د ملکي وګړو وژنه بریا نه ده

محمدحارث
هغوی چي اولادونه یې په بهرنیو هیوادونو کي د عیش ژوند لري او دوی خپله د کابل په تر ټولو خوندي سیمو او د ګڼو موانعو شاته اوسیږي، هغوی چي له هیواد سره یې مینه تر دندې تړلې، هغوی چي تر امریکايي او شخصي ګټو ملي او اسلامي ګټې قربانوي، چیرته به د افغانانود درد احساس ولري او چیرته به د خپلو شخصي او امریکايي ګټو لپاره د ولس د وینو له تويولو لاس په سر شي.

د کابل د سهامي ادارې لومړي شریکوال اشرف غني په ۲۰۱۴ کال کي چي لا يې پوسټونه له خپل دوهم شریکوال عبدالله سره نه وو ويشلي خپلو اجیرو عسکرو ته د پراخو بریدونو د ترسره کولو اجازه ورکړه او هغوی ته يې د بشپړ مصؤنیت ډاډ ورکړ، هغه وو چي تیر کال د روئيټر اژانس له یوه راپور سره سم، عسکرو يې یوازي په می میاشت کي په هلمند او کندز کي ۷ زره د توپ مرمۍ په ولسي سیمو ویشتلې وې،
شراکتي ادارې عسکرو ته د پراخو بریدونو د اجازې ترڅنګ له نیواکګرو څخه هر وخت د زیات پوځي ملاتړ غوښتنه ترسره کړې، همدا لاملونه دي، د ګوډاګۍ ادارې مشران د ولسي عام وژنې هیڅ پېښه نه غندي او نه يې هم په اړه کوم غبرګون ښيي.

د عسکرو له لوري د ولسي عام وژنې له زیاتېدلو سره د کابل د ادارې له لوري د رسنیو د کنترول تر څنګ هڅه کیږي، چي عسکر د ولسي وګړو په وژنې سره هیڅ ملامت نه کړای شي، تیره اونۍ د ګوډاګۍ ادارې دوهم نمبر مشر عبدالله په یوه غونډه کي وویل، چي داخلي عسکر د ولسي وګړو په وژنې سره باید تر پوښتنې لاندې رانه شي، یعنی که د ورځې سل وژنې یا زر وژنې، باید نه پوښتنه ترې وشي اونه هم مجرم وګڼل شي، دا هغه څه دي، چي له عسکرو سره د ولسي وګړو په وژنه کي مرسته کوي.

د کابل د ګوډاګۍ ادارې چارواکي دې په دې پوه وي، چي دا یو ځل بیا د تاریخ تکرار دی، شوروي اشغالګرو او د هغوی بې دينه لاسپوڅو هم په افغانستان کي د خپلې بقا لپاره د ولسي عام وژنې استراتيژي پلې کړه، په خپلې بې رحمې جګړې سره یې تر ۲ ميليونو افغانان ووژل، خو آخر انجام هم جګړه د دوی په ذلت او ماتې پای ته ورسېدله، د اوسنۍ غلامې ادارې غوڅ اکثریت برخې چي د کورنیو تنظیمي جګړو پر مهال يې د واک پر سر د زور ازمايي پر مهال د کابل په ګډون ګڼ ښارونه او سیمي په کنډوالو بدلې کړې، د خپل پرمختګ لپاره یې د ولسي وګړو د وینو ويالې وبهولې، خو بیا هم خپلو موخو ته ونه رسېدل.

دا چي د مجاهدینو بریدونه ډیر شوي او آن په ژمي کي يې هم رژيم ته د ارام ساه اخیستلو موکه ورنه کړه او هم ورځ تر بلې د ګوډاګۍ ادارې د واک ساحه په کمېدو ده، نوځکه لاسپوڅې اداره د وحشت په خپرولو، د ډله ييزو وژنو په ترسره کولو او په ولسي سیمود سختو توپچي او هوايي بریدونو په ترسره کولو سره غواړي د خپل پايښت وروستۍ هڅې ترسره کړي او په ځانګړې توګه د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د توندې څپې پيل ټکنی کړي، څنګه چي د افغانستان له جګړې څخه د امریکا نهيلي په ډېرېدو ده او د کابل په فاسدې او کمزورې ادارې يې باور په ختمېدو دی، نو ځکه یاده اداره غواړي د خونړیو بریدونوپه ترسره کولو سره په عملیاتي ساحو کي پرمختګ ترسره کړي او د خپل لاس بري په ښودلو سره د ټرمپ د ادارې باور ترلاسه کړي، تر څو مرستې پرې بندې نه کړي او همکاري ورسره پرېنږدي.

اجرتي قاتلانو په تیرو څو ورځو کي په خپلو وحشي بریدونو سره لسګونه هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل، خو دا مسلمان وژونکي دي په دې پوه وي، د ولسي وګړو په وژلو یا د هغوی د کورونو ا و باغونونو په ورانولو سره بریا نشي ترلاسه کېدلی، دا په اسلامي روحیه ولاړ ولسي قیام هیڅکله په دغو وژنو نشي غلی کېدلی، تاسو له خپلو بادارانو(امریکایانو) پوښتنه وکړئ، چي د کلیو او کورونو په بمبارولو سره دا اسلامي پاڅون ماتولی شئ، هغوی چي د خپلو وسلتونونو ټولې مرسومي وسلې يې وکارولې او د هر نسل الوتکي يې د افغانانو د وژلولپاره و ازمايلې، هرو مرو به په جګړه کي لومړی د خپلې ماتې او بیا ددې قیام د نه ماتېدلو یقین درکړي، نو تاسو (اجیرو عسکرو!) هم په دې یقین وکړئ، چي هيڅکله به په زمبورک الوتکو، په تفریحي چورلکو او د پردیو په ناچیزه وسلو کامیابي ترلاسه نه کړئ.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.