اشرف غني: که طالبان جګړه پریږدي امریکایان به ولسي خلک نه بمباروي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۶، ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د امریکا په هوايي بمباریو کې د ولسي مرګ ژوبلې لامل دا ګڼلی چې طالبان له جګړې څخه لاس نه اخلي.

نوموړي نن د ملي شورا د شپاړسمې دورې د نوي کاري کال د پیل په مراسمو کې وینا کوله او ویې ویل چې د اوباما لخوا د جګړییز ماموریت د ختمولو له «اعلان» وروسته طالبانو جګړه ونه دروله نو ځکه یې د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره له امریکایانو سره امنیتي تړون لاسلیک کړ.

د اشرف غني په باور، که اوس ملکي وګړي د امریکایانو په بمبار کې وژل کیږي پړه یې طالبانو ته راجع ده ځکه چې «دا دوی دي چې د افغانستان په کلیو کې د بمباریو زمینه برابروي».

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې امریکايي ځواکونو څو ورځې وړاندې د فراه ولایت په فرارود ولسوالۍ کې د خلکو په کورونو درنه بمباري وکړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۱۵ تنه افغانان ووژل او ۲۳ نور یې ټپیان کړل، خو د ګډ حکومت مشرانو د پخوانیو پیښو په څیر تر اوسه د امریکایانو دا بمباري نه ده غندلې.

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني په خپلو خبرو کې امنیتي ځواکونه وستایل چې ګویا له امریکایانو پرته په یوازې ځان د طالبانو مقابله کولی شي او ویې ویل چې هغه اټکلونه ناسم ختلي چې ګویا د بهرنیو ځواکونو له شتون پرته افغان عسکر د طالبانو د مقابلې وړتیا نه لري.

خو نوموړي د خپلو همدې خبرو په جریان کې زیاته کړه چې له امریکا سره یې امنیتي تړون ځکه لاسلیک کړ چې طالبانو جګړې ته شدت ورکړی و او افغان امنیتي ځواکونو د بهرنیانو همکارۍ ته اړتیا درلوده.

نوموړي اندیښنه وښوده چې ښايي په راتلونکي کال کې د لا زیاتو امنیتي ننګونو سره مخامخ شي خو ډاډ یې څرګند کړ چې د کال تر پایه به په دغو ننګونو کې پاموړ کمښت راولي.

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني ادعا وکړه چې طالبانو داعش او شلو نورو جنګي ډلو ته په افغانستان کې د فعالیت زمینه برابره کړې. هغه طالبان د مسجدونو، بازارونو، روغتونو او مکتبونو په بریدونو تورن کړل او طالبانو ته یې د «ملت دښمنانو» خطاب وکړ.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په ملکي وګړو د امریکایانو د پرلپسې بمباریو له کبله د هغه چوپتیا او خاموش غبرګون د خلکو غوصې او نیوکې راپارولي او په دولت یې د خلکو اعتماد زیانمن کړی دی.

تبصرې (6)

  • تعجبه ده اشرفغنی فکر کوی چه افغانان دافکرنه کوی چه دا د ده حکومت هغه دروس دیرغل حکومت دۍ علومی دهغه دنجیب دملحدحکومت وزیرداخله وواودنور حکومت خوفقط چیری بدلی سوی دی عقیده خوهغه مارکسستی دکفر عقیده ده څه دروس دخوارالیږل سوی څه دامریکادخوا افغانستان۹۹،۹۹٪مسلمانان دی مسلمان حکومت غواړی ،ده ولی خلک په تسپو اولنګوټه خطایستل ملت ده ته دمسلمان په نیت ووټ ورکۍ دۍچه قدرت ته ورسیدۍ ټول ملحدین یعنی(چه داسلام له دینه کفرته اوښتی وی )له امریکااویورپه افغانستان ته دحکومت دپاره راوه غوښتل دۍ اوحکومت یی باید فورً استعفاوکی اویواسلامی حومت ته موقع ورکی چه په ملک کی آرامی راسی دۍ دافکر نکوی چه دوه ملیونه ولی شهیدان سول اوزه به اوس په دی مسلمانانو کی کامیابه سم هیڅکله نه چه یوافغان ژوندۍ وی ملحدین نسی پر حکومت پاته کیدای،که دۍ دملت غمخور وای مسلمانان وزیران به یی ټاکلی وای جنایت کاران به یی محاکمه کړی وای سرزوران لکه دوستم اونوروسله وال ګروپونه به خلع صلاح کړی وای دده ټولی وعدی درواغ دی اوددرواغومزل لنډ دۍ دۍاوحکومت یی دکرزه اوحکومت سره باید محاکمه سی ددی دوشهیدانوزمه واره دغه دوه کومتونه دی خلاسیدای نسی انشاءالله که درب رضاوه.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

  • کم عقل غنی امریکایانو دخپلو ګټو د ژباړلو او خوندی ساتلو د باره متفکر کړی حیرانوونکی خبره کوی ، که طالبان جنګ پریږدی یعنی تسلیم شی نو امریکایان به عام وژنه نه کوی ، دغه دی د اشغالګرو وکیل مدافع . دا د افغانانو هیواد دی طالبان افغانان دی که د کابل غلامه اداره غلامه هم نه وی ناوړه ( بیکفایته ) او فاسده خو ده ، هم غلامان او هم باداران ، هم هیواد وال او هم نړیوال اوحتی دغلامانو مشران کرزی او همدغه غنی په دی اعتراف کوی چه بی کفایته او فاسده اداره ده د دغه بی کفایتی او فساد له مخی هم باید طالبان یا نور ټول افغانان دغه اداره باید لیری او د محاکمو میز ته راکش کړی ، او امریکایان چه د پلیتی دموکراسی چیغی وهی چه دخلکو حکومت د خلکو له خوا په خلکو باندی یعنی د بی کفایتیو حکومت د مفسدیینو له خوا په دغه مظلوم اولس باندی . طالبان د همدغه مظلوم اولس نماینده ګی کوی مظلوم اولس ورسره ملتیا لری ، د جابرو غلامانو او بادارانو ښامارانو په مقابل کی ټول اولس یو ځل پاځون نه کوی همدغه د طالبانو پاځون دټول مظلوم اولس پاڅون دی .
    غنی بیا وایی ، که مظلوم اولس تسلیم شی امریکایان بیا ژونه بس کوی ،دا د امریکایانو هیواد نه دی ، سپټمبر پیښه یی هم خپله رامنځته کړی وه په هغه پیښه چه خپل پیګناه دری زره امریکایان یی په ناروا ووژل د هغه پیښی د پاره او د هغه پیشی په سر چه یی په لکو او میلونو نور مسلمانان او حتی نور امریکایان او اروپایان ووژل هم باید محاکمه شی بوش او بلیر باید په دار وځړول شی . د خلکو به سترګو کی د خاورو شیندل دی ، غنی او میرمن یی چه د افغانستان هویت نه لری دی یو امریکایی او میرمن یی لبنانی عیساڼی ده دا دا همدغه دمورکراتیک الحادی قانون په خلاف کړنه ده ، بیا غنی د خلکو په رایو نه د بل هیواد د خارجی وزیر په واسطه د قانون په خلاف د یو به ځای دوه جمهور ریسان ټاکل شوی او دا هیواد په سلو کی سل مسلمانان دی غنی او میرمن یی مسلمانان نه دی حتی په لمانځه ویلو او ادا کولو نه پوهیږی ، د دی سره سره مونږ ته فارمول په خوله کی راکوی چه مظلوم اولس د جنګ بس کړی امریکایان به وژنه بس کړی ؟ څومره شرم اوره ، مظلوم اولس ورته قضایی مصونیت نه دی ورکړی چه ناموس به یی امریکایان لوټوی یواځی غنی او د هغه غلامی او بی ناموسه اداری ورته د خپلو بی ناموسیو د
    باره چواز یعنی قضایی مصونیت ورکړی دغه فارمول دی غنی په غلامه اداره کی تطبیق او تعقیب کړی . مننه

  • د فاسد زویه خو وطن به دې اشغال وي امریکایان به خپل هدف بې له جنګه مخته وړي ځوانان به دې هندي رقصونه زدکوي او ودونو به د هندو په دود کوي !! جیبونه به د په دالرو ډک وي له لورا جانې سره به کلیسا ته منډې وهې !
    تف لانت د فاسد زویه

  • محترمه ډیر په زړه پوری تحلیل دی کړۍ دۍ خودادی هیرسوی دی چه نر دنره سره واده کوی دۍ(اشرفغنی به له ډبل عبدالله سره واده هم کوی) په احترام

  • اڅکزی صاحب
    ماته د ع او غ تاریخچه تر یوی کچی معلومه ده ، د غنی کورنی خو د کرزی د کورنۍ په شان په الحاد، عیاشی او غلامی کی ډیر زیات شهرت داکتر نچیب د غنی د توړی زوی او د قیوم کوچی دخور زوی دی ، قیوم کوچی د نجیب د پاچاهی دوره کی د جکوسلواکیا کمونستی حکومت کی سفیر لکه اوس چه د روس سفیر دی ، دا چه په غلامی کی مسلکیت او شهرت لری هر استعماری قدرت ورسره د غلامی اړیک ینیسی ، غنی د نجیب دوره کی د امریکا د استخباراتو سره اړیکی نیسی اړیکی یی بخیږی امریکا ورته د بیروت سکالرشیب ورکوی د استخباراتی ازموینی چه فارغیږی د لبنان د کمونست ګوند مشر د رولا غنی ورور او به هماغه امریکایی پوهنتون کی استاذ هغه هم د امریکایی استخباراتو ډیر مهم کس وو ، هغه د غنی سره په همدغه دیموکراتیک او کمونستی الحاد یو بل پیژنی او خپله خور ورسره د جنسی تعاملاتو ملګری په دی جوړوی امریکا غوشتل چه غنی حتی له کرزی هم دمخه جمهر ریس جوړ کړی . غنی سربیره پردی چه کمونست او سکولریست دی ، یهودیت او صلیبیت کی یی هم غړیتوب تر لاسه کړی یعنی له افغانست او اسلامی څلور ځلی لیری وتی دی
    د عبدالله په اړه : عبدالله د ببرک هلکو ( د جنسی تعاملاتو د پاره یی کاروو ) وو ، هغه وخت دی د طب پوهنځی په لمړی ټولګی کی وو په دی نه چه دی پوه شاګرد وو ، به دی چه د کارمل هلکو وو ، کارمل عبدالله مسعود ( شعلوی ) ته لیږی ورته وایی چه پرجمیتوب می خوشی کړو ، دا چه ببرک ورته د هراړخیزو مالی مرستو ویلی وو چه مسعود ته به یی د عبدالله به لاس وراستوی مګر هغه مرستی به مسعود د عبدالله له خوا معلومیږی دا چه عبدالله ډیر خوش قواره وو شعلوی مسعود هم د دی کارو د کارولو د پاره خوښ شو او دمالی مرستو یی هم استفاده کوله د مسعود ځانګړی او باوری سړی جوړ شو ، تر دی چه وروسته ستمی ټول پرچمیان او خلقیان د عبدالله په واسطه د مسعود سره ملګری شول .
    کله چه عبدلله په لیاره ځی ارت ارت ځی ، دا ځکه چه هغه له وړکتوبه په دغه کارو بلد شوی حتی د نشه توکو په شان پری روږد شوی ، دا چه غنی به هم د ده به شان منفی یا مثبت مفعول وی الله ج ته به پته وی مګر عبدالله خو منفی مفعول دی ، که ع او غ سره واده هم کړی وی شک نشته مننه

    • عبادالله صاحب داحترامه ډک سلامونه تقدیموم ډیره مننه چه ع او غ دی پوره راوپیژندل که داسی لکه چه ته یی سوانح بیانوی نسی نوخوملک فروشه نسی کیدای داهغه انسانان دی چه الله په قرآن کی فرمایی چه ایمان نه راوړی زه شیطان ورسره ملګرۍ کوم ،که ددوی سره شیطان نوی ملګرۍ داسی وطن فروش بی احساسه څوک جوړیدای سی هیڅکله نه الله دی موږته نجات ځنی راکی اوانشاءالله له دی خبیثانونجات نژدی دۍ،تاسوباید ترکمپاین دمخه معرفی کړی وای چه ملت ووټونه نوای ورکړۍ،باوروکه زه په اشرفغنی چه نه می پیژندۍ دونه خوشحاله وم چه مافکرکاوۍ چه دادۍ الله دافغانستان بخت ژوندۍ کۍ مسلمان قدرت ته ورسید فورًمی دټول افغان په ویب کی ورته ولیکل چه بیلمانځ وزیر مقررنه کی دټولو ولایتووالیان اوښاروالان دهغوولایتو دعالمانو اوپرهیزګارانو په خوښه وټاکه او ټول توپک سالاران خلع صلاح که - په دی انتظاروم چه کله به کابینه ټاکی وختی چه ده وزیرداخله علومی وټاکۍ پوسوم چه منافق کمونسټ دی خلک یی په تسپو اولنګوټه خطایستل،دستی راپیاد سول په قندهارکی یوخلکۍ خبیث لوږیره تابه فکرکاوه چه تازه یی دمولیی لنګوټه ورتړلی ده بی اوداسه دلمانځه په جماعت کی دریدۍ په احترام