په ژوند کې د قناعت ارزښت

ليکنه: ناصر الشافعي (1):
ترتيب او ټولونه: محمد.خ. ملکزی

لومړی: د قناعت معنا:
د لغت له مخې: د قناعت کليمه په اصل کې يوه عربي کليمه ده چې د (ق ـ ن ـ ع) د تورو څخه جوړه شوېده او د يو څه شي قبلولو او پر هغه باندی د رضايتمندۍ او خوښۍ څرګندولو په معنا سره ده.

په اصطلاح کې: قناعت هغه فکري کړنی دي چې په دوو تنو کې يو تن ددې هڅه کوي تر څو بل تر خپل اغېزې لاندی راولي او هغه د خپل فکر او خيال منونکی شخص وګرځوي.

په ورځني ژوند کې ډېر ځل اورو چې ځيني خلک وايي: فلانۍ خورا قناعت مند شخص دی، دا په دې معنا چې په خپل قسمت باندی خوښ او په لږ څه باندی راضي کېدونکی شخص دی او همداراز هر هغه څوک چې د حق د خبرو پر وړاندی منونکي وي، دا کليمه ورته کارول کيدلی شي. قناعت يو غوره انساني صفت دی او که څه هم چې د کړاوونو او ناکراریو پر مهال قناعت ته غاړه ایښودل سخت وي، خو انسان له کبر څخه ژغوري او دېته ېې هڅوي تر څو د حق خبره له اورېدلو څخه وروسته سمدلاسه ومني.

د قناعت موضوع په اصل کې د فکر او دعقل هغه موضوع ده چې کله په يوه انسان کې رامنځ ته شي؛ نو د دې کار په پايله کې د نورو د فکرونو او تصوراتو څخه اغېزمن کيږي او د هغه په تګلاری پسې ځي. که خپلې افغاني ټولنې ته راوګرځو؛ نو جوته به شي چې په دې ټولنه کې ځينې خلک جنګ ته ګوته په ماشه چمتو ناست دي؛ نو په دې ډول ټولنه کې نورو ته قناعت ورکول او ددې مهارتونو زده کول تر بل هر څه ډېر اړين دي، نه يواځې دا چې زمونږ د جومات خطيبان، استاذان، ژورنالستان او ليکوالان بايد دا فن زده کړي، بلکه هر مدير، مور او پلار، هر ښځه او خاوند او د ټولنې هر ځوان مو بايدنورو ته د قناعت ورکولو مهارتونه زده کړي، تر څو دا ټولنيزی ناخوالی چې هره ورځ مو ژوند مو ګواښوي ورکی شي او له صميميت، خواخوږۍ ،درنښت اوګرانښت څخه ډک ژوند مو په برخه شي.

دويم: په خوښې سره نورو ته د قناعت ورکولو ښېګڼی:
خلکو ته قناعت په دوه ډوله سره ورکول کېدلی شي، يو د شدت او خشونت په مرسته او بل د فکري قناعت په مرسته (چې د يو لړ کره او مستندو دلائلو په وړاندي کولو سره نورو ته ورکول کيږي). په خوښۍ او رضايتمندۍ سره نورو د قناعت ورکولو يوه مهمه فايده داده چې: دا ډول قناعت تلپاتې او دائمي وي، ولی چې يو تن په خپلې خوښې سره حق ته غاړه ږدي او د جبري قناعت په څېر لنډمهاله نه وي چې د هوکړې په ويلو سره يو تن ستاسې پر وړاندی د مننې سروخوزوي، أما کله چې فرصت ومومي بيا هماغه د ضلالت په کږو لارو روان وي. پوهان څه ښه وايي: دا د برياليتوب لاره نه ده چې خپل فکر په زوره سره پر نورو باندی وتپې، بلکه حقيقي برياليتوب دا دی چې: لومړی نورو ته ښه نظر وړاندی کړی او د قناعت لاری پکې ولټوی؛ نو ددې کار په نتيجه کې به بيا دوي پخپله ستاسې د فکر ملاتړ کوي. پښتانه يو ښکلی متل کوي چې وايی: (( هغه کار چې په سلا وي؛ نو ورکه ېې بلا وي)). په رښتيا سره چې هر کله يو کار د سلامشوری، د فکري قناعت او مشورت پر بنسټ رامنځ ته شي؛ نو بلا ېې ورکه وي.

درېیم: د خلکو تر منځ د فکرونو اختلاف يوه طبيعي کار دی:
عاقل انسان هيڅکله هم په ورځيني ژوند کې د نورو سره د فکرونو او باورونو په اختلاف نه خفه کيږي، أما يولړ خلک به تاسی هم ليدلي وي چې اختلاف ېې زوروي او پر دې خبره باندی کړيږي چې ولی نور خلک د هغه نظر نه قبلوي، په داسې حال کې چې د خلکو تر منځ اختلاف او د خيالونو او فکرونو توپير يوه فطري، بلکه ضروري خبره ده. آيا کله مو فکر کړيدی چې: که چيری د نړۍ ټول خلک پر يوه ژبه خبری وکړي او که چېری د ټولو رنګ يو له له بل سره ورته وای؛ نو څه به رامنځ ته شوي وای؟ په انسانانو کې اختلاف لکه، تور او سپين، لنډ او اوږد، خوار او چاغ، عربي او عجمي، ګونګ، ړوند او کوڼ، ځېرکه او کم عقل، مسلمان او کافر…. دا هغه طبيعي توپيرونه دي چې په نړۍ کې د بشري ژوند د پيل له وخت رامنځ ته شوي دي؛ نو بيا ولې مونږ له دې اختلافاتو سره حساسيت ولرو او زمونږ د ځورېدلو سبب وګرځي ؟. آيا کله مود نړۍ په تاريخ کې دا ليدلي دي چې ټول خلک دی يو لباس واغوندي او يو ډول خواړه دی وخوري ؟ آيا کله مو داسې تصور کړيدی چې که چيری د نړۍ د ټولو خلکو يو نظر او تصور وای؛ نو زمونږ به څه حال وای، ؟ آيا کله مو د همداسې يوې ورځې د ليدلو هيله مندي ښکاره کړېده ؟

حقيقت دادی چې په نړۍ کې خوږ او تريو، رڼا او ترږمۍ، شپه او ورځ، ګرم او سوړ او همداراز د رنګونو، خوندونو او فکرونو تر منځ توپير د الله تعالی ( جل جلاله ) د د بې سياله قدرت له نښو نښانو څخه يوه نښه ده.

څلورم: په ژوند کې د قناعت درلودلو ارزښت:
په رښتيا سره چې په قناعت درلودلو سره د يو انسان کرامت او شرافت رامنځ ته کيږي او که چيری وغواړو چې د نورو په بدمرغه ژوند کې نېکمرغي او کرامت را ژوندی کړو؛ نو ددې کار لپاره پخپله بايد ملا وتړو او د قناعت د مهمو مهارتونو پر زده کړه باندی پيل وکړو. په باوري توګه سره ويلی شو چې قناعت په انسان کې يوه نه ختمېدونکی زېرمه ده، لکه چې په عربي ژبه کې يوه مشهوره مقوله ده او وايي: (( القناعة کنزً لا يُفنی)).يعنې قناعت هغه زېرمه ده چې پايله نه لری. قناعت په انساني فکر کې يوه نه ختمېدونکی پرته زېرمه او سرمايه ده..مونږ که چېری خپل ټولنيز ژوند ته راوګرځو؛ نو وينو چې د قناعت لمن مو په ټولنه کې ډېره پراخه ده او د غوره ټولنيزو روابطو لپاره مونږ دېته اړتيا لرو، تر څو ماشوم ته قناعت، مېرمنې او خاوند ته قناعت، ګاوندي او يا دوست ته د قناعت ګټوری لاری چاری ولټوو.

که څه هم کوچني ماشومان د قناعت پر ارزښت باندی نه پوهيږي او دا ډېر ستونزمن کار دی چې يو ماشوم ته د اور د سوزېدو او جوشېدلو اوبو ته د لاس وروړلو زيانونه بيان کړو او بيا هغوي ته قناعت ورکړلای شو، مګر دا چې کله ېې پخپله تجربه کړي او ددر ېې وآزمايي؛ نو بيا هلته کېدلی چې د قناعت پر ارزښت باندی ښه وپوهيږي، أما په عامه توګه سره يو عاقل انسان ته د قناعت ورکولو پروسه تر ماشومانو آسانه وي، د بېلګې په ډول: يو ځوان د سګرټو او د چرسو سره خورا مينه لري، خو پلار ېې نه غواړی چې د هغه ژوند دی بدمرغه شي او د افينو، ترياکو او چرسو د زهرجنو بوټو په لمن کې دی زوی ورپرېوځي؛ نو په دې لړ کې پلار ته ښايي چې خپل زوی ته د قناعت ورکولو لپاره عملي بېلګې ولټوي، لکه د پورته څېزونو په زيانونو باندی د غوره پوهاوي لپاره پلاربايد خپل دا ځوي له ځان سره د معتادینو هغه روغتون ته بوځي، چېرته چې پر مخدره موادو باندی د روږدو کسانو لپاره د هغوي درملنه کيږي.

خو د خواشينۍ خبره داده چې زمونږ په افغاني ټولنه کې د قناعت ژبه ډېره نه کارول کيږي، بلکه دلته په دې سيمه کې د قناعت پر ځای د وهلو او وژلو او استبداد خبری ښې چليږي او له همدې کبله مو ډېري ځوانان په پوډرو او آفينو باندی داسې روږدي شويدي چې اوس ېې ژوند له خورا سختو ننګونو سره مخ دی.
پنځم: د قناعت په اړه قرآن مونږ ته څه وايي؟

د الله تعالی سپېڅلی کتاب کلونه وړاندی مونږ ته ددې سپارښتنه کړېده چې تاسی نيکۍ ته د خلکو په بلنه کې بايد له خورا حکمت، زغم او لوړې حوصلی څخه کار واخلۍ، لکه چې فرمايي:(( ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَ الْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَ جَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ)) (سورة نحل ۱۲۵ آیت ).

ترجمه: ( اۍ محمده (صلی الله علیه وسلم) خلکو ته) د خپل پرورګار لوري( اسلام ته) په حکمت او په نېکې موعظې سره بلنه ورکړه او په غوره تګلارې سره له دوي سره مباحثه ( مجادله) وکړه.

د حضرت نوح ( عليه السلام ) سره همدا قناعت ؤ چې څه کم زر ( 1000) کاله ېې خپل قوم د نيکيو په لوري راوباله، خو يو لړ خلک بیا داسی فکر کوي چې هر هغه څوک چې شتمني، واکمني او زیاتی ښځې ولري؛ نونېکمرغه او له قناعت څخه ډک ژوند به ولري، له همدې کبله یو ځل د مکي مشرکين سره را ټول شول او وې غوښتل چې نبي کريم ( صلی الله عليه وسلم) د اسلام د خپراوي په هکله له خپل قوي دريځ څخه منع کړي؛ نو په همدې خاطر ېې هغه ته د زياتو مالونو، واکمنۍ او د څو ښځو وړانديز وکړ، مګر نبي کريم ( صلی الله عليه وسلم) چې د خلکو پر فکرونو او زړونو ېې بادشاهي کوله، دا هر څه د همدې لپاره رد کړل چې غوښتل د دوي سره خبره د قناعت له لاری[نه د دولت له لاری] حل وفصل کړي. په دې اړه يو شاعر ( 2) څه وايي:

بعضې بعضې خلکو نه به ځان په هنر خلاص کړی
خو بعضې بعضې خلک په هنر زړه ته پرېوزي

واعظه ته د مينې او محبت ټولګې شروع کړه
د مينې او محبت خبره زر زړه ته پرېوزي
_______________________________
(1)): سرچينه: د ( فَنُّ الإقناع) کتاب 30 او 37 صفحه _ ليکنه: ناصر الشافعي
( 2): شاعر:اقبال شاکر

یوه تبصره

  1. الحاج استاذ بیانزی

    ملکزی صاحب سلامونه می ومنه !
    کله چه می ستا لیکنه د قناعت د عنوان لاندی ولیدله ډیر لیواله شوم چه ویی لولم ، شروع کی څه ناڅه د قناعت به اړه څه بکی لیکل شوی وو ، مګر وروسته وروسته مو هغه قناعت ته لیکنه اړولی وه لکه عرف او رواچ کی چه خلک د قناعت او قانع کولو به معنی یی کاروی ، که دغسی وی ډیر خلک په کفر هم قانع شوی ، قناعت یی کړی زما مطلب هغه قناعت چه تاسی یاد کړی یا عرف او کلیوالی اصطلاح کی کارول کیږی ، ډیرد نورو په وژلو قانع شوی ، ډیرو د ډالرو په تر لاسه کولو د خاوری ،خلکو او خپلواکی په پلورلو قانع شوی ، په اروپایی او امریکایی ټولنو کی او اوس حتی ځینی اسلامی هیوادو کی هم نارینه د نارینه وو او ښځی د ښځو سره حتی د حیواناتو سره په واده کولو قانع شوی .
    ستاسی د لیکنی له توضیح داسی معلومیږی لکه قناعت یو رضامندی او هوکی ته ویلی شی څوک که به مثبت یا منفی عمل رضامند یا قانع شو هغه قناعت دی ، هو که قناعت د کلیوالی عرف او رواچ له مخی یا د کوڅی ژبی به معنی ونومول شی ، زه درسره موافقه لرم ، مګر که قناعت د قران له مخی وارزول شی تر هغی ډیر پورته دی چه تاسی پری رڼا اچولی ، زما مطلب دا نه دی چه ستا د قناعت سره مخالف یم ، مګر هغه د قناعت کلیوالی معنی ده .
    قناعت ته په عربی او قران کی اطمنان ویلی شی ، الله ج د یو رشتینی مطمن ( قانع ) انسان په اړه فرمایی ( ای مطمن نفسه تاسی زما په رشتونی بندګانو کی یاست ننوځه زما جنتونه ته ، یعنی د قناعت په بیه کی زما جنتونه ته ننوځه ، قناعت او اطمنان هغه لوی الهی سپیحلی خصلت دی چه د حرص د شیطانی خصلت په متضاد قطب کی قرار لری ، د قناعت ( حق ) او باطل ( حرص ) له جګړی الهی ازموینه رامنځته شوی ، د نن ورځی د حق او باطل جګړی په یو اړخ کی مطمن او بل اړخ کی حریص انسانان قرار لری ، قانع انسانان هر څه د الله ج په مالکیت او د ژوند ټولی چاری د الله ج په شریعت کی سنبالوی همدغه قانع انسان دی چه اشرف المخلوقات یا د خلافت تر مقام رسیږی برخلاف حریص انسان تر شیطانت ، دجالیت او بلاخره د اسفل سافلین تر مقام رسیږی .
    که په دی اړه زیات څه لیکم تبصره به ډیره اوږده شی ، زه ستاسی د لیکنی مخالف نه یم مګر سل په سلو کی موافقه هم ورسره نه لرم په دی چه تاسی د قناعت ظاهری جسم په عرفی ډول تشریح کړی مګر د قناعت روح مو د خاورو لاندی کړی . زمونږ به ګران هیواد ، اسلامی نړی او حتی ټول مظلوم بشریت همدغه د قناعت او حرص د حق او باطل چګړه ( الهی ازموینه ) جریان لری نور بیا

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.