ټولنیزه برخه

۱ – خاطره – ښه استعدادونه ډیردي خو… لیکوال: عبد الله ګل ریان

دروسانوپه مقابل کي دجهاد دوره وه . زه په جهادي دفترکي، دمطبعې مشر وم. څوکسانو ته مو اړتیا وه چي مقرر يي کړو،خو دمراجعینو شمیره تر اړتیا ډیره سوه . ددې لپاره چي اهل او مستحق څوک مو پیداکړی وي، دازمویني پریکړه مو وکړه .
سوالونه جوړ سول.کسان مو په مشخصه ورځ را وغوښتل.هغه ورځ او دامتحان شیبي راورسیدې. دسوالونو پاڼي راسره او دازمویني ځای ته روان وم. په دروازه کي زموږ د دفترملازم(اجیرمامور)ناست وو، راولاړسو .په خواره خوله يي راته وویل :

…صاحب! زه په امتحان کي ګډون وکړم؟

ماورته وویل:څه درس دې ویلی دی؟

هغه وویل: هو! څوکاله ښوونځي ته تللی یم .

ددې لپاره چي نا هیلی نسي ،په امتحان کي دکښیناستلو اجازه مي ورکړه.

په امتحان کي نژدې شپیتو کسانو ګډون کړی وو.

ازموینه تیره سوه ،هیئت نمرې ورکړې،پایلي يي راته راوړي. سرسري نظر مي ورباندي وکړ.هغه اجیرمامور(ملازم،پهره دار) ترټولو ډیري نمرې وړې وې .مقرر سو او ښه فني شخص ورڅخه جوړ سو .

اوس چي دافیسبوک ګورم، عجیب متفاوت استعدادونه پکي ترسترګو کیږي.

ځیني خوهسي ورته ناست وي،نه په خپله پوهیږي ،نه بل ته ګوري. که ورسره مرسته کوې،بده ورباندي لګیږي.نه يي املاء سمه وي، نه دلیکنو جوګه وي او نه دمکالمي اخلاق مراعاتولای سوای. داخلک معذور دي ،ناپوهي يي مرکب حالت لري ،دومره هم نه پوهیږي چي نه پوهیږم. په غیرمستقیمه توګه باید ورسره مرسته وسي .

ځیني بیا نه پوهیږي،خو په دي پوهیږي او دا مني چي نه پوهیږم. داخلک دمرستي وړ دي .که املايي غلطي لري،دیني ،اخلاقي یاهم سیاسي تیروتنه کوي،مرسته يي حق اودهغه چا دنده ده چي پوهیږي.

همداسي هغه ماشومان چي له مجبوریته یا هسي په کرهڼه ،هټیو، نانباییوو اوهوټلونوکي کارکوي .یا په ډیرانونو پلاستیکونه یا نورتوکي ټولوي .په هغوی کي هم خورا ذهین ماشومان سته .هغوی خو په خپله ګټه او تاوان نه پوهږي،مشران ورته توجه نلري او یا اړدي، څه نلري ،بس ملغري په ایرو کي پرتې دي . که يي لامل هرڅه وي خو مستحق کسان دي چي باید دزده کړي زمینه ورته برابره سي .په تیره هغه ماشومان چي دهجرت په نا خوالو کي ،په کم عمر، داسي سخت کارونه کوي یا هم دسوال لاس يي نورو ته نیولی وي، ښه ذهن او استعداد به لري خو دژوند اساس يي په داسي څه ایښودل سوی وي چي عمر به يي یا په طمع او دبل لاس ته په کتلو تیریږي اویا به په داسي هرزه او بي ګټي کارونو اخته وي چي داستعداد وړ يي نه وي .

زه خوچي همداسي کسان وینم او هیڅ مرسته مي ورسره په وس کي نه وي، نو یوازي دا سوال کوم چي:

اي ربه! ما او موږ ته ،دبهرنیانو د تبشیري او تنصیري شبکو له اړتیا پرته دا وس ،نیت اوهمت راکړې ترڅو دهمداسي ماشومانو دستونزو په حل کي برخه واخلو او هغوی د دې جوګه سي چي له خپلو همزولو سره په مدرسه، ښوونځي اومکتب کي داستاد مخته، د درس ویلو لپاره کښیني .

اودا کار الله تعالی ته سخت نه دی.

لیکوال: عبد الله ګل ریان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x