د عمر فاروق رضي الله عنه درې لنډې کیسې

ترتيب:فضل الرحمن اغا
د حضرت عمر رضي الله عنه د خلافت په وخت کې د يو يهودي مړى وموندل شو، حضرت عمر رضي الله عنه دا خبره ډېره درنه وګڼله او خلکو ته يې اعلان وکړ: اى خلکو! الله جل جلاله زه ستاسو خليفه ټاکلى يم، نو اياز ما په خلافت کې به دغه رنګ نامعلومه مرګونه کيږي؟ چاته چې د دې وژل شوي يهودي په هکله معلومات وي زه ورته د الله نوم اخلم چې ماته دې ووايي بکير رضي الله عنه پاڅيد ويل: دا ما وژلى، حضرت عمر رضي الله عنه وويل: الله اکبر! داکار تاکړى!! اوس نو پوره حال ووايه !

هغه وويل: اشعب د خداى په لار کې جهاد ته تللى و او د خپل کور خدمت او څارنه يې ماته سپارلې وه، يوه ورځ زه د هغه کورته ورغلم ګورم چې دا يهودي هلته ناست دى او له ځان سره داشعرونه وايي :

واشعث غره الاسلام حتى خلوت بعرسه ليل التمام…

اشعث اسلام په دوکه کې اچولى او له کوره وتلى ، تردې چې مايې له ناوې سره ټوله شپه تېره کړه.

ماچې دا حال وليد ضمير مي ونه منله چې د يو مسلمان مجاهد مېرمنې ته دي څوک په سپکه وګوري، نو ځکه مې وواژه، حضرت عمر رضي الله عنه د نوموړي خبره ومنله او ديت يې ترې وانه خيست .

اياس بن سلمه له خپل پلارڅخه روايت کوي چې: يوځل زه په بازار کې روان وم حضرت عمر رضي الله عنه ورو غوندې په دوره و وهلم او را ته يې وويل : له لارې يوي خواته شه ، يو کال وروسته چې بياورسره مخامخ شوم پوښتنه يې را نه وکړه چې سږ کال د حج اراده لرې؟ ماويل : هو! نو له لاسه يې ونيولم کورته يې بوتلم شپږ سوه درهم يې راکړل او راته ويې ويل: دا ستا د لارې خرڅه ده او دا دهغه دورې په بدل کې دي چې تير کال مي ته وهلى وې، ما وويل: اى امير المؤمنين ! زما خو هغه دوره پخوا لا هېره وه، ويل: که له تانه هيره وه ماته ياده وه .
یو وخت دمسلمان او د یهودي سره جنجال وو نو دواړه حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ته کورته راغله عمر رضي الله عنه چې کله حاضرسو اوپوښتنه یې ترې وکړه دمسلمان او یهودي څخه چې څه خبره ده
نو دواړو خپل حال بیان کړ خو یهودي وویل چې موږ د فیصلې د حل کولو لپاره محمدرسول الله صلي الله علیه وسلم ته هم ورغلو خو هغه زما په حق کې فیصله وکړه خو مسلمان ته یې اشاره وکړه او وې ویل خودغه دمحمد رسول الله صلي الله علیه وسلم فیصله ونه منل نو تاته راغلو.

عمر رضي الله عنه وویل تاسو انتظار شی کورته ننوت یوه شېبه وروسته په غوسه کې دتوري سره راووت او مسلمان ته یې کش کړه دمسلمان سر یې غوڅ کړ او دایې وویل چې دالله درسول فیصله مونه ومنل نو دغه دعمري فیصله ده بیا یې یهودي رخصت کړ



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.