دیني، سیرت او تاریخ

کافر ته سلام اچول

لیکونکی: مفتي نقيب احمد حمیدي
پوښتنه کونکی: محمد هاشم انوري له جرمني نه

سلام علیکم مفتی صاحب موږ دلته له کفارو سره په يو زای کی اوسو سلام اچول هغو ته سه حکم لری؟

ځواب: وعليکم السلام ورحمة الله

سلام اچول په کفارو په لفظ د” السلام عليکم ”

سره په شریعت کي منعه ده

ځكه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

لاَ تَبْدَءُوا الْيَهُودَ وَلاَ النَّصَارَى بِالسَّلاَمِ

تاسو په یهودو او نصاراوو سلام مه واياست.

او که کافر سلام په مسلمان ووايي په ځواب کي دي مسلمان یواځې ”وعليکم” ورته ووايي
، ځکه کېدی کي چي هغه کافر ده ته ”سام عليكم ” ویلي وي.

او د هغو تورو کارول چي له السلام عليکم نه غیر وي

او سلام ته ورته ترجمه لري لکه: سهار پخير، شپه پخير، ورځ پخير hello, happy birthday یا داسي نور تورې د کافر لپاره که د ضرورت، خپلوي یا داسي بل لامل وو روا ده کنه مکروه ده.

الموسوعة الفقيه

حُكْمُ التَّحِيَّةِ لِغَيْرِ الْمُسْلِمِ بِالسَّلاَمُ عَلَيْكُمْ مَمْنُوعٌ عَلَى سَبِيل الْحُرْمَةِ أَوِ الْكَرَاهَةِ، لِقَوْل النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: لاَ تَبْدَءُوا الْيَهُودَ وَلاَ النَّصَارَى بِالسَّلاَمِ، وَإِذَا سَلَّمُوا هُمْ عَلَى مُسْلِمٍ قَال فِي الرَّدِّ: وَعَلَيْكُمْ. وَلاَ يَزِيدُ عَلَى هَذَا.

ردالمحتار
وَلَوْ سَلَّمَ يَهُودِيٌّ أَوْ نَصْرَانِيٌّ أَوْ مَجُوسِيٌّ عَلَى مُسْلِمٍ فَلَا بَأْسَ بِالرَّدِّ (وَ) لَكِنْ (لَا يَزِيدُ عَلَى قَوْلِهِ وَعَلَيْك).

الموسوعة الفقيه
وَأَمَّا حُكْمُ التَّحِيَّةِ بِغَيْرِ السَّلاَمِ لِلْكَافِرِ، فَيَرَى الْحَنَفِيَّةُ وَالْمَالِكِيَّةُ، وَبَعْضُ الشَّافِعِيَّةِ وَالْحَنَابِلَةِ: أَنَّهَا مَكْرُوهَةٌ مَا لَمْ تَكُنْ لِعُذْرٍ، أَوْ غَرَضٍ كَحَاجَةٍ أَوْ جِوَارٍ أَوْ قَرَابَةٍ، فَإِذَا كَانَتْ لِعُذْرٍ فَلاَ كَرَاهَةَ فِيهَا.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدمحمد عاطف

رسول الله صلی الله علیه والسلم مونږ ته حکم کړیدی چې: تاسو سلام عام کړئ. دلته به ملا صیب درته وايي چې په غیر مسلمو سلام مه اچوئ او یا یې سلام سم مۀ اخلئ. د افسوس ځای دی… ډیر داسې احادیث شته چې د عام سلام اچولو حکم ترې ثابتیږي…. د لاندیني ایت شریف ترجمه ده چې: او څوك چي په درناوي سره تاسو ته سلام واچوي، نو هغه ته په ښه توګه ځواب ورکړئ يا لږ تر لږه په هماغه شان. الله ج د هر شي حساب اخيستونكى دى. وَإِذَا حُيِّيتُم بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّوا بِأَحْسَنَ مِنْهَآ أَوْ رُدُّوهَآ ۗ… نور لوستل »

غ. حضرت

« السلام علیکم » ډیره جالبه او د مفهوم او معنی او مطلب څخه ډکه کلمه ده. په هیڅ دین او فرهنګ کی دا ډول ښکلی کلمه نشته. امّا یوازی اعراب کولای سی ددې کلمې صحیح تلفظ اداء کړی. عربی ژبه د تلفظ په اعتبار معنی او موندلای سی او بس. بناً ۱ _ زموږ په ټولنه کی فقط دینی علماء دا کلمه په صحیح توګه اداء کولای سی او نور عام وولس ئې تلفظ داسی اداء کوی: ” سلامالیکُم “. نتیجتاً دا سلامایلکُم خپل اصلی ماهیت له لاسه ورکوی او فقط یو عادتی رواج ګڼل کیږی. ۲ _ په… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx