غسل اړوند (۱۱ درس)

 احمد الله عاطفي
د غسل په اوبو کې کافور؟

د مړي دغسل په اُبو کې دکافورو په ګډولو سره حنفي فقه وايې: دمړي دغسل لپاره په اوبو کې دکافورو ګډول سنت نه دي بلکه غوره عمل دی .

امام شافعي، امام مالک او امام احمد (رحمهم الله) دغسل په اوبو کې دګافورو ګډول مستحب بولي. ( شرح مسلم،امام نووي)

فقه جعفریه دمړي لپاره دغسل په اوبو کې دکافورو ګډول واجب بولي.

اهل تشیع باوري دي چې حضرت جبرائيل (علیه السلام) حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم ) ته له جنته (۴۰) درهمو په وزن کافور راوړي او تحفه کړي و.

حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم ) دغه کافور درې برخې کړل، یوه برخه ئې ځان ته وساتله دویمه برخه ئې حضرت علي(رضی الله عنه) ته او دریمه برخه ئې حضرت بي بي فاطمة الزهری(رضی الله عنها)ته ورکړه. والله اعلم

دټولو مذاهبو، اوولینو او متاخرینو قول : په هغه صورت کې چې کافور نه وي،پیداکول او تر لاسه کول ئې وخت اړوي دمړي دغسل تکفین او تدفین چارې ځنډوي لازمه او غوره دی چې په خالصو اوبو مړي ته غسل ورکړل شي، تکفین او تدفین چاري هم تر سره شي.

وروستي مسئله دادی که دمړي دغسل په اوبو کې کافور ګډشول غوره او بهتره دی، که نه وي لازمي نه دي، دپاکوالي موخه په صابون،شامپو او ورته مادو هم تر لاسه کیږي . والله اعلم…

د غسل تخته معطر کول
څرنګه چې اسلامي شریعت دانسان هر اړخ ته پاملرنه کړي ده او په اړ وند ئې ځانګړي لارښوني کړي، اصل موجود دی، په فروعو کې دایمه کرامودغوره والي په بنأ اختلاف شته،سره له اختلافه دهر مذهب لارویان او یا محققین ،چې دخپل مذهب دلار ښونو په بنأ عمل کوي دثواب نه برخمن دي. ان شاألله…

یو له دغو فروعي مسائلو دمړي وینځلو تخته دی، چې ایمه کرامو په هکله ئې لار ښوونې کړي دي.
در المختار، شامي، فتح القدیر، بحر رائق او … زیاتروفقهاوو دغسل ترتیب او ځانګړتیاوي په تفصیل ذکر کړي او هم دمړي دوینځلو دتختې خوشبو کولو څرنګوالی،چې مونږ ئې په لنډ ډول یادونه کوو.

در المختار: دغسل په تخته د (۷) ځایه خوشبويي کیښودلی شي،څرنګه چې دمړي په کفن کي ایښودل کیږي.

امام شامي: خوشبويي دله یوځل نه تر (۷) ځله دتختې په ګرد وګرځولی شي.

تبئين: خوشبو له (۵) ځلو زیات ونه لګول شي.

الفتح: کله چې له ناروغ سا ووته دمړي اطراف او اړوند شیان په خوشبو سره دري ځله معطر کړئ ،چې تعفن لري شي او همدا راز تخته او کفن کې هم تکرار شي .

الفتح، نهایه اوکافی: خوشبويي دله (۵) ځلو زیات استعمال نه شي.

دځینو بزرګانو او هم دفقه جعفریه په بنأ دمړي دغسل تخته د په معطرو اوبو ووینځل شي یو ځل یا زیات ،خو باید طاق وي.

وروستۍ مسئله: دمړې دوینځلو ځانګړی ځای یا تخته معطر کول ،چې دعطري توکو دود ورکړل شي ،عطریات وشیندلی شي او یا عطري پوډر او مواد کیښودلی شي غوره او مستحب دی ،نه فرض او

واجب.
دلوازمو مهیا کول او ښه ترتیب سره مړي ته عزت او ژوندیو ته اسنتیا ورکوي.

که ددغو توکو او سهولیتونو تر لاسه کول ستونزه درلوده او یا ئې تر لاسه کول زیات وخت نیو نولازمه دی چې مړی پرته له دغه چارو ولمبول شي.

مړي ته ظاهري زینت ورکول
دمړي دسجدې اندامونه معطر کول،غوره دی چې په ږیره حنوط او دسجدې په اندامونو کافور واچول شي،دمړې بدن خوشبو کول سنت دی او دسجدی اندامونه ئې عزت.

دحنفي فقي په نزد،دمړې طبیعي حالت په کوم حال کې چې مړ شوی غوره دی چې په همدې حال ورشي،دمړي دظاهري زینت په ورکولو کې به نه له مړي نه نوکان قطع کولی شي اونه ویښتان او همدا رازدمړې دسر او ږیرې ویښتان به هم نه ګومنزوئ.

دسیدنا حضرت عایشه صدیقه(رضی الله عنه) نه دمړي دویښتانو ګومنزولو په اړوند پوښتنه وشوه وي فرمائيل:علام تنصون میتکم.(کتاب الثار فی الصلات) یعنې تاسو دخپل مړي تندی ولې نیسئ او راکاږئ، مطلب داچې له ده کاره ئې منع کړې ده.

امام شافعي رحمه الله دشیخینو په روایت چې له اُم عطیه(رضی الله عنها) نه ئې روایت کړی دی دلیل نیسي چې دمړي ویښتان ګومنزول مستحب دی.

دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) مبارکه لور(حضرت زینب،رضی الله عنها) چې وفاته شوه حضرت اُم عطیه(رضی الله عنها) هغه ته غسل ورکړ، ویښته ئې شانه او درې لړه کړل.

أن أم عطیة قالت مشطنا ھا ثلثة قرون (متفق علیه)
ژباړه: حضرت اُم عطیه(رضی الله عنها) فرمائې دحضرت زینب(رضی الله عنها) دسر ویښتان مو شانه او بیا درې لړه کړل.

یعنې یولړ مخ ته او دوه لړه ئې دټټر دواړو خواووته واچول.

دنوکانو اخستو په اړوند ځیني بزرګان دحضرت امام حسن(رضی الله عنه) دوینا په استناد چې مصنف ابن
أبي شیبه روایت کړی:عن منصور عن الحسن قال تقلم أظفار المیت.

ژباړه: حضرت منصور دسیدنا حضرت حسن(رضی الله عنه) نه روایت کوي چې فرمايې: دمړي نوکان قطه کړئ.

همدا راز مصنف عبدالرزاق روایت کوي:عن معمر عن الحسن في شعرعانةالمیت إن کان وافرا قال یؤخذمنه.

ژباړه: حضرت معمر له حضرت حسن (رضی الله عنهما) نه روایت کوي چې فرمايې:که دمړي دنامه لاندې ویښتان له حده زیات اوږده وي قطع ئې کړئ.

په دي اړوند دحضرت سعد او نورو بزرګانو روایتونه هم شته.
له دي ټولو اړخونو نه څرګندیږي چې احتیاط لازمي دی ،هغه ناروغان چې دکورنۍ غړي ورسره په تماس کې وي هره ورځ ئې باید دنظافت پالنه وکړي،همدا راز هر انسان متوجه اوسي چې هره شیبه له مرګ سره مخ کیدی شي .

دجمعې ورځ مسلمانانو ته اختر دی چې خپل ټول شکل او صورت برابر کړي،که هر څوک دجمعې دورځې سنت اعمال خپل کړې هیڅ کله به له داسي ستونزو سره مخ نه شي.

غوره لارښوونه: لا وارث مړی، یا دنورو معاذیرو لامله دکوم مړي بریتان ،تخرګ ویښتان او نوکان ئې له حده اوږده وو،کولای شئ اصلاح ئې کړئ،خو دنامه لاندې ویښتانو دخریلو اجازه نشته،ځکه چې په ژوند کې ځانګړیو انداموته لاس وروړل حرام دي، وروسته له مرګه هم احتیاط لازم دی. والله اعلم

نور بیا…



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.