شعـــــرونه

غزل/ فضل الرحيم بلال

فضل الرحيم بلال

حسنه دایـــمان له غـــــــیږي بېل نه یې
ته دسپین قران له غـــیږي بېل نه یې

ته يې قــدرمن حســـــنه ستایم دي زه
ځـکـه دجــــانان له غــــــيږي بېل نه یې

حسنه ښایســتونه دي څوچنده شي
چې ته دمسلمان له غيږي بېل نه یې

رامي شي پرزړه دخوشحالۍ هجوم
غږکـــــي داذان له غـــــــیږي بېل نه یې

څومـــــره منـــــوراوپرې زېـــــــبا ښکاري
علم دعـرفان له غــیږي بېل نه یې

ځان چې دجانان چم کي محسوس کړمه
بیامي دخپل ځان له غیږي بېل نه یې

ځکه دبــــلال په شعرکي شوې څرګند
ته مي دارمــــان له غــــــیږي بېل نه يې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x