افغانستان

کرزی: رسنۍ باید دملي منافعو د تقویت لپاره کار وکړي

نن ټکی آسیا: د افغانستان ولس مشر حامد کرزي د ټولو رسنیو څخه وغوښتل چي د افغانستان د ملي ګټو د تقویت لپاره فعالیت وکړي، د مظلومو افغانانو اواز نړۍ ته ورسوي، او ملي روحیه په افغانانو کي تقویه کړي.

نوموړي زیاته کړه چي که رسنۍ داسي ونه کړی، نو افغانانو ته به واضحه سي چي کومه رسنۍ څه ډول نشریات کوي، او د هغوی نوم به د افغانستان په تاریخ کي په هغه ډول ثبت سي.

نوموړي چي د بیات رسنیز مرکز او د اریانا نیوز تلویوزون راډیو د پرانیستني په غونډه کي وینا کول، زیاته کړه چي د ده د ولسمشرۍ په دوره کي یوه مهمه لاسته راوړنه همدا د بیان او مطبوعاتو ازادي ده، چي باید وساتل شي.

ولس مشر حامد کرزي دا وینا په داسي وخت کي کړې چي ګمان کیږي ځیني رسنۍ په قصدي ډول د رئاست جمهوري د هغه موقف په غندنه په سي خپلي ټولي هڅي یو کړې چي د امریکا سره یې د امنیتي تړون په هلکه نیولی.

حامد کرزی غواړي چي د افغانستان او امریکا تر منځ هغه وخت باید د امنیتي تړون سند لاسلیک شي، چي کله امریکا د افغانستان شرطونه ومني، چي په هغو کي په افغانستان کي د رښتیني سولي لپاره ګړندي ګامونه پورته کول دي.

ولس مشر حامد کرزي په دغه وینا کي په دې خبره هم ډیر ټینګار وکړ چي د بیات رسنیز مرکز د افغانانو په لاس او زیار جوړ شوی، د ځینو شنونکو په اند د نومړي له خوا په دغه افتتاح کي ګډون او بیا خصوصا په دغه خبري سره غوښتل چي د طلوع تلویزون او ځینو نورو رسنیزو شبکو ته اشاره وکړي، او افغانانو ته ور په یاد کړي چی دغه ادارې د افغانانو په لاس نه دي جوړ شوي، بلکي د امریکا له خوا مستقیمي اداره کیږي، او شپه ورځ د هغوی په اشاره تبلیغات کوي، او د افغانستان د ملي منافعو په زیان او د امریکا په نفعه خپل ټول توان کاروي.

د نوموړي وینا په لاندي ویډیو کي کتلای شی:

 {dailymotion}x1a2tym_president-karzai-s-speech-at-bayat-media-center-inaugural-ceremony-jan-21-2014_news{/dailymotion}

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x