نظــر

د حکمتیار نیمګړی آرمان!

شاهد (غزنیوال)

پرون د کب پنځلسمه په کابل کې د ښاغلی حکمتیار د ظهور متوقعه ورځ وه.

خو یو ځل بیا دا ورځ پر کابلیانو د حکمتیار له ظهوره پرته توره تاریکه تیره شوه!!!

ښاغلی امین کریم په خپل وخت په کابل کې د ښاغلي حکمتیار نه ظهور د هغو شرائطو نه پوره کیدل وبلل کوم چې د ترسره شوې روغې جوړي په اړه د حکومت او حکمتیار ترمنځ ټاکل شوي وو.

د تیرکال له سپتمبره تر اوسه څو ځله د حکومت او حکمتیار ترمنځ د تر سره شوې روغې جوړې د شرائطو په پوره کیدو کې دا ډول خنډونه او ځنډونه رامنځته شوي خو ماشاء الله کابل ته د حکمتیار صیب د رسیدو پرحوصله یې هیڅ منفي اغیز نه دی کړی او لا هم هماغسې تانده او توده ده.

سره له دې چې کابل ښاریانو تر ظهور وړاندې د قصاب کابل په لقب وركولو سره په لاریونونو استقبال او د تنظیمي جګړې د مهال جګړه مارو حریفانو یې انځورونه تر پښو لاندې کړل خو نوموړی لا هم د کابل پر پاتې کنډوالو د ظهور پر دریځ ټینګار لري.

سړی نه پوهیږي چې په کابل کې خپل ظهور ته ښاغلی حکمتیار ولي دومره لیواله دی؟

نوموړي د کابل د ظهور په آرمان کې د خپلې ۴۷ کلنې مبارزې سپیڅلی شعار (د اسلامي حکومت حاکمیت) تر پښو لاندې کړ.

د ده په خپلې اصطلاح د کابل له امریکايي رژیم سره یې د یوځای کیدو تریخ غوړپ تر ستونې کړ، په ټیټو سترګو یې له پرونیو تنظیمي سیالانو نظار شوری او د جبل السراج له مختورو ایتلافیانو سره د ناکام ژوند تیرولو منت پر ځان ومانه او…

خو د دې باوجود یې بیا هم په کابل کې د ظهور آرمان همداسې نیمګړی پاتې شو.

دریغه چې ښاغلي حکمتیار دومره تنازل د امریکايي اشغال په خلاف جنګیدونکو مجاهدینو په مقابل کې کړی وای او هغوی ته یې ویلي وای چې مونږ تنظیمي رهبران خو په افغانستان کې د خپل ورکړي شعار په عملې کیدو کې پاتې راغلو راځئ دا کرت به یې ستاسي په مشرۍ کې له امریکايي اشغالګرو سره د صادقانه جهاد په دوام کې د پلې کولو تجربه او هڅه وکړو…

اوس خو د امریکا تر حمایت لاندې مزدور حکومت سره د ښاغلي حکمتیار یو ځای کیدل د لاندې پښتني فولکلوریکې ټپې له مصداقه پرته بله هیڅ لاسته راوړنه نه لري چې وايي:

په لبلبو دې خولګۍ ورکړه … ظالمې ما به شفتالو درکړي ونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
رحمت الله رحمت

تمحیص او پاک له ناپاکه جلاکول د جهادي صف له ممیزاتو څخه دی. ډیر هغه کسان چې د جهاد په نوم له دې صف سره یوځای شوي او بیايي ورسره غدر کړی له دې صف نه پاتې شوي. دا ډول کسان د اسلامي صف لپاره پیغور دي . حکمتیار یو له هغو کسانو څخه دی چې اوس د امریکایانو په لاس له جوړشوي رژیم سره یوځای کیدل هم جهاد او د اسلامي نظام حاکمیت بولي. دا ډول له جهادي او شرعي مفاهیمو څخه ناخبره کسان اسلامي شعائر او جهادي اهداف د خپلو خواهشاتو او حیواني غرائزو له نقطه نظره تشریح… نور لوستل »

میرویس

رحمت وروره سلامونه می ومنه ! ستاسی د دی خبرو سره موافقه نه لرم ، زمونږ حکمتیار صاحب له هغه وروسته چه د ربانی او ایساف سره یی په ګډه د انګریزانو او امریکایان سره یی د سوړ جنګ د غلامی تړون لاسلیک کړی [ سوړچنګ ( د روسانو او امریکایانو جنګ چه افغانان بکی استخدام شوی وو ) ] له هغه وروسته مجاهد ورور نور مجاهد نه وو . د شورویانو مقابل کی د امریکایانو په وسلو د امریکایانو د پاره جنګیدلو . د دوهم اشغال وخت کی یی هغه د سوړجنګ غلامان د کابل په غلامه اداره کی… نور لوستل »

محمود جان

محترم ميرويس ص
ته پدى خوښ يى چى الله ج دى د اخرت په ورځ دده سره يوځاى را پورته کړى? د الله ج په خاطر د هغه ګوند دفاع مه کوى چى د زرهاوو شهيدانو وينى يي د واک لپاره و پلورلى او هغه يتيمان يي هير کړل چى د پلرونو له شهادته وروسته پيداشول او له ډيرى خريبى يي په کوڅو او سړکونو کى کاغذان ټولول او دشپى له پاره به يي يوه ګوله ډوډى پرى پخول نو تاسو هرڅه هير کړل او صرف د واک لپاره الله ج دى پر موږ او تاسى و رحميږى

هارون ځلمی

الله ج می موږ او زموږ ټول مشران او کشران له داسی حالت څخه په امان کی کړی
چی ولاړ به له کافر سره یو او دعوه به د اسلام او مجاهد کوه لکه چی نن (حکمت یار ) ورسره مخ ده
خو زما زړه دا نه منی چی حکمت یار دی ژوندی وی ځکه چی دوره تنازول منل چی یړ زره زره زره اسلامت هم په کی وی نشی منلی.
نو زما په خیال د حکمت یار له نا مه نه غلطه استیفاده اخستل کیږی.

میرویس

محمود جان ورور السلام علیکم ! مونږ د حکومتیار او د هغه د سلامی حزب لنګه نه ده کړی، د ځینو احساساتی ورونو د پاره می د تبصری لمړی کرښه دا سی شکاری لکه مونږ چه د هغوی ملاتړ کړی وی مونږ د حکومتیار قاتل، غل او غلام قدمونه به ډبرو ولو ، تر هغوی حتی کمونستان ډیر شرف لری له اوله کافر وو یعنی هغه کفر کی صادق وو نه د حزبیانو په شان چه پرون اربکان او نن داعشیان شول ، د یو څو ډالرو د پاره خپل مظلوم اولس او د هغوی قهرمانان وژنی . زه خپله… نور لوستل »

م

په عام ډول همداسی ده چې خلګ د نبی صلی الله تعالی علیه وآله وسلم د مبارک نوم سره (ص) لیکې مګر دا مکروه کار دی باید پوره – صلی الله تعالی علیه وآله وسلم – ولیکئ – او د بل نوم سره هم ص لیکل نامناسب دی

عبدالقدیر مهمند

بزن دول و بزن سرنى كه راكت يار مى آيد جهاد فروش براى ديدن كابل قلندروار مى آيد تنفر مى كند هردم وجود زخمى ام ياران به صد چال وبه صد نيرنگ همان مكار مى آيد گرفته پاى آهويم به دندان گرگ نا اصلى به اميدى ز لاشستان همان لاشخوار مى آيد سفيد شد ريش وموى او ولى رويش سياه باشد حيا را زير پا كرده عجب نامرد بى خار مى آيد ندارد سرپناه بزدل ديگر درين دنياى پهناور براى حفظ جان خود چو موش در غار مى آيد فغان و ناله يى كابل شنو از صفحه يى تاريخ هنوز… نور لوستل »

عبدالقدیر مهمند

هموطنان عزیز گلبدین در شفاخانه نظامی ترکیه انقره به مرض سرطان بستر می باشد و آخرین نفس های خود را می کشد !

درانی@#

رحمت الله گرانه وروره .
زه له تاسره ۱۰۰ فیصده موافق یم پرون یی دجهاد کوو نن بیا د کفار و په صف کی ودرگی عجیب اسلام دوی مراعات کوی.
هغه مشهوره قصه را په یاد شوه . وای یوه فحاشه شزه وه او دا بد کار به یی کوو نو ملا ته ورغله او ورته یی وویل ملا صیب زه دا بد کار کوم او پیسی تلوم بیا مسجد په جوروم ملا ورته وویل چه ثواب او عذاب دی مساوی دی او دا نو زحمت چه په تا تبریکی دا اضافه ده.

الحاج استاذ بیانزی

درانی صاحب ستړی مه شی !
د سوړ جنګ د غلامی تړون له لاسلیک کولو وروسته ګلبدین ته زه د افغان ، مسلمان او حتی انسان په حیثیت قایل نه یم درناوی ورته نه لرم د دوستم ، مسعود . کرزی ، نجیب او غنی په شان یی د مسلمانانو افغانانو قاتل او د الله چ دشمن یی ګڼم

Back to top button
10
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x