امریکا یو ځل بیا سفري بندیزونه تازه او خپلو اتباعو ته د احتیاط سپارښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۷، ۱۳۹۵ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شپږو مسلمانو هیوادونو په اتباعو باندې یو ځل بیا امریکا ته پر ورتګ بندیز اعلان کړی.

د ټرمپ لخوا په تازه لاسلیک شوي فرمان کې راغلي چې د ایران، یمن، سوریه، صومال او سوډان اتباع امریکا ته د سفر اجازه نه لري.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکایانو ته سپارښتنه کړې چې افغانستان، پاکستان ، هندوستان او بنګلدیش ته دې په اوس وخت کې له سفر څخه ډډه وکړي.

د امریکا حکومت ویلي چې ځیني «تروریستي» ډلې په سویلي آسیايي هیوادونو کې کیدای شي پر امریکایانو او د هغوی اړوند ودانیو باندي بریدونه وکړي.

د امریکايي حکومت په سپارښتنه کې په ځانګړي ډول ټینګار شوې چې افغانستان ته دي امریکایيي اتباع سفر نه کوي ځکه چې د هیواد یوه برخه هم خوندي نه بلل کیږي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.