افغانستان

پاکستاني پوځيانو يو ځل بیا په کونړ راکټي بریدونه کړي

د کونړ پر دوو ولسوالیو د پاکستاني پوځيانو لخوا ۲۱ راکټي بریدونه شوي. د کونړ امنيه قوماندان عبد الحسیب سید خیل ويلي چې بیګا شپه د ډيورنډ له هاغه پلو د پاکستاني پوځيانو لخوا ۲۱ راکټي بریدونه شوي دي. د سید خيل په وينا کوم ځاني زیان يې نه دی اړولی خو مالي تلفات يې ډېر زیات دی. کونړ د هيواد په ختيځ کې هغه ولایت چې د دوو کالو په دوران کې د پاکستاني راکټونو ښکار دی. افغان حکومت که څه هم څو څو واره له پاکستانه غوښتي چې دغه بریدونه ودروي خو تر دې دمه په دې نه دي توانيدلي د دغو راکټي بریدونو مخه ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x