ډاکټر محمد عثمان تره کی، د کابل پوهنتون پخوانی استاد

د داعش د شرارت په دوام ، د وسله وال مقاومت سره سوله جګړه نه ختموي!

ډاکتر م ، عثمان تره کی

دبن په ښار کې د شفاهي وینا لیکنې متن
د مارچ ۴ مه – ۲۰۱۷

هغه غټې پوښتنې چې د افغانانو مخې ته پرتې دي دادي، چې څنګه دا څلویښت کلن ناورین ته د پای ټکې کېږدو؟
د دغو پوښتنو د مناسب ځواب موندلو په موخه باید د افغانستان د جګړې څو واقعیتونو ته پام واړوو، پدې مانا

چې:

ـ په افغانستان باندي یرغل د بن لادن د ماجرا نه مخکې پلان شوی و.

ـ په افغانستان کې د شوروي یرغل نه وروسته اوږدمهاله جګړې دولتي دفاعي پوتانسیل له منځه وړی و.

ولس د جګړې نه ستړی او ستومانه و او د بهرني یرغل په وړاندې یې دفاعي وړتیا کمزورې شوې وه .

امریکا د سړې جګړې فاتح غوښتل چې د قدرت د وېشلو په نړیوال نظام کې دوه قطبي کلاسیک جوړښت ته یو قطبي بڼه ورکړي چې په کې امریکا اصلي واکمنه وي.

بناً په بې دفاع افغانستان باندې برید امریکا ته د قدرت د وېشلو د نوې معادلې د وړاندې کولو امکان ور په برخه کړه. نو د شورويانو د ماتې نه وروسته ، امریکا د افغانانو د وینې په بیه د یو قطبي نړي په ارباب بدل شو.

ـ امریکا او ملګرو يې په افغانستان کې د دیموکراسي او بشري حقونو تر نامه لاندې د بن غونډې له لارې توپک والاو ته چې د بشري حقونو په سرغړونه تورن وو مشروعیت ورکړ.یانې د یوې لسیزې کورني جګړه ماران یې په ولس باندې واکمن کړل.

ـ اوسمهال جګړه او د هغې نه رازیږېدل شوې منفي پایلې لکه کډوالتوب ، بیوزلي، بیرته پاتې والې او د داعش بنسټ پالو په هغو سیمو کې لنګر اچولی چې قومي ډېره کي په کي ژوند کوي.

ـ وسله وال مخالفین د اوسنۍ جګړې یو اړخ دی. هغوی د ولس په مرسته د هیواد نیمایي برخه تر خپل کنترول لاندې لري. بناً دوی د یو مشروع ځواک په توګه چې د ملي واکمني د تأمین لپاره مبارزه کوي ، باید د سولې په معادله کې بنسټیز رول ولري.

ـ نړیوال نظامي ائتلاف او پاکستان د جګړې اصلي بهرني اړخونه دي چې فعلأ په افغانستان کې له نیابتي اواستخباراتي ټکر سره مخ دي.

دجګړې په تاوده ساتلو کې دوی هر یوځانته بېلګه لري: امریکا او اروپايي مؤتلفین یې په سیمه کې اسلامي بنسټپالنه خپل امنیت ته ګواښ ګڼي. پاکستان چې د مذهب په بنسټ جوړ شوی هیواد دی د لویدیځو هیوادونو دریځ ته اسلام سره د دشمني په بڼه تبلیغوي تر څو چې اسلامي ډلې د حکومت د رسمي سیاست په محور باندي راټولې او له هغوی نه په سیمه کې د خپل بهرني سیاست د لاسوند په توګه کار واخلي.

ـ د افغانستان د قضیي په اړه د ظاهري اختلاف سره سره پاکستان او امریکا په ځینو چارو کې واحد ستراتژیک دریځ لري . له هغې جملې نه:

لمړي. له تروریزم سره د جګړې په پلمه ، پښتانه چې په سیمه کې د پردیو په ضد د مقاومت ستنه جوړوي ، دهغوی فزیکي قوت او سیاسي وړتیا ماتول او کمزورې کول.

دوهم. د جګړې د دوام په موخه د داعش تر نامه لاندې پاکستاني ملیشې افغانستان ته صادرول.

دریم. د ډيورنډ له کرښې آخوا خونړي نظامي عملیات تر سره کول. ترڅو د پاکستان او ناټو په ضد وسله والې ډلې دېته اړې شي چې له ډیورنډ کرښې راواوړي او د امریکا تر ګوزارونو لاندې راوستل شي. د پاکستان وژونکي جنګي عملیات یوازې په پښتونخوا کې محدود نه پاته کیږي. د کلونو راهیسې د ناټو په ضمنې موافقت د توغندیو باران د افغانستان په ځینو ختیځو او سهیلي سیمو کې د ژوند امکانات له منځه وړي دي.

امریکا چې پرانویاک ولسمشر د تش په نامه ستراتژیک تړون د طلسم په د ننه ایسار ساتلی د پاکستان د تیریو او ګوزارونو په ځواب نه افغان لورې ته ( سره له دې چې د امریکا په خدمت کې تیارسئ ولاړ دی) دفاعي امکانات ورکوي او نه هم پخپله د پاکستان په وړاندې غبرګون ښيي.

ـ دلته موږ د جګړې د یو بل تریخ واقعیت سره مخ کیږو. پدې مانا چې نړیوال نظامي ائتلاف نه غواړي چې افغان اړخ د یو خپلواک دفاعي سیستم خاوند شي. د جګړې او سولې نوښتګر او مخکښ واوسي. د افغانستان دفاع په لاس کې واخلي او د پاکستان تیریو ته ځواب ووایي.

واقعیت دا دی چې په افغانستان کې د نړیوال نظامي ائتلاف په حاکمانه حضور سره افغان اړخ نه یوازي د پاکستاني پوځ تیريو ته ځواب ورکولي نشي بلکې د یو خپلواک هیواد په توګه د خپل دفاع او امنیت په ساتلو کې نشي جوګه کیدای.

د څه چه مو وویل مالومیږي چه د افغانستان جګړه درې لاملونه لرلی شي :

لمړي . د بهرنیو قوتونو ناقانونه حضور او د حکومت په جوړولو کې د دوی لاسوهنه.

دوهم . په افغانانو باندې د یو بې کفایته او کمزوري حکومت تپل.

دریم . د قومي ډیره کيو په وړاندې د لږه کیو په خصمانه جذباتو باندې سیاسي پانګه اچونه.

د رسمیاتو په کچه دغه اقدام ته « د جګړې افغانې کیدل » نوم ایښودل شوې.

د جګړې د لمړي لامل یانې د بهرنیانو ناقانونه حضور د لرې کولو په موخه نړیوال قوانین موږ ته بربنډ او څرګند حکمونه لري. که د افغانستان ملي ګتې د نړیوال نظامي ائتلاف د ژیوپولتیکو او ستراتژیکو موخو سره سمونوالی ولري ، د دغه ائتلاف سره ستراتژیک پیوستون موږ ته د یو تاریخي چانس په بڼه مطرح کیدای شي. پدې شرط چې د پیوستون افغاني اړخ یوه ملي واکمني وي نه د بهرنیانو د استخباراتو په لاس جوړ شوی حکومت.

دجګړې د دوهم او دریم لامل د له منځه وړلو یوازنۍ لار له وسله وال مقاومت سره د سولې په مقصد صادقانه او رغنده خبرې اترې ګڼلی شو. د مذاکراتو اجنډا د یو لنډ مهال حکومت رامینځ ته کېدل جوړولی شي . لنډ مهال حکومت له مسلکي کسانو جوړ او یوه لسیزه مثبتې لاسته راوړنې ساتي. قومونو ته د اسهامو وېشلو ناوړه دود ته د پای ټکی ږدي. د جګړې له حالت نه دسولې خواته د یو پٌله په توګه کارول کیږي.
ظاهرأ د جګړې پاي په افغانستان کې د امریکا د نظامي – جنګي حضور منطق له منځه وړي. له همدې کبله امریکا د مقاومت سره د سولې په موخه د رسمي مذاکراتو نه دده کوي. خو موږ امریکا ته دا زیرې ورکوو چه د سولې په هغه پروسه کې چه د نړیوال حقوقو په درناوي د یو انتقالي حکومت د جوړیدو په محور باندې تنظیم شې ، د امریکا لند مهال حضور قانوني بنست مومي او اشغال پایته رسیږې. خو جګړه په تیته کچه دوام کوي : پاکستان افغانستان ته د داعش ، لشکر طیبه ، لشکر جنګوي او نورو دلو په صادرولو سره ، امریکا یي او افغاني پوځیانو د پاره د راتلونکو کلونو کلونو په ترڅ کې يی جنګي مصروفیت رامنځته کوي او د جګړې اور بل ساتي . « پاي »

2 تبصرې

  1. الحاج استاذ بیانزی

    ډاکتر صاحب سلامونه می ومنه !
    مونږ اوله کی ستا په اړه خطا وتی وو ، حتی مونږ فکر کولو چه تاسی هم کوم ایزمی یا هغه څوک یاست چه ځان مطرح کوی چه غلامه اداره یا راتلونکی بله کومه ایرمی اداره کی کوم ریس یا وزیر شی ځکه زمونږ ډیرو تش په نامه دجالی ډاکترانو ځانونه به رسنیو کی همداسی کړی د نیکتاییو ډاکتران یا د کمونست او سکولریست غنی په شان متفکران وی ، ځکه مو ستاسی دریز او سپیڅلی دریز نه تاییدوو او نه تعقیبوو .
    مکر ستاسی ثابت او عالمانه شخصیت دا په ډاګه کړه چه تاسی د هغو پلورلو شوو داکترانو او متفکرانو له دلی نه یاست او نه د حزبیانو به شان تسلیم شوی . زه مو ملګری یم تاسی ته د یو ښه مشر په حیثیت درناوی لرم او د مشر په صفت مو اوامر او هدایات منم ، الله ج دی وکړی چه زه مو به یاد پاتی یم مننه

  2. عبدالواحد اڅګزۍ

    محترم ډاکټر صاحب اسلام اعلیکم بهترین تحلیل اوحالات دی لیکلی دی خوزه یوڅه نورهم کی اضافه کوم لکه دپاکستان مخه اوحقیقت پاکستان اوس هم په اشیاکښی دانګلیس نماینده دۍ هم له افغانانو دانګلیسانو دزاړه تاریخ انتقام اخلی اوهم یی دامریکاپه مقابل کی استعمالوی ټوله پالیسی یی اوس هم په انګلستان کی جوړیږی اوپه پاکستان کی عملی کیږی پاکستان په دی پوهیږی چه که افغانستان جوړسوزماوجودنور ختم سوولی چه ددوودښمنانو په منځ کی لکه هندستان اوافغانستان له دووپردیوټوټوجوړسوی ملک امکان نه لری دنادرخان اوظاهرشاه حکومتونو دافغانستان دغولامی ټوټی دخلاصیدونیت نه درلودولی غازی امان الله خان انګریزانوپه فریب اوجعلی مولایانوورمات کی او دوی یی وپاچهۍ ته ورسول اودوی یی هم وفاداره وو اوس چه دازړه ورافغان قوم آزادسی اویوایمانداره حاکم ولری غولامه برخه دافغانستان محکومه نه پریږدی – دانګریزنښانی زه په پاکستان کی در وه ښیم په ټوله دنیاکی اختراوروژه وی په پاکستان کی نه وی څواونی دمخه دکندهارغمیزه ددوی له طرفه وه نه غواړی عرب دافغنستان دوستان سی که ستاسوفکروو باجو ترپیښی وروسته فورًدافغنستان سره ددوستۍ پیشنهادونه شروع کړل ځان یی داسی ښودۍ چه دپاکستان ذکر ونسی – دپاکستان تبلیغی جماعتون خاص دانګریزانو آلی دی په هندستان کی داسلام مخالف کتابونه داسلام اواحادیثوپرنامه ورته لیکی ټول دقرآن مخالف دی دافغانستان جوړیدل دپاکستان له منځه وړل دی اوانشاءالله ووس افغانستان جوړیږی اوداحمدشاه باباروح په قبر کی خوشحالیږی – ناټواوانګریزان دعقل دخواندی ناکامه سوی دافغانانوزړه ورتیااوپر الله توکل اودکفارو اقتصادی ضعف.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.