افغانستان

رولا غني له طالبانو د سولې غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۶، ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني میرمن رولا غني، چې په بي بي ګل هم مشهوره ده، له طالبانو غواړي چې جګړه بس کړي او د سولې لار غوره کړي.

هغې نن په کابل کې د ښځو نړیوالې ورځې د رارسیدو په مناسبت یوې غونډې ته وویل چې د افغانستان ښځې «وسلوالو مخالفینو» ته خواست کوي چې سوله وکړي او جګړه پای ته ورسوي.

نوموړې زیاته کړې چې د دولت مخالفین باید د شخصي ګټو لپاره د ولس ګټې تر پښو لاندې نه کړي او سولې ته غاړه کښیږدي.

د ولسمشر اشرف غني میرمن رولا غني په اسلام کې د ښځو د حقوقو په اړه هم غږیدلې او ویلي یې دي چې اسلام په ښځو باندې د ترحم او ښه چلند سپارښتنه کوي. هغې په سړیو غږ وکړ چې د ښځو حقوقو ته درناوی وکړي او له تشدد څخه کار وانخلي.

دا په داسې حال کې ده چې نوموړې د ۲۰۱۴م کال په اکتوبر میاشت کې له فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کې د فرانسې حکومت لخوا پر حجاب لګېدلی بندیز پرځای عمل بللی و، ځکه چې په وینا یې، په حجاب کې ښځې ړندې ښکاري.

رولا غني چې ولسمشر غني يې بې بې ګله بولي، په ۱۹۶۲م کال د لبنان په بیروت کې د تحصیل په دوران کې له اشرف غني سره بلده شوې او د عیسویانو د کاتولیک مذهب پیرو ده.

نوموړې د افغانستان چې تر نهه نوي سلنه زیات وګړي یې مسلمانان دي، لومړۍ عیسوۍ مېرمنه ده او په دې هیواد کې د «ښځو د حقونو» په برخه کې پر فعالیت بوخته ده.

هغه دا مهال په نیویارک او کابل کې استوګنه لري او وخت په وخت په سیاسي موضوعاتو نظرڅرګندونې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x