دفلکي علومو لارښود (21) داعتدالينو، ژمني او سپرلني انقلابونو پېژندنه

مفتي احسان الله

اعتدالین (Equinox Poinrs):

دلمر مسار اسماني خط استوا یا دایره معدل النهار په کال کې دوه ځله قطع کوي، اول: کله چې لمر جنوب نه دشمال پر لور حرکت پیل کړي، دمارچ پر 20 یا 21 تاریخ باندي، دې ته اعتدال ربیعي (Vernal Equniox Point) وايې. دوهم: کله چې لمر دشمال نه دجنوب پر خوا روان شي، دستمبر پر 21 یا 22 باندي بیا دلمر مسار دایره معدل النهار قطع کوي، دې ته اعتدال خریفي ویلکیږي، په دغو تاریخو کې ورځ او شپه سره برابره وی، نو ځکه ورته اعتدالین وايې، د 21 یا 22 دمارچ دتقاطع نقطې ته نقطة الربیع یا پسرلنۍ نقطه او د 21 یا 22 دستمبر هغې ته نقطة الخریف یا مننۍ نقطه هم ویله کیږي.

یا به يې داسي تعبیر کړو:

کله چې په مارچ کې دایره بروج دایره معدل النهار قطع کړي، دې ته اعتدال ربیعي وايې، او کله چې بیا دایره بروج دایره معدل النهار په ستمبر کې قطع کړي، ورته اعتدال خریفي (Autumnal Equinox) ویلکیږي.

تقدیم اعتدالین:

داعتدال ربیعي نقطه دغرب لور ته ډیره ورو-ورو حرکت کوي، تقریبا په 72 کاله کې یوازي یوه درجه مخ په وړاندي ځي، او مکمله دوره يې تقریبا په 25,800 کاله کې پوره کیږي، په عربي کې ورته (ترنح مدار الأرض وايې)، دې حرکت ته تقدیم اعتدالین هم ویلیکیږي.

ووړنی انقلاب (June Solstice):

په 21 یا 22 دجون چې لمر وخط سرطان ته ورسیږي، بېرته دخط استوا پر لور را غبرګ شي، دې ته انقلاب صیفي وايې، له دې سره دوبی او ګرمي پیلیږي.

ژمنی انقلاب (December Solstice):

په 21 یا 22 ددسمبر چې لمر خط جدي ته ورسیږي، واپس دخط استوا پر لور راوګرزېږي، له دې سره انقلاب شتوي پیل، ژمنی او یخ شروع شي.

فایده:

سپرلنۍ او مننۍ نقطې همدا شان دانقلاب صیفي او شتوي نقطې یو دبله سره د 90 درجو په اندازه لريوالی لري.

نقطة الذَنَب والرَأس:

دسپږمۍ مدار دایره بروج پر دوو نقطو قطع کوي، کله چې سپږمۍ دجنوب له خوا دشمال پر لور حرکت پیل او دایره بروج قطع کړي، دې ته نقطة الرأس یا عقدة الرأس وايې، او کله چې بیا دشمال له لوري دجنوب پر خوا را غبرګه او دایره بروج قطع کړي، دې ته نقطة الذنب یا عقدة الذنب ویلیکږي.

دلمر او سپږمۍ یو ځایوالی (Conjunction):

کله چې سپږمۍ دلمر او زمکي په منځ کې، یعني لمر او سپږمۍ پر یو طول بلد خط برابر شي، نو ورته دلمر او سپږمۍ یو ځای والی وايې، په عربي کې محاق او په انګلیش کې ورته New Moon ویلکیږي، او که زمکه دلمر او سپږمۍ په منځ کې راشي ،نو ورته استقبال یا Oposition وايې، او دا دمیاشتي په 14, 13 او 15 تاریخو کې وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د