افغانستان

د تورخم او سپین بولدک دروازې په موقتي ډول خلاصیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۶، ۱۳۹۵ل): په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال وايي چې د پاکستان حکومت موافقه کړې چې د دوه ورځو لپاره د تورخم او سپین بولدک دروازې د هغو کسانو پرمخ پرانیزي چې پاکستان ته په پاسپورټ تللي او هلته بند پاتې وي.

زاخیلوال په خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي چې د لارو د عادي خلاصون په اړوند لا هم دواړه خواوې کومې مثبتې نتیجې ته نه دي رسیدلي خو زیاتوي چې د پاکستان حکومت موافقه کړې چې سبا او بل سبا (د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو) به د تورخم او سپین بولدک دروازې د هغو افغانانو لپاره پرانیزي چې په پاسپورټ او ویزو پاکستان ته تللي وي.

نوموړي په پاکستان کې بند پاتې افغانانو باندې غږ کړی چې له وخت څخه په استفادې په راتلونکو دوه ورځو کې له پاکستان څخه ووځي.

د تېرې میاشت په ۱۶مه د پاکستان د پوځ مشر قمر باجوه اعلان وکړ چې د تورخم او سپین بولدک دروازې به د امنیتي دلایلو پر اساس تر نامعلومې نیټې پورې تړلي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x