نظــر

افغانستان کې د اوبو پر سر شخړې!

ذبيح الله تنوير

دا یوه نوې خبره نه ده،چې د اوبو پر شخړې او جنګونه دې لږه محینه ولري،بلکې له ډیرې پخوا راهیسې یوه راپاتې ستونزه ده، چې له ځان سره یې ډيرې بدې پایلې درلودلي دي، خو له تېر سره یې په دې ډول پرتلنه کولی شو چې پخوا د اوبو پر سر شخړې د کلیو ،قومونو او ولسوالیو پر سطحه وې،ولې په اوس کې د هېواد څه چې د نړۍ په سطحه یوه لویه ستونزه ده.

په کلیوالي سطحه ډیر ځله موږ د کلیوالو تر منځ د اوبو پر سر له شخړو سره مخ شوي یوو،چې بیا دغه جګړې په حفګانونو،مړینو،ژوبلیدو او بدیو پای ته رسیدلي دي،افغاني دودونو ته په کتو سره له جګړو وروسته د کورنیو کډه کیدل، له روعې جوړې وروسته په بدو کې د جنونو ورکول،د ځمکې ورکول،د اقتصادي وضعې ضعف هغه څه دي چې د اوبو پر سره د شخړو څخه منځ ته راځي.

موږ ددې لپاره چې خپله ځمکه خړوبه کړو،له شخړو وروسته خپله ځمکه له لاسه ورکوو،ایا موږ په رښتیني ډول ګټه کوو،که ځان د بېوزلې په خوله کې ورکوو؟

که موږ د خپلو کروندو د پایښت او د هغو څخه د زیات حاصل په لاسته راوړلو پسې لېواني یوو،نو دا یې د حل لاره نه شی کیدای چې د اوبو پر سر دې د خپل ګاونډي وینو وبهوو ،یا دې د خپل کلیوال لاسونه او پښې ورماتې کړو ،پایله یې یوازې دا کیدای شي چې موږ په خپله خپل ځان ته کار ګورو.

دلته د اوبو د نه شتونه مسله نه ده،دلته د اوبو ناسم استعمال ،د اوبو ناسم مدیریت او د اوبو بې دریعه ضایع کیدل ددې هېواد اوبه کم رنګه کړي دي،کوم چې له وجې یې د اوبو پر سر شخړې ډیرې شوي دي.
افغانستان کې لوی او واړه سیندونه په زیاته کچه د هېواد څخه بهر ګاونډیو هېوادونو ته راوان دي،کوم چې سیند ته پرتې کروندې ورځینې خړوبیږي،چې ددې ډول سیندونو جریان دوامداره وي،خو د هېواد په نورو ولایتونو کې موقتي سیندونه او خوړونه یوازي د اورښتونو په وخت کې فعال وي،په نورو وختونو کې بیا وچ پاتې کیږي،کله چې اورښت وشي نو بیا دغه خوړونه او سیندونه له اوبو ډک وي ،دا نو داسې وخت وي چې په کرونده کې کرل شوي نباتات د اوبو اړتیا احساسوي او داسې فکر کیږي چې که اوبه زر ورته ونه رسیږي نو له حاصل اخیستو به پاتي شي،په دې وخت کې بیا نو د اوبو بازار ښه ګرم وي،د سیلابونو د راوتلو په وخت کې ليوالتیا ته په کتو په کلیو کې د شور او ځوږ داسې یو تصویر په ذهن کې پاتې کیږي چې ګواکي یو څوکد څه له لاسه ورکوي،نو حتمي ده چې د اوبو پر سر به فزیکي او لفظي شخړې رامنځته کیږي.

د اوبو د اوړون لپاره ټاکلي میتودونه او لارې شتون لري،چې پر بنا یې اوبو لګول په درست او سم ډول سره ترسره کیدای شي ،چې له جملې یې یو هم د میراب دودیز او رواجي سیستم دی ،په دې سیستم کې د یوې سیمې حلک د اوبو د ښه مدیریت لپاره یو تجربه کار بزګر ټاکي،دا یو ښه سیستم دی، کولی شي چې پر بنا یې د ډيرو ستونزو مخه ونیول شي،خو دا په یو میراب باندې نه شي کیدای چې د اوبو اړوند ستونزې په مکمل ډول حل کړي ،ټولنیز او اجتماعي کارونه هغه څه دي چې په مټ یې ناشوني کارونه ترسره کیدای شي،په هېواد کې د بزګرانو تر منځ د ټولنو نه شتوالی ښه ښکاره ډول لیدل کيږي،دا په دې مانا ده چې دوی تر منځ همغږي او یو بل ته د حیر او ښېګڼې کارونه په نشت حساب دي، دا ښکاره ده چې ټولنیز کارونه په یوازې ځان باندې نه شي ترسره کیدای،ددې ډول کارونو د ترسره کولو لپاره د بزګرانو تر منځ یووالی ضروري ده چې په پایله کې یې کیدای شي د اوبو اړوند ستونزې حل شي،د مثال په ډول د ویالو ،نهرونو،لښتیو پاکول،د اوبو د لپاره د وادنیو جوړول او نور ټولنیز کارونه چې په پایلې کې یې ډیر ستر کارونه په ښه ډول ترسره کیدای شي.

د اوبو پر سر شخړې اوس په نړیواله کچه خپلې ریښې عځولي خو په نورو هېوادونو کې به فکر کوم چې دا ډول ستونزې له نورو هېوادونو سره وي ولې په افغانستان کې د نورو هېوادونو سره سره د هېواد په دننه کې د کلیو او یا د قومونو په سطحه هم شتون لري چې ښایي ډيرې بدې پایلې به ولري،کوم چې د هېواد په دننه کې د کرنې د سکتور په پرمختګ به ډيرې بدې اغیزې ولري.

د هېواد لپاره د ښې او پایداره کرنې لپاره د اوبو په برخه کې د پرمختګونو ضرورت دی ،چې کولی شي د هېواد کرنه او بیا په وار سره د هېواد د خود کفاه کیدو سبب کیږي،اوس موږ په شته اوبو کې لږ تر لږه د برکلي د کاریز لرونکو اوبو حلکو ته سوال کوو،چې بیا ځواب یې هم دا وي چې موږ په خپله له تندې مړه شوو،دا هغه څه دي چې د اوبو کوم چې د اوبو مهارولو په برخه کې نه پاملرنې راپه برخه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x