي ټولنې یوه برخه وه، ضرور نه ده چې اعظمي برخه یې وي او د هر چا یا اکثریت لخوا یې ملاتړ کیږي، مګر طالبان د همدې سیمې ځوانان وو، هغه خلک وو چې د خپلې ټولنې څخه د دفاع لپاره راپورته شوي وو او د اشغالګر دښمن پر وړاندې یې مبارزه کوله».

د برتانوي ځواکونو دغه پخوانی استخباراتي افسر د هلمند او ویتنام جګړې یوتربله مشابه وګڼل او په وینا یې د دواړو جګړو د بایللو علت دا و چې مقابل لوری یې د نظریاتي او عقیدوي باور پر اساس جنګیږي. نوموړی وايي:

«د هلمند او ویتنام ترمینځ ډیر مستقیم مشابهتونه وجود لري، ویتنام ته تر دې زیات ځواکونه اعزام شوي وو او حتی تر دې زیات خلک ووژل شول. علت یې دا دی چې هغوی په دیني روحیه جنګیږي او که هر ډول حالات پرې راشي تا ته د یو اجنبي په سترګه ګوري».

بشپړ خبر:

برتانوي افسران په هلمند کې د طالبانو په اړه څه نظر لري؟ /ویډیو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدلله

دا عین خبری او پوچی ادعا ګانی دی د کمونستی دوره کی یی هم کولی چه مجاهدین اشرار دی د پاکستان ، ایران ، عربو او غربی هیوادو له خوا یی تمویل او تجهیز او روزنه کیږی نن هماغه پرونی کمونست جبار غولن او د غلامۍ قهرمان د هماغه پرونی کمونستانو ( د حنیف اتمر ، ع او غ ، علومی دوستم ) او نورو د قوماندی لاندی د هلمند د افغانانو د وژنی واک ورته ورکړی شوی د کفری اشغالګرو په ټوپکو خپل اولس وزنی ، کله وایی د ا د عربو او کله وایی دا د پاکستان مالی… نور لوستل »

هحران غزنوی

غزل : رحمت الله نړیوال
ځان ښه پوه کړه د دنیا عجیبه راز دی
هر یو کس دخپل مقصد سره همراز دی

په ظاهره به ځان کاندي لوی مخلصه
داټپوس دی پري خطا نشې چې باز دی

تش دخولې په چالاکي یې دوکه نشې
مزخرف دی مزخرف ملمع ساز دی

توره سکاره له پاڅه سپین لباس پري خور دی
بس همدغه یې لوی مکر او اعجاز دی

داسي خلګو تل اولس وي تیر ایستلی
داسي شخص په درغلیو کي ممتاز دی

و فریبونوته یې ځیر شه “نړیواله”
هسي نه چې ته وا ده باندي مو ناز دی

هحران غزنوی

مننه زه غـــواړم هـرکله
ستــاسـو دویب پاڼی له لاری
دغــه غزل نشــرته وسپـارم

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x