شعـــــرونه

دوه څلوېښتمه آنلاين في البديهه مشاعره

ترتيب: مستور مجاهد

د تېرې جمعې د شپې آنلاين في البديهه مشاعره چې د ښاغلي ( عرفان الله عرفاني ) صاحب د فيس بوک پردېوال تر سره شوه غور چاڼ يې په لاندې ترتيب کتلی شئ.

د معمول سره سم دادی مشاعره د ښاغلي محترم ( مولوي امان الله مستغفر ) صاحب د شعر په مطلع پيلوو خپل بيتونه مو په همدې قافيه راپيل کړئ.

د اسمان پرلمن باندې چا راڼه ستوري ګنډلي
دا د کوم معشوق لپاره کوم عاشق په تار پېيلي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
بيا د سرو وينو حجاب کې په لار ړنګه بنګه تلله
آزادۍ په تور اوربل د وينو سره ګلان ټومبلي
ثاقب خپلواک

بې ننګي هيڅ پکې نشته ثمره د قربانۍ ده
د افغان بلا ننګونه تاريخونه مې لوستلي
حامد ملنګ

د زلميو په دره کې د زلميو په سنګر کې
څو غربي مړي پراته دي پر داسر يو چا ويشتلي
تسل عزام

ورشئ و ګورئ د وينو سره ډنډونه ګلورين شول
د شهيد له پاکو وينو سره ګلونه ټوکېدلي
شرافت وياړ

بيا لنډ کړی له ميونده شازلمو د بلا لاس دی
ټينګېدلی يرغل نشي افغانان دي قهردېدلي
مفکر رښتين

ستادوصل مرهم غواړي زړه مې مات دی زړه مې مات دی
د خوښيو کاروانونه مو له چمه کوچېدلي
عرفاني

د زړګي په لوح يې ما دي د وفا توري ليکلي
تل د هجر په تارو وي د ژړا تسپې پيودلي
هدايت الله طلحه

ستا دسترګو بلا واخلم ستا د حسن بلا واخلم
دا د چا په غم کې سرې دي تا د چا له غم ژړلي
عبدالباقي مهاجر

عشقه بيا دې پرما باندې څه عجيبې کانې وکړې
خير دی لږ مې زړه قرار کړه په ديدن د نازولي
جنتي ملنګ

ستا په مينه ستا لپاره نظرانه شولو خاونده
حاجي ملا عبدالسلام مو پر ټټر غشي خوړلي
الفت جان

د الله رضا لپاره فدايان دې راوتلي
خپل بدن ټوټه ټوټه کړي په اورو باندې پوښلي
عابد افغان

د زندان په دروازه کې مور سلګۍ وهي ژړېږي
زوی يې خوله په تار ګنډلې د وحشت سيلۍ وهلي
حماد افغان

شازلمي کړي ګزارونه ښايسته يې دي وارونه
ګوډايان بيا راحسار دي فدايان مو تل ستايلي
حقيار افغان

د زندان تورو تمبوته هر سړی کله صبرېږي
خو د مينې انتها ده خپل معشوق ته رسېدلي
محمد عثمان صديقي

د سنګر ګردو وهليه يو ځل راشه زموږ حجرې ته
ټول ياران دې په فراق نن په سلګو دې ژړېدلي
ثاقب ملنګ

له اسلام او له قران نه يې ځار کړي خپل سرونه
د خپل سر په قربانۍ تر شهادته رسېدلي
شجاع لوګری

د سهار سترګه نيم خامه ژړه غونې شوه را پورته
چې رڼا به يې ترې وړله هغه ستوري نن لوېدلي
اباسين جانان

د وطن په آزادۍ باندې مو ښکلي ځوانان ځار کړل
دا د خپل وطن لپاره هر عاشق ستوري پېيلي
طالب جان خطر

ستا په راز باندې ای مينې عاشقان ډېر ښه پوهېږي
څوک چې بد ورپسې وايي هغوی خپله غولېدلي
لياقت الله حيدري

دا چې نن يې خوب حرام دی او منډو باندې سر دي
دا د چا د وينو پور دی او د چا آزار وهلي
مظلوم زابلی

نن مې بيا سترګه رپېږي خدايه خير کړې چې څه چل دی
شهيد شوئ به جانان وي که اغياربه يې وي ځپلي
مسافر طالب

ستا ها دنګې سپينې غاړې ته حسينې نازنينې
ملغلرې مې دانه دانه کتار کتار پېيلي
محمد نبي رحماني

له سرونو مو کړ پورته تور څادر د تورتمونو
ډېر مظلوم ملګري خدايه په هر ځای کې ځورېدلي
عمر کوچی

داسپرلی دی که دا وخت داسې شيرين غوندې ښکارېږي
هر زلمی داسې په جوش دی او شعرونه يې ويلي
ستومان طالب

د سهار په سپينو وړانګو چا ګلونه دې شيندلي
که د پاکې مينې زور دی چې زلمي مو قهرېدلي
نازولی جانان

د الله د دين په مينه ډېر ګلان خزان وهلي
ګلابونه ګلابونه د لحد غېږې ته تللي
حبيب الله سيال

د لېمو په ويالګيو مو نړۍ اوښکې روانې
آه د يار د هجر غږ يې عالمونه ژړولي
حمزه حسيني

شهيد ملا عبدالسلامه تا به کله هېرومه
انتقام ته دې په ډلو شازلمي را پارېدلي
نقيب مسافر

ما د مينې ګلالي ګلونه تار کې چيخولي
د الهام خواږه شعرونه مې يو تاسوته ويلي
نصيرخان ارمان

د شهيد په مزار باندې سپين بيرغ چې پاس رپېږي
دا دې څومره بختور چې د ابد په سفر تللي
محمد ذاهد افغان

دلته هره خوا شنه بوټي هم ګلان په سپړېدو دي
ښکاري بيا چې پسرلی شو يخ بلبلان بڼ ته راغلي
عزت الله احمدي

بريالی به مو لښکر وي ګړندی به مو لښکر وي
که د پاک الله رضا وه دا خوبونه مو لېدلي
سعادت خان

منصور خېل نسل ژوندی دی دا خود سره لا ورک نه دي
د دارونو پر سرو يې خپل سرونه دي ګنډلي
ابو عقيل

ړنګه بنګه ګلاب رنګه ای زما شهيد جانانه
ستا د هجر سختو شپو کې مې په زړه غشي خوړلي
حافظ ابرار

چې دې وينم ولې دومره يې خفه خفه جانانه
رنګ دې بل شان دی غږ وکړه چې چا څه درته ويلي
ثنا‌ءالله اميدي

وايم خدای دې جنت درکړي ای زموږ شهيد رهبره
ستا بدله به زلمي آخلي دې هدف ته رسېدلي
هجرت احمدزی

څڼې څڼډ وهي سنګرته په مسکا مسکا روان دی
هيبتي دی له هيبته يې دې غرونه لړزېدلي
تندر امارتي

چې پخپله به عاشق و معشوق څومره ښايسته وو
دا چې ستوري يې تحفه کې پيدا شوي دومره ښکلي
مطيع الله جواد

بيا ليلی د آزادۍ ته يې دعوت د مينې ورکړ
زلمو بيا ورته سرونه نظرانه کې دي ورکړي
بدري

تل د جنګ ډګر ته درومي هيڅ خطر يې له چا نشته
دا بچيان د ابدالي دي پښتنو ميندو روزلي
ابراهيم حنفي زرمتی

چې هر وخت انتفام اخلي له مغرورو ظالمانو
د عمر منصور لښکرې بيا ميدان ته دې راغلي
حقمل کندهاری

ستا په نوم باندې مې ګل ځواني لمبه لمبه لمبه کړه
ستا لپاره مې جانانه سرو اورونو ته دانګلي
ماليار خوستی

ای شهيده قدردانه ته زموږ د لار مشعل وې
شهيد ملا عبدالسلام ستا فراق يو ژړولي
حمزه احرار

داچې ماته له ګبينو نه خوږه ده ای ملګرو
په دې خاوره د شهيد د وينو څاڅکي لږېدلي
طاهر وحدت وردګ

د جانان له مينې ځار شول ميړني د سنګرونو
چې راځي د ننګ ميدان ته نور زلمي دي راوتلي
لمعان شينکی

ويښ يې ټول په غږ پاګل شول خو ويده صحراته لاړل
دا د چا په مړوندو کې زنځېرونه شرنګېدلي
غيرت شرنوال

زړه ته ځي راځي يادونه خپل جانان راته يادېږي
زما په خوار قسمت کې ياره تل سوچونه دې ليکلي
عابد مقبل

انتقام به ترېنه اخلو يو په دوه شهيده ياره
خپه نشې د زړه سره دښمنان مو پېژندلي
احسان الله انصاري

چې د لمر په شان ځلېږي مجاهد په سنګرو کې
په کمين کې ورته ناست دی ګوډاګيان ترې تښتېدلي
ميرآغا محمدي

هغه پورې هديره کې بيرغونه چې رپاند دي
اه زموږ د کلي ښکلي طالبان دې رژېدلي
حافظ بلال امارتي

د وحشت په زولنو کې څوزلمي دي چا تړلي
دا په کومه ګناه باندې ډېر ګلونه رژېدلي
عبدالرحيم شفق حميدي

چا عطرونه دي پاشلي څه خوشبو خوشبو ماحول دی
نن د ځمکې پر مخ باندې ښايسته خلکو خندلي
مسلم يار

نن چې جوړه کربلا ده په کابل کې په غربيانو
فدايي جانان په مينه سرو لمبو ته وردانګلي
تحسين مسافر

ستا بېلتون يم کړولی ستا هجران يم دردولی
ای شهيد ( عبدالسلامه) ټول غازيان دي ژړېدلي
نقيب سحر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x