نړۍ

د سوریې په اړه د د جینیوا دوهم کانفرانس نن پیل شو

نن ټکی آسیا: نن د سوریزلینډ په مونټرو ښار کې د سوریې د کشالې په باب د جینیوا دوهم کانفرانس پيل شو.
په دې کانفرانس کې به بشارالاسد له خپلو مخالفینو او د مقاومت د ملي جبهې له استازو سره د نړیوالو استازو پر وړاندې مخامخ خبرې کوي.

همدارنګه په دې کانفرانس کې پر نړیوالو دیپلوماتانو سربېره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د روسیې د بهرنو چارو وزیر سرګي لاوروف هم برخه لري.
ایران د جینیوا ۲ کانفرانس کې ګډون نلري، ځکه تېره ورځ د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د اسد د مخالفینو او سعودي عربستان په غوښتنه له ایرانه د ګډون بلنه بېرته واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x