نړۍ

امریکا: په يو پوهنتون کې يو محصل وژل شوی

د امريکايي رسنیو له قوله د متحده ایالاتو په اندیانا ایالت په يو پوهنتون کې يو وسلوال تن پر يو بل محصل ډزې وکړې او ځای پر ځای يې و واژه. يو ایس اې ټو ډې ورځپاڼې د پوهنتون د پولیسو د مشر “جون کوکس” له قوله وايي چې وسلوال د برقي انجینري پوهنځۍ ته ننوت او يو محصل يې ځای پر ځای و واژه او له پيښې وروسته يې ځان پولیسو ته وسپاره. پولیسو له پيښې وروسته پوهنتون تړلی او ۳۹ زره محصلینو ته ويل شوي چې ځانونه دې خوندي سیمې ته ورسوي. ويل کيږي چې د ۲۰۱۳دیسمبر مياشتې راهیسې د متحده ایالاتو په ښوونځيو او پوهنتونو دا څلورم وسلوال برید دی چې له امله يې ۱۷ زده کوونکي وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x