شعـــــرونه

” پسرلۍ او د كائناتو تجلىٰ “

عبدالبصير منيب

د آرام سمندر ساحل ترڅنګ
د اوبو آرامۍ څپۍ
د پسرلۍ ښايسته او تازه موسم
جانان خپل د يار موسكا په خيال
د انځورګر په خلاقيت او تصور
شين آسمان ته كتل، هرڅه ورته لكه يار
هر څه كې ځانته ښايست او ځلىٰ وه
لكه ښايسته او ځلىٰ لرونكي ستورۍ
لكه د څوارلسمۍ شپۍ سپوږمۍ
لكه د تول كائنات تجلىٰ
ديره ښه ښكلىٰ وه، ديره ښه ښكلىٰ وه !

په هرڅيز كې يو راز پروت وو
د راز تر څنګ ناز او انداز پروت وو
د مطرب په رُباب هم يو ساز پروت وو
هغه د يار ښكلىٰ او ښايست
د ستورو ځلىٰ او د سپوږمۍ ړنا
لكه د باغ ګلان او زرغون چمن
او بيا د بورا نڅا، د ګل په شا او خوا
هغه باغ چې په ألوان ګلونو ښايسته
او د روانو اوبو بهير
هغه چې په ويلۍ كې
اوبو ځانته خوږ غږ درلوده
لكه د مرغانو او بلبلانو عاشقانه غږ
په سهار وختۍ د لمر خاتنه مخكي
ديره خوږه نغمه، ديره خوږه نغمه!

ته به وايي چې يار ناست دى
د ويلۍ ترڅنګ شنۍ ونۍ
ګلانو ترمنځ او د شين آسمان لاندي
هغه چې ستورۍ په كې
هر يو ځانته ځلىٰ درلوده
او په هرڅه كې د كائناتو مالك
خپل د خلقت، قدرت او تجلىٰ درلوده
او بيا د هغه حكمت، صنعت او عظمت
ځانته هر يو ننداره او تماشا درلوده
ما ويل بي شكه ربه ، ما ويل بي شكه ربه!

د تول كائناتو مهندس
او تدبير كوونكي فقط تنها ته يي
ته يي حسبنا ! او ته يي حسبنا!
دير ښه يي ته مولىٰ ، دير ښه ته يي مولىٰ !

“عبدالبصير منيب ”
١٣٩٥ لمريز كال د كب مياشتۍ، ١١ نيته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x