مایکروسوفټ خپل د وینډوز نوی ورژن ۸ د تجربې لپاره وړاندي کړ

نن ټکی آسیا: تیره ورځ امریکايي شرکت مایکروسوفت خپل د وینډوز ۸ څخه پرده پورته کړه، او د تجربه کولو لپاره يې نړی ته وړاندي کړ.

د شرکت د چارواکو په وینا په یوه ورځ کې ددغه تجربوي وینډوز ۵۰۰ زره نسخې ډاونلوډ شولې، چي دا به ددې نوي وینډوز پر کامیابي او ښه پرمختګ ژوري اغیزې ولري.

د شرکت تنفیذی رئیس ستیف بالمر په یوه خبري غونډه کې ژورنالیستانو ته وویل

چي دنوي وینډوز په اړه غبرګون زمونږ تر توقع خورا زیات وو.

وینډوز ۸ چي تر کامیابه وینډوز ۷ وروسته د مایکروسوفټ له خوا وړاندي کیږي، په اړه يې شرکت امید لري، چي د کمپيوټر په بازار کې به د مایکروسوفت شرکت د پراخ پرمختګ لامل سي.

مایکروسوفت غواړي په خپل دغه نوي وینډوز د نړی د بل ستر شرکت آپل apple د ای فون او آی پاد سره په بازار کې مقابله وکړي.

بالمر وویل چي وینډوز ۸ بازار ته وړاندي کول د مایکروسوفت تر ټولو مهم قدم ګڼل کیږي، او دا به د نومړي شرکت په نوي او مختلفه توګه نړی ته ور وپيژني.

تمه کیږي چي نوی وینډوز ۸ به بازارونو ته په راتلونکي کال ۲۰۱۲ وړاندي کړه سي، تر څو د مایکروسوفت په تاریخ کې د تر ټولو کامیابه وینډوز ۷ ځای ونیسي.

باید وویل شي چي د وینډوز۷، د لومړی ورځي څخه تر اوسه ۴۵۰ ملیونه نسخې خرڅي شوي وې، چي له همدې امله دا پروګرام د مایکروسوفټ په تاریخ کې کامیاب ترین وینډوز وو.

شنونکي ګمان کوي چي وینډوز۸ دمایکروسوفټ شرکت د متسقبل لپاره تر ټولو مهم ګام دی، او ښه فرصت دی چي دکمپیوټر په بازار کې د آپل او ګوګل سره په مقابل کې د مایکروسوفټ واټن کم کړي.

باید وویل شي چي مایکروسوفټ چي ډیره موده يې د کمپيوټر او سوفټ ویر پر بازارونو باندي واکمني کړې د آپل او ګوګل شرکتونو څخه په ویره کې ده چي دا مقام به دوی ځیني خپل کړي، ځکه چي دا دواړو شرکتونو خپل د مختلفو خدماتو او سوفټ ویرونو په واسطه د کمپیوټر زیات شمیر چلونکي ځانته را جلب کړي دي.. چي نیژدې مثال يې د آپل شرکت د آی پاد او آی فون نوي ورژنونه نړی ته وړاندي کول دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.