افغانستان

د افغانستان صادرات 49 سلنه زیات شوي

نن ټکی آسیا: د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خوني مشر قربان حقجو رسنیو سره په غونډه کي ویلي چي د افغانستان صادرات د روان هجري زیدیږ کال په لومړیو نهو میاشتو کي 399 ملیونه ډالرو ته ورسید، چی په دې توګه دا د تیر کال په پرتله 49 سلنه زیاتوب دی.
نوموړي ویلي چي د افغانستان په صادراتو کي وچه میوه، تازه میوه، سبزيجات، حبوبات، قالین او لاسي جوړ شوي مصنوعات، حیواني مصنوعات، مشروبات، پنبه، او طبي نباتات شامل دي.

 

او زیاته کړې چي که څه هم د افغانستان صادرات د تیر وخت په نسبت زیات شوي، خو د وارداتو په پرتله ډیر زیات کم دي.

د افغانستان د توکو لپاره نوموړي پاکستان، هند، ایران، روس، چین، منځنۍ آسیا، خلیجي هیوادونه، اوروپا، اسټرالیا او کنډا بازارونه مهم وبلل.

حقجو ویلي چي د افغانستان د غیر یقیني حالت او امنیتي ستونزو له کبله سرمایه داران له هیواده خپلي سرمایې بهرني هیوادونو ته باسي، چي له کبله یې د افغانستان اقتصاد ته لویه ضربه رسیږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x