ابراهیمي ته ولې د امریکا ویزه ورنکړای شوه ؟

نن ټکی اسیا – سرمقاله:

د ګڼو خبري رسنیو د خبر په حواله په کابل کې د امریکا سفارت د ولسي جرګې مشر او ورسره پارلماني پلاوي ته د امریکايي ویزو له ورکړې څخه ډډه کړې.

په پام کې و چې ښاغلي عبدالرؤف ابراهیمي په تیرې فبروري کې د ولسي جرګې د یوه پلاوي په مشرۍ د ملګرو ملتونو د بین الپرلماني اتحادیې په غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته سفر کړی وای، خو دد ښاغلي ابراهیمي دا سفر هغه وخت وځنډه ول شو چې کله په کابل کې د امریکا سفارت نوموړي ته د ویزې له ورکولو څخه انکار وکړ.

ښاغلی ابراهیمې د ملي یووالي په نوم حکومت د ولسي جرګې د مشر په توګه په داسې حال کې له امریکایي ویزې څخه محرومیږي چې د نوموړي په مشرۍ کې همدې جرګې په غوڅ اکثریت د کابل واشنګټنن ترمنځ جنجالي امنیتي تړون تائید کړ.

همدا راز د هیواد اوسنۍ ولسي جرګه په افغانستان باندې تر امریکايي تیري وروسته د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۴هـ ش ـ ۲۰۰۵م کې د امریکا د مرستیال ولسمشر دیک چیني لخوا رسما افتتاح شوه.
تر هغه را وروسته په تیرو ۱۶۶ کلونو کې ټول هغه فرامین او تقنیني اسناد چې په افغانستان کې یې د امریکایانو شتون ته قانوني مجوز ور کړی د همدې ولسي جرګې لخوا تصویب شوي، خو له دې هرڅه سره سره بیاهم امریکايي چارواکو د افغانستان د ولسې جرګې مشر امریکاته د ورتګ لپاره د امریکايي ویزي وړ و نه باله.

دا چې ولي امریکایانو د ولسي جرګې مشر له امریکايي ویزې محروم کړ دلیل یې ښکاره دی او هغه دا چې امریکایان اصلا د ولسي جرګې په شمول په مجموع کې د افغانستان ټول موجود نظام ته د یوه قانونيي نظام په حیث نه دې قائل.

هغوی نه د افغانستان ځمکنی تمامیت په رسمیت پیژني او نه هم د افغانستان حاکم نظام او د هغه چارواکو ته د قانوني چارواکو په سترګه ګوري.

که دا نه وي ولي د افغانستان مرستیال ولسمشرښاغلی دوستم واشنګټن ته نه ور پریښودل کیږي؟

ولي د افغانستان د تر ټولو معتبرارګان (ولسي جرګې) مشر د امریکې له ویزې څخه محرومیږي؟

ولي امریکايي عادي چارواکي له هرقسم ویزې او اجازې پرته چې هروخت وغواړي افغانستان ته راځي؟

که دوستم او ابراهیمي د کوم قانوني ممنوعیت له وجې امریکاته د ورتګ وړتیا نه لري نو بیا ولي همدا غیر قانوني مشران د همدې امریکایانو لخوا پر افغان ولس تحمیلیږي؟

له ولس مشر غني او د حکومت له ځینو نورو چارواکو سره چې امریکایان کوم تعامل لري هغه دیپلوماتیک تعامل نه ؛ بلکې له هغوي سره یې تعامل د افغاني الأصله امریکایانو په حیث دی، هغوی د امریکا اتباع ګڼيي او ورباندې اعتماد لري.

جنرال دوستم چې د همدي امریکايي ماډل حکومت دوهم نمبرشخص او ابراهیمي چې د همدې حکومت د مقننه ځواک مشر دی ځکه امریکا ته نه ور پریښودل کیږي چې هغوي په حقیقت کې له امریکايي تابعیتت څخه محروم دي.

دا دی په افغانستان کې د امریکا ترمشرۍ لاندې د قانون پلي کولو د دیموکراتیک حکومت ماهیت…!



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.