ټولنیزه برخه

نبوي مسجد د نړۍ تر ټولو لوی، ښکلي او دوهم سپېڅلی جومات

عبدالمالک همت

امام يحيىٰ بن معين رحمة الله عليه ويلي دي :

” سفرة الى المدينة احب الى من مئتى طواف “
(زما تر دووسوو طوافو د مدينې يو سفر خوښ دى).

(معرفة الرجال)

زموږ د نبي په ښکلي ټاټوبي مدينه منوره کي زموږ د ستر پيغمبر مسجد هغه متبرک مسجد دی چي په ټوله نړۍ کي تر هغه غټ مسجد نسته. دغه جومات پخپله رسول صلی الله عليه وسلم د هغه د اصحابو په ملګرتيا د هغه د هجرت په لومړی کال (په ۶۲۲ع،کال) د قبا د مسجد تر ودانولو وروسته د خپل کور تر څنګ ودان کړ. کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم له مکې څخه هجرت وکړ او مدينې منورې ته ورسېد لومړی يې د ابو ايوب انصاري په کور کي واړول. دغه مهال هغه لمونځ په بېلو بېلو ځايونو کي کاوه. کله به يې د حضرت اسعد بن زراره په مسجد کي( چي د همدغه نبوي مسجد لومړنى شکل وو) او کله به يې نور ځايونه کاوه. هغه د ډېرو نورو چارو د تر سره کولو تر څنګ په دغه کور کي د اړولو په دوهمه ورځ سمدستي په هغه ځاى کي چي اوښه يې چوک سوه د نبوي مسجد د ودانولو پلان هم جوړ کړ.

د مسجد جوړولو دغه ځاى د سهل او سهيل په نومونو د انصارو د دوو يتيمانو وو چي د رافع بن عمرو زامن وه او حضرت اسعد بن زراره يې کالخوايي کول او له دغه ځاى څخه يې د خرماوو د وچولو کار اخيست. رسول الله صلی الله عليه وسلم دغه هلکان راوغوښتل او د دغه ځاى د رانيولو په هکله يې خبري ورسره وکړې. هلکانو ورته وويل چي موږ دا ځاى پر تاسو نه پلورو، بلکي تاسو ته يې بې له پيسو په بخښه درکوو. خو رسول الله صلی الله عليه وسلم ونه منل او دغه ځاى يې په لس ديناره ځني رانيوى او حضرت ابو بکر صديق ته يې حکم وکړ چي دغه پيسې ورکړي.

دا چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د دغه جومات د بنسټ ډبره په کومه نېټه کښېښوول، د دې ورځي دقيق ښوول څه ستونزمنه خبره ده. په دې هکله عبدالمعبود د تاريخ المدينة المنوره په ( ٢٩٣ ) مخ کي وايي:
” ما چي په دې هکله څېړنه کړې ده رسول الله صلی الله عليه وسلم د شنبې په ورځ د نبوت په ديارلسم کال د لومړۍ خور پر اتمه چي د ٦٢٢ع.کال د ستمبر د شلمي سره سمون خوري له مکې مکرمې څخه قبا ته ورسېد. د صحيح البخاري او نورو کتابونو څخه څرګنديږي چي هغه په قبا کي څوارلس ورځي اوسېدلى او بيا مدينې منورې ته د جمعې په ورځ د نبوت په ديارلسم کال د لومړۍ خور پر ٢٢ مه چي د ٦٢٢ ع.کال د اکتوبر د څلورمي سره سمون خوري، رسېدلى دى. بيا يې د نبوي مسجد کار د سه شنبې په ورځ د نبوت په ١٣ کال د دهمي خور پر څلورمه، د ٦٢٢ ع. کال د اکتوبر پر ١٦ پيل کړى دى“.

خو عبدالمعبود د خپل همدغه تاريخ المدينة المنوره په (٥٢٧ ) مخ کي د دغو خبرو په خلاف د عبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه روايت بيانوي او وايي: ” رسول الله صلی الله عليه وسلم په دوشنبې زېږېدلى دى، په دوشنبې يې حجر اسود په کعبه شريفه کي ايښې، په دوشنبې يې له مکې څخه هجرت کړى، په دو شنبې مدينې ته رسېدلى او په دوشنبې وفات سوى دى“.

د دغو نېټو په هکله نورو هم څېړني کړي او نظر يې ورکړى دى. خو زما په اند د د غو نېټو په هکله په ټولو کي د بذل القوة د ليکوال علامه محمد هاشم ټټوي سندي څېړنه سمه ښکاري چي وايي:

”رسول الله صلی الله عليه وسلم له مکې څخه د پنجشنبې په شپه، چي د لومړۍ خور لومړۍ شپه وه د مکې مکرمې ثور غار ته ولاړ، په دغه غار کي يې درې شپې تېري کړې چي د جمعې، شنبې او يکشنبې شپې وې. او له دغه غاره د لومړۍ خور پر پنځمه د دووشنبې په شپه ووتى او د مدينې منورې قبا ته د دوشنبې په څاښت د لومړۍ خور پر دوولسمه ورسېدى. څو شپې ( يولس شپې ) په قبا کي واوسېدى، بيا د جمعې په ورځ د لومړۍ خور پر ٢٣ مه په مدينه کي د ابو ايوب انصاري کور ته ولاړى“

خو لکه چي څرګنديږي له دې څېړني څخه د نورو نېټو په هکله معلومات تر لاسه کيږي اما د مسجد د کار د پيل په هکله معلومات نه ځني اخيستل کيږي.

احمد ياسين الخياري د معالم المدينة المنوره په (٥٥ ) مخ کي وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم د ابو ايوب په کور کي د اړولو په دوهمه ورځ د نبوي مسجد د ودانولو عزم وکړ، سهل او سهيل يې راوغوښتل او په دې هکله يې خبري ورسره وکړې . خو له دې څخه هم د مسجد د جوړولو عزم او اراده څرګنديږي نه دا چي رسول الله صلی الله عليه وسلم په کومه ورځ دغه کار پيل کړ. په هر صورت وايي چي په دغه ځاى کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر هجرت دمخه اسعد بن زراره د يوې احاطې په بڼه سرلوڅى مسجد جوړ کړى وو چي قبله يې د بيت المقدس لوري ته وه او مسلمانانو ته يې پنځه وخته لمونځ او د جمعې لمونځ په جمع پکښي ورکاوه.

په دغه ځمکه کي د مشرکينو څو قبرونه، د خرماوو وني، لوړ او کښته ځايونه او د باران د اوبو لښتى وو. نو رسول الله صلی الله عليه وسلم امر وکړ چي دا قبرونه ايسته کړي او هډوکي يې بل ځاى ښخ کړي او وني پرې کړي او لوړي او ژوري يې اواري کړي. بيا يې د ونو تنې د قبلې لوري، يعني د مسجد د شمال لوري ته قطار ودرولې او دېوال يې ځني جوړ کړ، د دروازې چوکاټ يې پکښي جوړ کړ او دواړو خواوو ته يې د ډبرو دېوالونه ووهل. د جومات د ودانۍ لپاره يې اومې خښتي د جنت البقيع هديرې په ختيځ کي بئر ايوب ته نژدې جوړولې. صحابه په ډېر جوش او ولولو د خښتو په راوړلو لګيا وه او رسول الله صلی الله عليه وسلم هم د هغو سره اوږه په اوږه کار کاوه او دا شعر يې وايه:

هذا الحِمالُ لا حمالَ خيبر
هذا اَبَرُّ ربُّنا و اطهر

ژباړه : دا بار او زيار او زحمت د خيبر ( د خرماوو ) بار نه دى. اى زموږ څښتنه دا ډېر سپېڅلى او نيك كار دى.
دغه راز هغه دا هم ويل :

اللهم اَنَّ الاجر اجر الآخره
فارحم الانصار والمهاجره

ژباړه : اى لويه څښتنه ! اصلي ثواب د آخرت ثواب دى، نو پر انصارو او مهاجرو رحم وكړې. ( بخاري، ٣٩٠٦حديث )
اللهم انه لا خير الاخير الآخرۍ
فانصر الانصار والمهاجرۍ

ژباړه : اى لويه څښتنه د آخرت له خيره پرته بل خير نسته نو د انصارو او مهاجرينو سره مرسته وكړې. ( بخاري،٣٩٣٢حديث )
الا ان العيش عيش الآخرۍ
فاغفر للانصار وامهاجرۍ

ژباړه : اى لويه څښتنه اصل ژوند د آخرت ژوند دى. نو اى ربه انصارو او مهاجرو ته بخښنه وكړې. ( سنن ابن ماجه، ٥٤ مخ ).

د سمط النجوم العوالي په ١/ ٣٦٥ مخ كي وايي :” موږ ته نه ده رسېدلې چي رسول الله صلی الله عليه وسلم دي له دغو بيتونو پرته بل شعر ويلى وي، او يو چا ويلي دي چي هغه د شعر له جوړولو څخه منع سوى وو نه د شعر له ويلو څخه، او د تمثيل په توګه د هغه د شعر له ويلو څخه د منعي په هكله څه دليل نسته “.

حضرت نافع وايي چي ماته عبد الله بن عمر وويل چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم په مبارك پېر كي نبوي مسجد له اومو خښتو څخه جوړسوى وو. چت يې د خرماوو له ښاخونو څخه جوړ سوى وو او ستو نونه يې د خرماوو د ونو تنې وې. ( بخاري،٤٤٦حديث ).

ابن نجار وايي چي : رسول الله صلی الله عليه وسلم د جومات بنسټونه په ډبرو راپورته كړل او دېوالونه يې له اومو خښتو ووهل، مسجد ته يې درې دروازې وركړې؛ لومړۍ سهيل ته، دوهمه لوېديځ ته،  ( چي باب عاتكه او باب رحمت يې ورته ويل ) او درېيمه يې ختيځ لوري ته وركړه، چي باب عثمان يې ورته ويل. د دغه مسجد قبله د هغه په شمال كي د بيت المقدس لوري ته وه. رسول الله صلی الله عليه وسلم دغي قبلې ته اوولس مياشتي لمونځ وكړ. بيا چي د بيت المقدس پرځاى بيت الله شريفه قبله وټاكل سوه نو رسول الله صلی الله عليه وسلم د سهيل لوري دروازه بنده كړه او د هغې پر برابر يې د شمال خواته دروازه وركړه او نوري دوې دروازې پر خپلو ځايو پاته سوې.

د مسجد اورشو :

د تاريخ المدينة المنوره په (٣٠٢) او (٣١٠) مخونو كي د ابن نجار( په ٦٤٣سپوږميز كال مړ)

د ” اخبار مدينه “ په حواله ليكي :” د رسول الله صلی الله عليه وسلم د جومات لومړنۍ ودانۍ مربع شكله وه، چي اوږدوالى او پسور يې ٧٠ په ٧٠ ګزو كي وو او د دغه مسجد د لومړۍ ودانۍ دېوالونه د سړي د وني تركچي لږ څه جګ وه، او دوهمه ودانۍ يې ١٠٠په ١٠٠ ګزو كي وه“.

خو په نورو كتابونو كي دغه اندازې ډول ډول ويل سوي دي. لكه چي شيخ عبدالحق محدث دهلوي رحمة الله عليه د جذب القلوب په (٨٨) مخ كي وايي :” د نبوي مسجد د لومړۍ ودانۍ اوږدوالۍ له قبلې څخه تر شماله پوري څلور پنځوس ګزه وو او له ختيځ څخه تر لوېديځ پوري دري شپېته ګزه وو“. دغه خبره امام مراغي ( په٦٤٣سپوږميزكال مړ ) هم د امام يحيىٰ د روايت سره سم كړې ده.

امام نووي رحمه الله د كتاب الايضاح في مناسك الحج والعمرة په (٤٦٤) مخ او د هغه په لمن ليك كي وايي :” د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مسجد د لومړۍ ودانۍ اورشو اويا په شپېتو يا څه زياتو ګزو كي وه او چي بيا يې پراخه كړ اوږدوالى او پسور يې ١٠٠ په ١٠٠ ګزو كي سو“.

سيد سمهودي رحمه الله هم د وفاء الوفا په ١/ ٣٤٠مخ كي د امام نووي خبره نقل كړې ده. د شفاء الغرام د دوهم ټوك په دريمه ضميمه (٤٧٣) مخ كي يې هم د نووي د تحقيق سره سم د نبوي مسجد د لومړۍ وداني اورشو ٧٠ ګزه په ٦٠ ګزو كي بللې او دغه اورشو يې د ١٠٣٠مربع مترو سره برابره ګڼلې ده.

د مدينې منورې هغه تاريخ چي د دارالسلام د تحقيق او تاليف څانګي مرتب كړى او د نامتو كتاب ” الرحيق المختوم“ ليكوال مولانا صفي الرحمن مباركپوري نظرثاني پر كړى او نسبتاً نوى او دقيق ليكل سوى دى، ( خو د طبعي تاريخ يې نه دى پرليكلى) هم د مسجد د لومړنۍ ودانۍ اوږدوالۍ اويا ګزه او پسور شپېته ګزه او د دوهمي پراختيايي ودانۍ طول او عرض سل په سل ګزو كي ګڼي او وايي چي په دې توګه مسجد مربع شكله سو او د هغه ټوله اورشو ٢٥٠٠مربع متره سوه “.

دغه راز څنګه چي ښكاري دغه كتاب يو ګز پنځوس سانتۍ ګڼلى دى په دې حساب كه د دغه كتاب خبره سمه وګڼو نو د دغه مسجد لومړنۍ ودانۍ60 Xx70 ګزه، X 35x٣٠مربع متره ده چي د ١٠٥٠ مربع متره اورشو سره مساوي كيږي، او چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم لخوا پراخه سوه 100Xx100ګزه،٥٠ X ٥٠ مربع متره، د ٢٥٠٠ مربع مترو سره مساوي سوه.

خو دلته بيا دا خبره ده چي نورو ټولو يو ګز پنځوس سانتۍ نه دى بللى. لكه چي سيد سمهودي د وفاء الوفا په ١/ ٣٤٠ مخ كي وايي :” كله چي ذراع مطلق ذكرسي نو مراد ځني انساني ګز ( د لاس ګز يا ذراع اليد ) دى او هغه تقريباً دوې لوېشتي دى“. او دوې لوېشتي تقريباً ٤٦ سانتۍ يا يونيم پټ كيږي.

له دې امله دى چي مولانا عبدالمعبود په خپل تاريخ المدينۍ المنوره كي د يوه ګزه پر ځاى يونيم پټ ليكي. اما لكه چي زموږ د قبلې تاريخ له (٣٩٢) مخ څخه څرګنديږي د مرآۍ الحرمين ليكوال ابراهيم رفعت پاشا رحمۍ الله عليه وايي :” د كعبې د سور او جګوالي كچه چي ما په متر د ګزه سره پرتله كړه يو د لاس ګز ٤٩سانتۍ دى“. له دې امله ځيني كتابونه لكه د شفاء الغرام د دوهم ټوك دريمه ضميمه (٤٧٣) مخ او نشانات ارض قرآن (٢٣٢) مخ او نور د رسول الله صلی الله عليه وسلم لخوا د پراخه سوي مسجد ټوله اورشو د ٢٥٠٠ مربع مترو پرځاى ٢٤٧٥مربع متره بولي.

خو امام ازرقي رحمه الله د اخبار مكه د نامتو كتاب په ١/ ٢٩٠ مخ كي يو ذراع څليرويشت ګوتي بولي او لكه چي ښكاري څليرويشت ګوتي تقريباً پنځوس سانتۍ كيږي. نو څنګه چي د امام ازرقي كتاب د لومړي لاس له مآخذو څخه بلل كيږي او د دارالسلام تاريخ مدينه نن مهالى او دقيق كتاب دى او د يوه تن له خوا نه دى ليكل سوى، بلكي څو تنو كار پر كړى دى. نو زما په نظر كه دلته او د دې كتاب په نورو ځايونو كي يو ګز پنځوس سانتۍ وګڼل سي غوره به وي.

د نبوي مسجد د سر پوښل :
له احاديثو او تاريخي رواياتو څخه جوتيږي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم لومړى سرلوڅى مسجد جوړ كړ، بيا چي صحابه د زياتي تودوښي سره مخامخ سول نو يې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته دغه تكليف عرض كړ او  د هغه د پوښلو اجازه يې ځني واخيستل. هغه د پوښلو اجازه وركړه، بيا صحابه وو په داسي حال كي چي د مسجد دېوالونه د سړي د وني د كچي سره برابر وه، په لږ لږ واټن د خرماوو د ونو نولس ستونونه ودرول؛ لس په يوه قطار كي، نهه په بل قطار كي، او د هغو له پاسه يې د خرماوو لكړي، ښاخلې، اذخر او نور واچول. له دې څخه څرګنديږي چي دغه چت يوازي د لمر د تودوښي د مخنيوي لپاره وو او د اورښت اوبه يې نه سواى ګرځولاى. بيا چي صحابه د اورښت پر مهال د اوبو له څڅېدو څخه په تكليف سول نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې دا خبره عرض كړه او د هغه په اجازه يې د مسجد چت په خټو وپوښى. خو دغه چت چي د مسجد له فرش څخه تقريباً دوه متره پنځه اويا سانتۍجګ وو، بيا به هم د اورښت پرمهال څڅېدى او رسول الله صلی الله عليه وسلم او اصحابو به د جومات پر چكړ او لانده فرش لمونځ كاوه. وروسته يې رېګ او جغل پر واچول.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم لخوا د مسجد پراختيا :
كله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم په اووم هجري كال د خيبر له غزا څخه راستون سو ، څنګه چي
د مسلمانانو تعداد ډېر سوى وو نو رسول الله صلی الله عليه وسلم دغه مسجد د لومړي ځل لپاره پراخه كړ. هغه نبوي مسجد په بره څلوېښت ګزه او په اوږدو دېرش ګزه پراخه كړ، او د نوو دېوالونو بنسټونه يې درې ګزه له ډبرو او نور له اومو خښتو څخه پورته كړل. په دې توګه د مسجد ټوله اورشو٢٥٠٠ مربع متره سوه. البته د مسجد د قبلې لورى پر خپل پخواني حال پاته سو. دغه اضافه ځمكه حضرت عثمان رضي الله عنه په شل يا پنځه ويشت زرو درهمو رانيول او مسجد ته يې وقف كړه. په دې ډول رسول الله صلی الله عليه وسلم د اړتيا پر مهال د نبوي جومات د پراختيا كار د يوه سنت په توګه پرېښود.
( د دار السلام تاريخ مدينه منوره، ٦٦مخ، تاريخ المدينة المنوره، ٣١٠ مخ او وفاء الوفا،١/ ٤٢٢مخ ).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x