fbpx

اشرف غني: که طالبان جګړه پریږدي امریکایان به ولسي خلک نه بمباروي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۶، ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د امریکا په هوايي بمباریو کې د ولسي مرګ ژوبلې لامل دا ګڼلی چې طالبان له جګړې څخه لاس نه اخلي.

نوموړي نن د ملي شورا د شپاړسمې دورې د نوي کاري کال د پیل په مراسمو کې وینا کوله او ویې ویل چې د اوباما لخوا د جګړییز ماموریت د ختمولو له «اعلان» وروسته طالبانو جګړه ونه دروله نو ځکه یې د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره له امریکایانو سره امنیتي تړون لاسلیک کړ.

د اشرف غني په باور، که اوس ملکي وګړي د امریکایانو په بمبار کې وژل کیږي پړه یې طالبانو ته راجع ده ځکه چې «دا دوی دي چې د افغانستان په کلیو کې د بمباریو زمینه برابروي».

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې امریکايي ځواکونو څو ورځې وړاندې د فراه ولایت په فرارود ولسوالۍ کې د خلکو په کورونو درنه بمباري وکړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۱۵ تنه افغانان ووژل او ۲۳ نور یې ټپیان کړل، خو د ګډ حکومت مشرانو د پخوانیو پیښو په څیر تر اوسه د امریکایانو دا بمباري نه ده غندلې.

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني په خپلو خبرو کې امنیتي ځواکونه وستایل چې ګویا له امریکایانو پرته په یوازې ځان د طالبانو مقابله کولی شي او ویې ویل چې هغه اټکلونه ناسم ختلي چې ګویا د بهرنیو ځواکونو له شتون پرته افغان عسکر د طالبانو د مقابلې وړتیا نه لري.

خو نوموړي د خپلو همدې خبرو په جریان کې زیاته کړه چې له امریکا سره یې امنیتي تړون ځکه لاسلیک کړ چې طالبانو جګړې ته شدت ورکړی و او افغان امنیتي ځواکونو د بهرنیانو همکارۍ ته اړتیا درلوده.

نوموړي اندیښنه وښوده چې ښايي په راتلونکي کال کې د لا زیاتو امنیتي ننګونو سره مخامخ شي خو ډاډ یې څرګند کړ چې د کال تر پایه به په دغو ننګونو کې پاموړ کمښت راولي.

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني ادعا وکړه چې طالبانو داعش او شلو نورو جنګي ډلو ته په افغانستان کې د فعالیت زمینه برابره کړې. هغه طالبان د مسجدونو، بازارونو، روغتونو او مکتبونو په بریدونو تورن کړل او طالبانو ته یې د «ملت دښمنانو» خطاب وکړ.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په ملکي وګړو د امریکایانو د پرلپسې بمباریو له کبله د هغه چوپتیا او خاموش غبرګون د خلکو غوصې او نیوکې راپارولي او په دولت یې د خلکو اعتماد زیانمن کړی دی.

avatar
5 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

تعجبه ده اشرفغنی فکر کوی چه افغانان دافکرنه کوی چه دا د ده حکومت هغه دروس دیرغل حکومت دۍ علومی دهغه دنجیب دملحدحکومت وزیرداخله وواودنور حکومت خوفقط چیری بدلی سوی دی عقیده خوهغه مارکسستی دکفر عقیده ده څه دروس دخوارالیږل سوی څه دامریکادخوا افغانستان۹۹،۹۹٪مسلمانان دی مسلمان حکومت غواړی ،ده ولی خلک په تسپو اولنګوټه خطایستل ملت ده ته دمسلمان په نیت ووټ ورکۍ دۍچه قدرت ته ورسیدۍ ټول ملحدین یعنی(چه داسلام له دینه کفرته اوښتی وی )له امریکااویورپه افغانستان ته دحکومت دپاره راوه غوښتل دۍ اوحکومت یی باید فورً استعفاوکی اویواسلامی حومت ته موقع ورکی چه په ملک کی آرامی… نور لوستل »

حکومتیار
میلمه
حکومتیار

کم عقل غنی امریکایانو دخپلو ګټو د ژباړلو او خوندی ساتلو د باره متفکر کړی حیرانوونکی خبره کوی ، که طالبان جنګ پریږدی یعنی تسلیم شی نو امریکایان به عام وژنه نه کوی ، دغه دی د اشغالګرو وکیل مدافع . دا د افغانانو هیواد دی طالبان افغانان دی که د کابل غلامه اداره غلامه هم نه وی ناوړه ( بیکفایته ) او فاسده خو ده ، هم غلامان او هم باداران ، هم هیواد وال او هم نړیوال اوحتی دغلامانو مشران کرزی او همدغه غنی په دی اعتراف کوی چه بی کفایته او فاسده اداره ده د دغه بی… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

د فاسد زویه خو وطن به دې اشغال وي امریکایان به خپل هدف بې له جنګه مخته وړي ځوانان به دې هندي رقصونه زدکوي او ودونو به د هندو په دود کوي !! جیبونه به د په دالرو ډک وي له لورا جانې سره به کلیسا ته منډې وهې !
تف لانت د فاسد زویه

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

محترمه ډیر په زړه پوری تحلیل دی کړۍ دۍ خودادی هیرسوی دی چه نر دنره سره واده کوی دۍ(اشرفغنی به له ډبل عبدالله سره واده هم کوی) په احترام

عباد الله
میلمه
عباد الله

اڅکزی صاحب ماته د ع او غ تاریخچه تر یوی کچی معلومه ده ، د غنی کورنی خو د کرزی د کورنۍ په شان په الحاد، عیاشی او غلامی کی ډیر زیات شهرت داکتر نچیب د غنی د توړی زوی او د قیوم کوچی دخور زوی دی ، قیوم کوچی د نجیب د پاچاهی دوره کی د جکوسلواکیا کمونستی حکومت کی سفیر لکه اوس چه د روس سفیر دی ، دا چه په غلامی کی مسلکیت او شهرت لری هر استعماری قدرت ورسره د غلامی اړیک ینیسی ، غنی د نجیب دوره کی د امریکا د استخباراتو سره اړیکی نیسی… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

عبادالله صاحب داحترامه ډک سلامونه تقدیموم ډیره مننه چه ع او غ دی پوره راوپیژندل که داسی لکه چه ته یی سوانح بیانوی نسی نوخوملک فروشه نسی کیدای داهغه انسانان دی چه الله په قرآن کی فرمایی چه ایمان نه راوړی زه شیطان ورسره ملګرۍ کوم ،که ددوی سره شیطان نوی ملګرۍ داسی وطن فروش بی احساسه څوک جوړیدای سی هیڅکله نه الله دی موږته نجات ځنی راکی اوانشاءالله له دی خبیثانونجات نژدی دۍ،تاسوباید ترکمپاین دمخه معرفی کړی وای چه ملت ووټونه نوای ورکړۍ،باوروکه زه په اشرفغنی چه نه می پیژندۍ دونه خوشحاله وم چه مافکرکاوۍ چه دادۍ الله دافغانستان… نور لوستل »