له امریکایانو سره خواخوږي ….!؟

موسی فرهاد 
له أمیرالمؤمنین مرحوم ملامحمد عمر مجاهد نه یو وخت وپوښتل شول چې ته ولی دې ته حاضر یې چې طالب مشرانو ته اجازه ورکوي چې له امریکایانو سره مستقیماً خبري وکړي او د کابل له ادارې سره د خبرو اجازه نه ورکوي ، په دې کې حکمت څه دی ؟

ملاصاحب مرحوم په خپله ځانګړي لهجه او لنډو الفاظو داسی ځواب ورکړی چې مطلب یې داسی وو :

زه پوهیږم چې امریکایان د افغانستان په جنګ کې خطا ایستل شوي دي ، هغوی احمقان دي ، نورو پر شا ټکولي چې تاسو جنګ پیل کړئ ، تاسو یې ګټلی شئ ، نو بي عقل انسان به هم وهي او هم به یې د پوهولو کوشش کوي ، کیدای شي چې یا دي په خبره پوه شی او یا یي په وهلو ټکولو له ځانه لیري کړي .

نو تاسو کوشش وکړئ چې مخ په مخ له هغوی سره خبري وکړئ او په دې یې پوه کړئ چې تاسو بې ځایه جګړه پیل کړي ، تاسو په موږ ملامت یاست ، تاسو ظلم کوئ تاسو ته بل داسی چا مشوره درکړي چې ستاسو دوست نه دی. که څه هم ستاسي خپل امریکایی یا بریتانوی انګریز وي. تاسو د عقل په بنیاد پریکړه نه ده کړي ، تاسی د افغان ولس تاریخ او مزاج نه دی مطالعه کړی ، تاسي خپل ځواک او خپلو مهلکو وسایلو دومره مغروره کړي یاست ، چې د خپل هغه دښمن په خوله مو پریکړه کړي چې تاسي یې په ظاهره د ځان دوست ګڼئ.

او د کابل ادارې له خلکو سره د خبرو اجازه له دوو وجو نه ورکوم، یو دا چې هغوی خو د بهرنیو متجاوزینو له شتونه پرته هیڅ وجود نلري نو خبري کول ورسره عبث کار دی . دویم داچي هغوی خو د ډېر ستر ملي خیانت ارتکاب کړی ، خپله خاوره او خپل ناموس یې خرڅ کړی ، له اشغالګرو سره یې د خپل وطن په اشغال کې مرسته کړي. نو دا ډول خلک د دنیا په تاریخ کې په هیڅ قوم کې د بخښني وړ نه دي بلل شوي. حتی چې اشغالګر پخپله هم دي ډول خلکو ته په سپک نظر ګوري ځکه چې هغوی د خپل کور ، خپل ناموس او خپلي خاورې په خرڅولو صرفه نه کوي ، د خارجیانو په لاس د خپلو خلکو په وژلو یې زړه نه خوږیږي ، د پیسو او مادیاتو د ترلاسه کولو پخاطر یې تر استقلال او حریت ، غلامي او ګوډاګيتوب خوښ وي ؛ نو دا ډول خلک د بشري ټولني ترټولو منحط ترین خلک وي ، له دې سره همیشه د دنیا په تاریخ کې داسی معاملي شوي دي چې هغوی ته سزاوي ورکول شوي ، نه داچي هغوی ته د نورو آزادو او مستقلو انسانانو په سترګه کتل شوي .

د مرحوم ملاصاحب الفاظ اګرچه له دې بدل وو خو مفهوم یې هو بهو همدا و . رښتیا هم د أمیرالمؤمنین دا خبره د امریکایی یرغلګرو او د هغوی د حمایت یافته هم لارو لپاره د کاڼي نقش بلل کیدای شی.

په پښتو کې یو متل دی چې وایی بې عقل چې څومره بل خوږوي ؛ تر هغه زیات ځان خوږوي . 16 کاله کیږي چې امریکایي چارواکي هم خپل خلک وژني او هم یې په دنیا کې اور بل کړی . د خپلو ناوړه کړنو او ناکاره پالیسیو له کبله یې څه باندي 4500 زره انسانان د یولسم سپتمبر په پیښه کې له لاسه ورکړل. خو په انتقام کې یې تراوسه پوري په سوونو زره نور امریکایان د مرګ کومي ته ور ټیل وهل .

د دوی خپلي شمیري وایی چې 4486 امریکایی عسکر په عراق کې وژل شوي ، 2345 په افغانستان کې وژل شوي ، په دواړو جګړو کې 1 میلیون عسکر زخمیان شوي او قریب 6 ټریلیونه ډالر مصارف شوي .

According to the U.S. Department of Defense : After 4,486 U.S. soldiers died in Iraq and 2,345 U.S. soldiers died in Afghanistan, 1 million U.S. soldiers wounded in both wars, and a potential cost of up to $6 trillion,

د یو بل راپور له مخي چې د (Archive of armed violence) وسلوال تاو تریخوالی آرشیف په نوم ادارې خپور کړی او ویلي دي چې په تېر 2016م کال کې په امریکا کې د څه کم 60 زره وسلوالو پیښو په ترځ کې څه باندي 15زره کسان وژل شوي او لږ تر لږه 30 زره 600 سوه نور ټپیان شوي. نو چې دا کلنۍ شمېره په یوه یا یوه نیمه لسیزه کې ضرب کړای شي تر سوونو زرو پوري د امریکایانو مرګ ژوبلي اوړي . مالي زیان یې د امریکا د ټیکس یا ګمرکي محصولاتو د ادارې د ویب پاڼي
AmericanTaxpayers.com د 2009م کال د راپور له مخي، داسی ښودل شوی؛ هغه امریکا چې یو وخت یې په پرلپسي توګه په هره یوه ثانیه کې 752 ډالره ګټل، ولي اوس یې د ګټي پرځای، زیان ته مخه کړي ، د جګړې له کبله د هري ثانیې په تیریدو سره 231 ډالره مالي زیان ورته رسیږي.

ځکه چې د یو شمېر احصائیو پر بنسټ د امریکا د جنګ د هري ورځي پوځي مصارف له 25 نه تر 28 میلیونه ډالرو پوري رسیږي. چې په یوه نیمه لسیزه کې دومره لوی مصارف خورا ملاماتوونکي ثابتیدای شي .

د الجزیرې د 2016م کال د راپور په آساس په تیرو 15 کالو کې د امریکایی جګړې له لاسه په افغانستان عراق او نورو سیمو کې 600 شپږسوه زره پوځي او ملکي وګړي تلف شوي ، تر 7 میلیونه زیات وګړي مهاجرت او بي کورۍ ته اړ شوي . او په همدې موده کې امریکا ته تر 13$ ټریلیونه ډالرو مالي زیان رسیدلی دی .

October 12, 2016 AlJazeera
“The Costs of War Project comprises 35 scholars, legal experts, human rights practitioners and physicians, and has been working since 2011 to document the full human, material, and political costs of the wars in Iraq and Afghanistan, and the related violence in Pakistan and Syria – and to ask for an official accounting. The project’s findings show that over the past 15 years, US conflicts have cost more than 600,000 military and civilian lives, resulted in more than seven million refugees and displaced people, and run-up perhaps nearly $13 trillion in financial costs over the lifetimes of the conflicts.”

نو دې ټولو تخمیني او سرسري احصائیو ته په کتو، سړی دې نتیجې ته رسیدلای شي چې امریکايی واکمنو ډېره احمقانه پریکړه کړي چې پر اسلامي نړۍ خصوصاً پر افغانستان یې یوه ناروا جګړه پیل کړي. داسی یو بې هدفه او ناکامه جګړه چې هیڅکله به یې د ګټلو خوب رښتيا نشي. پرته له دې چې ورځ تر بلي یې زیاته مرګ ژوبله وزغمي ، ملا ماتوونکی مالي زیان یې وګالي او بالاخره نړیوال غرور او حیثیت یې له خاورو سره خاوري شي.

امریکایان باید په دې ځان پوه کړي چې افغانان رښتیا هم ډېر ځوریدلي ، ستړي شوي ، کورونه او زندګي یې تباه شوي ، خوارۍ او ورانۍ یې ګاللي ، له جنګه ستړي شوي، خو له جهاده هیڅکله نه ستړی شوي او نه به ستړي شي . دا ځکه چې جهاد د مسلمانانو د ایمان یو جزء دی چې هیڅکله ورته شاه کولای نشي . همدا لامل دی چې مسلمان د جهاد په دې مقدسه عقیدوي لاره کې مرګ او ژوند دواړه د ځان بریا ګڼي . او له دې عقیدوي نعمت څخه مقابل دښمن او د هغوی هم لاري په هر صورت محروم دي.

نو د أمیرالمؤمنین مرحوم ملا محمدعمر مجاهد پورتنۍ خبره یو داسی ریښتینی او حکیمانه حقیقت دی چې په واقعیت کې دا له دښمن سره یو ډول خواخوږي ګڼله کیږي که چیري هغوی له لږ انساني بصیرته کار واخلي او نور له دغه پیل کړي ظلم څخه لاس پر سر شي . ترڅو هم ځان له تباهۍ وژغوري او هم مسلمانان د دوی له شره خلاص شي .

پای ………………………………….!
2017 / مارچ / 6
موسی فرهاد

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.