نظــر

سرنوشت: راتلونکې ټاکنې او د روڼتیا ټوکه

د سرنوشت ورځپاڼي سرمقاله

ولسمشر محمد اشرف غني وایي؛ د راتلونکي کال پارلماني ټاکنو لپاره لازم ګامونه پورته شوي او په دغه بهیر کې به د هر ډول لاسوهنې مخنیوی وکړي. ښاغلي غني چې د افغانستان ملي شورا کلنۍ پرانیستغونډې په مراسمو کې خبرې کولې، د راتلونکو ټاکنو پر روڼوالي ټینګار وکړ او ویې ویل، د ترسره کولو لپاره یې د دولت سیاسي اراده پياوړې ده. ښاغلي غني وویل، د افغان دولت مشرتابه ژمنه ده چې له لاسوهونکو سره پرېکنده چلند وکړي او سرغړوونکي به د قانون له مخې مجازات کړي. رښتیا حکومت، په ځانګړي ډول ولسمشر او اجرایوي رییس ازادې ټاکنې غواړي؟

لومړی خو دا معلومه ده چې رښتیا به هم په راتلونکي کال کې د ولسي جرګې ټاکنې وشي او که نه، ځکه چې لا هم په دې برخه کې عملي ګامونه نه دي اخیستل شوي. اوس هم شک دی چې ښايي د ولسي جرګې ټاکنې لا زیاتې وځنډیږي. که ټاکنې وشي، بیا هم اندېښنه شته، ځکه چې سر له اوسه ولسمشر او اجرایوي رییس دواړو په ټاکنو کې د پراخو مداخلو لپاره لاره هواره کړې ده. که ولسمشر او اجرایوي رییس رښتیا په ټاکنو کې مداخله کول نه غواړي، نو ولې دوه کاله په دې سره نه جوړېدل چې څوک او څه ډول د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو په توګه وګوماري؟ رښتیا دا دي چې دواړو لورو هڅه وکړه، خپل کسان ټاکنیزو کمېسیونو ته دننه کړي، همداسې وشول، دوی ټاکنیز کمېسیونونه هم سره وویشل او اوس په کمېسیون کې د ولسمشر او اجرایوي رییس له اړوندو کسانو پرته هېڅ بل کس نشته چې رښتیا هم خپلواک وي او رڼو ټاکنو ته ژمن وي. همدا تصویر څو ورځې وړاندې را ښکاره شو، د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا د رییس په ټاکنه کې د ټاکنو کمېسیون د غړو ترمنځ اختلاف وو، ان تر دې چې په دې تړاو دوه مکتوبونه ارګ ته ولاړل چې یو یې د ټاکنو د کمېسیون د رییس او بل یې د هغه د مرستیال په لاسلیک و. دواړه کسان ناپېیلي نه دي، رییس په ولسمشر پورې تړلی او مرستیال یې د اجرایوي رییس له خوا راوستل شوی. نو کله چې کمیسیونونه دغه ډول وېشل شوي وي، نو بیا د ازادو، خپلواکو او رڼو ټاکنو کول، نا ممکن دي. اوس که ولسمشر او اجرایوي رییس هر څو د رڼو او عادلانه ټاکنو چیغي ووهي، خلک یې نه مني، ځکه دوی په عمل کې ددې چارې خلاف ګام پورت کړی دی. د ولسمشر پرونۍ خبرې هم یوازې خبر دې چې له بده مرغه د حکومت له عملي ګامونو سره په تضاد کې دي.

اوس چې د ټاکنیزو کمېسیونو غړي د ولسمشر او اجرایوي رییس خلک دي، نو ښايي ناوخته شوې وي، چې موږ دې د خپلواکو ټاکنې هیله ولرو. دا په دې معنی هم نه ده چې خپلواکي تاکنې نا ممکنې دي، خو دډې لپاره په کار ده چې څو کارونه وشي. لومړی باید د کمېسیون غړي رښتیا د خپلواک کمېسیون د غړو په توګه عمل وکړي. دویم ولسمشر او اجرایوي رییس باید په عمل کې ثابته کړي چې په ټاکنیزو کمېسیونو او ټاکنو کې مداخله نه کوي. درېیم ولس او سیاسي فعالین باید فشار راوړي چې کمېسیونونه د حکومت له سیوري خلاص او خپلواک شي. له دې پرته راتلونکې ټاکنې به حکومتي وي او پایله به یې هغسې وي چې ولسمشر او اجرایوي رییس یې غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x