کندهار: طالبانو د نیش ولسوالۍ بازار نیولی او ۴۰ عسکر ورته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۷، ۱۳۹۵ل): وروسته له هغه چې دولتي چارواکو طالبانو ته د کندهار په نیش ولسوالۍ کې د درنو تلفاتو ادعا وکړه، د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي سربېره پر دې چې د تلفاتو دا ادعا یې د «دښمن خوبونه» وبلل، زیاته یې کړه چې د نیش ولسوالۍ بازار او د قومندان نیازو مهمه قرارګاه یې نیولې ده.

نوموړي نن ټکی اسیا ته وویل چې تر اوسه لا د ولسوالۍ مرکزي ودانۍ نه ده نیول شوې، خو د نیولو عملیات یې روان دي.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو د تعرضي بریدونو په نتیجه کې ګڼ عسکر وژل شوي، ۴۰ تنه یې دوی تسلیم شوي او پاته عسکرو د ولسوالۍ مرکزي ودانۍ ته پناه وړې چې په وینا یې د تعقیب لپاره یې هلته هم عملیات روان دي.

نوموړي ویلي چې تېر ماځېګر د قومندان نیازو پوستې په شمول څو نورو پوستو هم سقوط وکړ او ۴۰ تنه عسکر دوی ته تسلیم شول چې ټولو ته د ژوند ډاډ ورکړل شوی دی او خوندي سیمو ته رسول شوي دي.

قاري یوسف په دغه عملیاتو کې د یو شمیر وسلو، ۲ رینجرانو او دوه کوچني موټرو د نیولو خبر هم ورکوي.

تر اوسه دولتي چارواکو د نیش ولسوالۍ بازار د سقوط په اړه څه نه دي ویلي.

د یادوني وړ ده چې طالبانو څو ورځي وړاندي د کندهار ولایت د ښوراوک ولسوالۍ مرکز هم نیولی وو.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.